د عیسی مسیح په هکله د متي انجیل

دوهم فصل

د ستورو پېژندونکو راتلل

۱کله چې عیسی د هیرودیس د پاچاهۍ په وخت کې د یهودیې د ولایت د بیت‌لحم په ښار کې وزېږېده، څه موده وروسته د ختیځ څخه ځینې ستوري پېژندونکي اورشلیم ته راغلل ۲او پوښتنه یې کوله: «هغه نوی پیدا شوی ماشوم چې د یهودیانو پاچا کیږي چېرته دی؟ مونږ د هغه ستوری چې د لمرخاته له خوا راختلو، لیدلی دی او راغلي یو چې سجده ورته وکړو.» ۳کله چې هیرودیس پاچا دا خبره واورېدله، نو ډېر پرېشانه شو او د اورشلیم ټول خلک هم پرېشانه شول. ۴هغه ټول مشران کاهنان او د شریعت عالمان راوغوښتل او پوښتنه یې ترې وکړه چې مسیح به په کوم ځای کې وزېږي؟ ۵هغوی وویل: «د یهودیې په بیت‌لحم کې، ځکه چې یو پیغمبر داسې لیکلي دي:

۶ای بیت‌لحمه چې د یهودیې په وطن کې یې! ته د یهودیې د لویو ښارونو څخه هېڅ کم نه یې، ځکه چې په تا کې به یو لارښوونکی پیدا کیږي چې د شپون په شان به زما د قوم اسراییلو لارښوونه کوي.»

۷نو هیرودیس هغه ستوري پېژندونکي په پټه راوغوښتل او د هغوی څخه یې د ستوري د راختلو د ټاکلي وخت په هکله معلومات تر‌لاسه کړ. ۸بیا یې هغوی بیت‌لحم ته ولېږل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او په ډېر غور سره هغه ماشوم ولټوئ او کله چې مو پیدا کړ، نو ما خبر کړئ چې زه هم راشم او سجده ورته وکړم.» ۹کله چې هغوی د پاچا خبرې واورېدلې، نو په خپله لاره روان شول او هماغه ستوری چې د لمرخاته خواته یې لیدلی ؤ، ولیده چې د هغوی څخه مخکې روان ؤ او په هغه ځای باندې ودرېده چېرته چې ماشوم ؤ. ۱۰کله چې هغوی هغه ستوری ولیده، نو ډېر زیات خوشحاله شول. ۱۱کله چې هغوی هغه کور ته ورننوتل او هغه ماشوم یې د خپلې مور مریم سره ولیده، نو ورته په سجده پرېوتل او د هغه عبادت یې وکړ. بیا یې د خپلو کڅوړو څخه سره زر، قیمتي خوشبویۍ او د مر کنډ راوویستل او د سوغات په توګه یې هغه ته ورکړل. ۱۲څرنګه چې خدای هغوی ته په خوب کې خبرداری ورکړی ؤ چې بېرته هیرودیس ته لاړ نه شي، نو په بله لار خپل وطن ته ستانه شول.

مصر ته تښتېدل

۱۳کله چې هغوی لاړل، نو یوسف ته په خوب کې د څښتن یوه فرښته ښکاره شوه او ورته ویې ویل: «پاڅېږه، ماشوم او مور یې د ځان سره واخله او مصر ته وتښته او تر هغې پورې هلته پاتې شه، ترڅو زه درته ووایم چې راستون شه، ځکه چې هیرودیس به هغه ماشوم لټوي چې ویې وژني.» ۱۴نو یوسف پاڅېد او په هماغه شپه یې ماشوم او د هغه مور د ځان سره واخیستل او مصر ته لاړل ۱۵او د هیرودیس تر مرګه پورې هلته پاتې شول. نو په دې ډول د څښتن هغه وینا چې د پیغمبر په وسیله یې کړې وه رښتیا شوه:

خپل زوی مې د مصر څخه راوغوښت.

د ماشومانو قتلول

۱۶کله چې هیرودیس پوه شو چې ستورو پېژندونکو هغه تېرایستلی دی، نو سخت په قهر شو او حکم یې وکړ چې د بیت‌لحم او د هغه شاوخوا سیمو ټول هلکان چې د دوه کالو او یا د هغې څخه کم عمر ولري، ووژني. او دا کار یې د هغو ستورو پېژندونکو د معلوماتو له مخې چې هغه ستوری به کله ښکاره کیږي، وکړ. ۱۷نو په دې ډول کومې خبرې چې خدای د خپل پیغمبر ارمیا په وسیله کړې وې هغه رښتیا شوې:

۱۸په رامه کې یو اواز واورېدل شو، د ژړا او لوی ماتم اواز. راحیل په خپلو ماشومانو باندې ژاړي او تسلي نه مني، ځکه چې هغوی مړه شوي دي.

د مصر څخه بېرته راستنېدل

۱۹نو د هیرودیس له مرګ څخه وروسته د څښتن فرښته په مصر کې یوسف ته په خوب کې ښکاره شوه او ورته ویې ویل: ۲۰«پاڅېږه، ماشوم او د هغه مور درسره واخله او د اسراییلو وطن ته لاړ شه، ځکه کومو خلکو چې غوښتل هغه ماشوم ووژني، هغه مړه شوي دي.» ۲۱نو هغه پاڅېد او ماشوم او د هغه مور یې د ځان سره واخیستل او د اسراییلو وطن ته لاړل. ۲۲خو کله چې یوسف واورېدل چې آرکلائوس د خپل پلار هیرودیس په ځای د یهودیې پاچا شوی دی، نو هلته د تللو څخه ووېرېد، خو څرنګه چې په خوب کې هغه ته خبرداری ورکړل شوی ؤ نو د جلیل سیمې ته لاړ ۲۳او د ناصرې په نوم په یو ښار کې اوسېده. نو په دې ډول د پیغمبرانو هغه وینا رښتیا شوه چې ویلي یې وو: «هغه ته به ناصري ویل کیږي.»