۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

ديارلسم باب

دَ کروندے مِثال

مرقوس ۴ :  ۱ ـ ۹، لُوقا ۸ :  ۴ ـ ۸

۱هم په دغه ورځ عيسىٰ دَ کور نه بهر شو اَؤ دَ درياب په غاړه کښيناستو. ۲اَؤ دومره ډير خلق ورته راټول شول چه دَئے ترے کِشتئ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو اَؤ ټول خلق ورته دَ درياب په غاړه ودريدل. ۳هغۀ ډيرے خبرے سره دَ مِثالُونو هغوئ ته وکړے.

هغۀ ووئيل چه ”زميندار کروندے ته لاړو. ۴اَؤ چه کرونده ئے وکړه نو څۀ تُخم ترے دَ لارے په غاړه توئے شو اَؤ مارغان راغلل هغه ئے وخوړو. ۵څۀ تُخم په کاڼيزه مزکه پريوتو چرته چه لږه شان خاوره وه اَؤ دا زر راوټو کيدلو ځکه چه مزکه ژوره نۀ وه. ۶اَؤ چه نمر راوختلو نو تازه فصل ئے وسوزولو اَؤ هر کله چه جرړے ئے نه وے نو وچ شو. ۷څۀ تُخم په غنو کښے پريوتو، ازغى لوئے شول اَؤ فصل ئے لاندے کړو. ۸اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه پريوتو. هلته ئے غله وکړه، ځنى يو په يو سل، ځنى يو په شپيتۀ اَؤ ځنى يو په ديرش.

۹که ستاسو غوږُونه وى نو دا خبره واؤرئ.“

دَ مثال مقصد

مرقوس ۴ :  ۱۰ ـ ۱۲، لُوقا ۸ :  ۹ ـ ۱۰

۱۰مُريدان عيسىٰ ته ورنزدے شول اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”تۀ دوئ ته په مِثالُونو کښے خبرے ولے کوے؟“

۱۱هغۀ جواب ورکړو، ”دا دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ آسمان دَ بادشاهئ په رازُونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته دا پوهه نۀ ده ورکړے شوے. ۱۲ځکه چه دَ هر چا سره چه څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دے چه ورسره لا زيات شى، اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى دَ هغۀ نه به هغه لږ څۀ هم واخستے شى. ۱۳ځکه زَۀ هغوئ ته په مِثالونو کښے خبرے کوم، ځکه چه ”هغوئ ګورى خو وينى نه، آؤرى خو آؤرى نه اَؤ پوهيږى نه.“ ۱۴په هغوئ کښے دَ يشعياه نبى يوه پيشن ګوئى پُوره کيږي چه وائى : 

”تاسو به ئے بيا بيا آؤرئ ولے پرے پوهيږئ به نه،

تاسو به ئے په سترګو وينئ ولے رسيږئ به پرے نه.

۱۵ځکه چه دَ دے اُمت زړُونه سخت شوى دى،

غوږُونه ئے کاڼۀ شوى اَؤ سترګے ئے پټے شوے دى.

ګنى دَ هغوئ سترګو به ليدلے،

دَ هغوئ غوږُونو به آؤريدل اَؤ دَ هغوئ زړُونه به پوهيدل،

اَؤ بيا به هغوئ بيرته راستُون شوى وئے اَؤ ما به روغ کړى وئے.“

۱۶خو ستاسو سترګے بختورے دى ځکه چه وينئ، اَؤ ستاسو غوږُونه بختور دى ځکه چه آؤرئ. ۱۷زَۀ تاسو ته وايم چه دَ ډيرو نبيانو اَؤ زبرګانو دا مرضى وه چه هغه څۀ ووينى چه کُوم تاسو اوس وينئ خو چرے ئے ونۀ ليدل، اَؤ هغه څۀ واؤرى کُوم چه تاسو اوس آؤرئ خو چرے ئے وا نۀ وريدل.

دَ کروندے دَ مِثال تشريح

مرقوس ۴ :  ۱۳ ـ ۲۰، لُوقا ۸ :  ۱۱ ـ ۱۵

۱۸تاسو بيا دَ زميندار مِثال واؤرئ :  هر کله چه يو سړے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله څۀ آؤرى خو پرے رسى نه، ۱۹نو شيطان راشى اَؤ دَ هغۀ دَ زړۀ نه هغه کرلى شوى څۀ هم يوسى. دا هغه دَ لارے کرونده ده. ۲۰په کاڼيزه مزکه دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے چه هر کله چه يوه خبره واؤرى نو سمدستى ئے په خوشحالئ قبوله کړى. ۲۱خو هر کله چه جرړے ئے نۀ وى نو دَ ودريدو توان نۀ لرى، اَؤ هر کله چه تکليف راشى يا دَ کلام په وجه هغه راګير شى نو مُنکر شى. ۲۲په غنو کښے دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام واؤرى خو دُنيادارى اَؤ دَ دولت مينه په دَۀ غالبه شى اَؤ کلام بے فائدے لاړ شى. ۲۳خو کوُم تُخم چه په ښه مزکه وغورزيږي دَ دے مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام آؤرى، پرے پوهيږي اَؤ ميوه هم راؤړى، ځنى خلق يو په سل، يا يو په شپيتۀ يا يو په ديرش.“

دَ غنمو په مينځ کښے دَ جمدر مِثال

۲۴عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندے کړو چه ”دَ آسمان بادشاهى داسے ده چه يو سړے په خپل پټى کښے ښۀ تُخم وکرى. ۲۵اَؤ کله چه خلق اُودۀ وى نو دُښمن ئے راشى اَؤ په هغه مزکه ورته دَ غنمو سره جمدر وکرى اَؤ لاړ شى. ۲۶هر کله چه فصل زرغُون شى اَؤ وَږى وباسى نو جمدر په کښے ښکاره شى. ۲۷دَ زميندار غُلامان خپل مالک له لاړ شى اَؤ ورته وائى، نائيکه! آيا تا په خپل پټى کښے ښۀ تُخم نۀ وُو کرلے، نو بيا دا جمدر په کښے دَ کُومه راغلل؟ ۲۸هغه په جواب کښے وائى چه دا دَ دُشمن کارُونه دى. هغوئ ووائى چه آيا مُونږ لاړ شُو اَؤ دغه جمدر وکاږُو؟ ۲۹هغه جواب ورکړى چه، دا ځکه چه هر کله چه تاسو جمدر وکاږئ نو غنم به هم ورسره وباسئ. ۳۰پريږدئ چه دواړه پاخۀ شى، نو دَ لَو په وخت به زَۀ لوګرو ته ووايم چه اول جمدر وريبئ اَؤ دَ سوزولو دَ پاره ئے ګيډئ کړئ، پس له هغے نه غنم وريبئ اَؤ زما درمند ته ئے راؤړئ.“

دَ شړشم دَ دانے اَؤ خمبيرے مِثال

مرقوس ۴ :  ۳۰ ـ ۳۲، لُوقا ۱۳ :  ۱۸ ـ ۱۹

۳۱اَؤ يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندے کړو چه ”دَ آسمان دَ بادشاهئ مِثال دَ شړشمو دَ هغه تُخم دے کُوم چه يو سړى واخستو اَؤ په خپل پټى کښے ئے وکرلو. ۳۲دا تُخم اګر چه دَ نورو ټولو تُخمونو نه ورکوټے وى خو کله چه دا لوئے شى نو دا دَ باغ دَ هرے بلے سبزئ نه لوئے وى، اَؤ داسے بُوټے شى چه دَ هوا مرغان راځى اَؤ دَ هغۀ په څانګو کښينى.“ ۳۳عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چه ”دَ آسمان بادشاهى لکه په مِثال دَ خمبيرے ده چه يوے ښځے واخستله اَؤ په دريو اوږو اوړو کښے ئے ګَډه کړله اَؤ بيا هغه ټول خمبيره شو.“

دَ مِثالونو استعمال

مرقوس ۴ :  ۳۳ ـ ۳۴

۳۴عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولے خبرے په مِثالُونو کښے وکړے اَؤ رښتيا خو دا دى چه يوه خبره ئے هم بے مِثالونو ونۀ کړه. ۳۵دا دَ نبى دَ پيشن ګويئ تصديق وو چه : 

”زَۀ به په مِثالونو خبرے وکړم

اَؤ هغه خبرے به څرګندے کړم

چه دَ دُنيا دَ پيدايښت راسے

پټے ساتلے شوى دى.“

دَ جمدر دَ مِثال تشريح

۳۶هغۀ بيا خلق رُخصت کړل اَؤ کور ته ورننوتو اَؤ مُريدان ورته راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”مُونږ په پټى کښے دَ جمدر په مِثال پوهه کړه.“

۳۷هغۀ په جواب کښے ووئيل چه ”ښۀ تُخم کرُونکے اِبن آدم دے، ۳۸پټے دا دُنيا ده، ښۀ تُخم دَ بادشاهئ زامن دى اَؤ جمدر دَ شيطان اَؤلاد دے. ۳۹اَؤ هغه دُښمن چا چه جمدر کرلى دى هغه اِبليس دے، فصل روستئ زمانه ده اَؤ لَو کوُونکى فرښتے دى. ۴۰لکه څنګه چه جمدر په آخره کښے راټولولے شى اَؤ په اور سوزولے کيږي، ۴۱دغه شان په آخره کښے به اِبن آدم خپلے فرښتے وليږى اَؤ دَ هغۀ دَ بادشاهئ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چه سړے پرے تيندک خورى اَؤ هغه ټول خلق چه بد عمله وى. ۴۲اَؤ دا به دَ اور شُغلو ته ورواچولے شى کُوم چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښُونو دَ چيچلو ځائے دے. ۴۳اَؤ بيا به صادِقان دَ خپل پلار په بادشاهئ کښے لکه دَ نمر ځليږى. که ستاسو غوږُونه وى نو واؤرئ.

درے مِثالونه

۴۴دَ آسمان بادشاهى دَ هغه خزانے په مِثال ده چه په پټى کښے پټه وى. کُوم سړى چه دا ومُوندله نو بيا ئے ښخه کړه اَؤ په خوشحالئ ئے خپل هر څۀ خرڅ کړل اَؤ هغه پټے ئے پرے واخستو.

۴۵دَ آسمان دَ بادشاهئ دا يو بل مِثال دے چه يو سودا ګر دَ ښو مرغلرو په تلاش کښے وو. ۴۶هغۀ يوه ډيره غوره مرغلره ومُونده اَؤ دَ هغے دَ حاصلولو دَ پاره ئے خپل هر څۀ خرڅ کړل اَؤ هغه ئے واخسته.

۴۷بيا دَ آسمان بادشاهى دَ هغه جال په شان ده چه سمندر ته اچولے شوے وى اَؤ په کښے قِسما قِسم کبان رانيولى شوى وى. ۴۸هر کله چه ډک شو نو غاړے ته ئے راکښلو، نو بيا سړى ورته کښيناستل اَؤ ښه کبان ئے ترے نه جُدا کړل اَؤ په لوښو کښے ئے واچول اَؤ خراب ئے ترے نه وغُورزول. ۴۹دغسے به دَ آخرے زمانے حال وى، فرښتے به ورشى اَؤ نيکان به دَ ورانکارو نه رابيل کړى، ۵۰اَؤ ورانکارى به دَ اور شُغلو ته وغُورزوى، هغه ځائے چرته به چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل وى.“

نوے اَؤ زړے خزانے

۵۱عيسىٰ ورنه پوښتنه وکړه چه ”آيا تاسو په دے ټولو خبرو ورسيدئ څۀ؟“

اَؤ هغوئ دا جواب ورکړو چه ”هو.“

۵۲هغۀ دوئ ته ووئيل، ”هر کله چه دَ آسمان په بادشاهئ کښے يو اُستاذ زده کړے ته کښيناستو نو هغه دَ کور دَ مالک په مِثال دے، څوک چه دَ خپل ګودام نه زاړۀ اَؤ نوى څيزُونه راوباسى.“

دَ عيسىٰ مسيح په ناصرت کښے رد کيدل

مرقوس ۶ :  ۱ ـ ۶، لُوقا ۴ :  ۱۶ ـ ۳۰

۵۳څۀ وخت چه عيسىٰ دَ مِثالونو بيان ختم کړو نو هغه دَ هغه ځائے نه روان شو، ۵۴اَؤ خپل ښار ته راغے چرته چه هغۀ خلقو ته دَ هغوئ په عبادت خانو کښے تعليم ورکولو. نو هغوئ حيران شول اَؤ پوښتنه ئے ترے وکړه چه ”دا عقل اَؤ دا پوهه اَؤ دا مُعجزے دَۀ له کُومه ځايه ومُوندلے؟ ۵۵آيا دے دَ ترکاڼ زوئے نۀ دے؟ آيا دَ دَۀ مور مريم نۀ ده اَؤ دَ دَۀ ورُوڼه يعقُوب، يوسف، شمعُون اَؤ يهوداه نۀ دى څۀ؟ ۵۶اَؤ آيا دَ دۀ ټولے خويندے دلته زمُونږ سره نۀ دى څۀ؟ نو بيا دا خبرے دَۀ چرته زده کړے؟“ ۵۷دغه شان هغوئ دَ دَۀ برخلاف شول.

اَؤ هغه په دے وينا مجبور شو چه ”نبى تل دَ خپل ښار اَؤ خپلے کورنئ نه بل هيڅ چيرته بے عزته شوے نۀ دے.“ ۵۸هغۀ هلته زياتے مُعجزے ښکاره نۀ کړے ځکه چه دَ هغوئ ايمان نۀ وو.