کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱دَ آسمان بادشاهى دَ دے په شان ده چه يو ځلے دَ مزکے يو مالک وو. يو سحر هغه دَ کور نه ووتو چه دَ خپلو دَ انګُورو دَ باغ دَ پاره مزدُوران ونيسى. ۲اَؤ چه کله ئے دَ ورځے مزدُورى ورسره مقرره کړه نو هغوئ ئے کار ته وليږل. ۳کچه غرمه چه هغه بهر ووتو نو په بازار کښے ئے يو څو وزګار کسان نور وليدل. ۴هغوئ ته ئے ووئيل چه ځئ دَ هغه نورو مزدُورانو سره دَ انګُورو په باغ کښے کار وکړئ اَؤ زَۀ به تاسو ته مناسبه مزدُورى در کړم. ۵نو دوئ لاړل. غرمه اَؤ ماسپښين هغه بيا بهر ووتو اَؤ هغه شان بندوبست ئے وکړو. ۶دَ نمر پريوتو نه يوه ګينټه مخکښے هغه بيا ووتو اَؤ يوه بله ډله ئے وزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چه تاسو ولے ټوله ورځ داسے خوشى ګرزئ اَؤ هيڅ کار نۀ کوئ؟ ۷هغوئ ورته ووئيل چه مُونږ ته چا دَ څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ووئيل چه ځئ، تاسو هم دَ نورو سره دَ انګورو په باغ کښے يو ځائے شئ. ۸چه ماښام شو نو دَ باغ مالک خپل ناظِر ته ووئيل چه مزدُوران راوغواړه اَؤ دَ هغوئ مزدُورى ورکړه، دَ وروستئ ډلے نه شروع کړه اَؤ په وړُومبئ ئے ختمه کړه. ۹چا چه دَ ماښام نه يوه ګينټه اول کار شروع کړے وو هغوئ ورغلل اَؤ ورته ئے دَ پُوره ورځے مزدُورى ورکړه. ۱۰اَؤ هر کله چه دَ وړُومبو مزدُورانو وار راغے نو دَ هغوئ دا طمع وه چه څۀ به زيات ومُومى، خو هغوئ ته هم هغه څۀ ورکړے شول څومره چه نورو ته ورکړى شوى وُو. ۱۱هغوئ چه مزدُورى واخسته نو دَ کور مالک ته وګوريدل چه ۱۲دے وروستنو خو يوه ګينټه کار کړے دے اَؤ مُونږ سره دِ يو برابر کړل چا چه ټوله ورځ په سره غرمه دَ ځانه خولے ايستے دى! ۱۳هغۀ يو ته مخ راواړَوو اَؤ وئے وئيل، زما ملګريه! ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا دَ ورځے په مزدُورئ راسره فيصله نۀ وه کړے څۀ؟ ۱۴خپله مزدُورى واخله اَؤ کور ته ځه. دا زما خوښه ده چه ورستنى سړى ته هم هغه څۀ ورکړم څۀ چه مے هم تا ته درکړى دى. ۱۵دا زما اِختيار نۀ دے څۀ چه زَۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دے راته په بد نظر ګورے چه زَۀ سخى يم؟ ۱۶دغه شان ورستنے وړُومبے شى اَؤ وړُومبے ورستنے.
۱۷عيسىٰ بيتُ المُقدس ته روان وو اَؤ په لاره ئے دولس مُريدان ځان له کړل اَؤ ورته ئے ووئيل، ۱۸”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ اِبن آدم به مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو ته په حواله کړے شى. هغوئ به پرے دَ قتل حُکم وکړى، ۱۹اَؤ غيرو خلقو ته به ئے حواله کړى چه هغوئ به ورپورے ټوقے وکړى، په کروړو به ئے ووهى اَؤ په سولئ به ئے وخيژوى، اَؤ په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“
۲۰بيا دَ زبدى دَ زامنو مور دَ خپلو زامنو سره ورغله، په سجده ورته پريوته اَؤ سوال ئے ورته وکړو.
۲۱عيسىٰ ورته ووئيل، ”تۀ څۀ غواړے؟“ هغے ورته ووئيل چه ”زَۀ دا غواړم چه ستا په بادشاهئ کښے دِ زما دواړه زامن ستا په څنګ کښے ناست وى، يو ستا ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته“ ۲۲عيسىٰ هغه ورُوڼو ته مخ ورواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو چه څۀ غواړئ په هغے نۀ پوهيږئ. کُوم دَ مُصيبتونو کنډول چه زَۀ ئے څښُونکے يم آيا تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”هو، مُونږ ئے څښے شُو.“ ۲۳بيا هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو به بے شکه زما کنډول وڅښئ خو دا زما په اِختيار کښے نۀ دے چه څوک خپل ښى اَؤ ګس لاس ته کښينوم، دا دَ هغه چا په برخه دى چه زما پلار ورته مقرر کړى دى.“
۲۴کله چه هغه نورو لسو دا واؤريدل نو هغوئ دَ هغه دوؤ ورُوڼو نه خفه شول. ۲۵نو عيسىٰ هغوئ راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو ته پته ده چه په دُنيا کښے دَ غيرو قومونو حاکمان دوئ دَ خپل قابو لاندے ساتى اَؤ دَ هغوئ اميران پرے زور ښئى. ۲۶خو په تاسو کښے دِ داسے نۀ وى. په تاسو کښے چه څوک لوۓ کیدل غواړی هغه دِ ستاسو خادم شی ۲۷هر هغه څوک چه په تاسو کښے دَ ټولو نه وړُومبے کيدل غواړى هغه دِ په خپله خوښه دَ ټولو غلام شى. ۲۸لکه چه اِبن آدم دَ دے دَ پاره نۀ دے راغلے چه دَ هغۀ خدمت دِ وکړے شى بلکه دَ نورو خدمت دِ وکړى اَؤ خپل ژوند دِ دَ ډيرو دَ پاره قُربان کړى.“
۲۹کله چه هغوئ دَ يريحو نه وتل نو ډير خلق ورپسے روان وُو. ۳۰دَ لارے په غاړه دوه ړاندۀ سړى ناست وُو. هغوئ چه دا واؤريدل چه عيسىٰ په دے لاره تيريږى نو هغوئ چغے کړے، ”اَئے مالکه! په مُونږ رحم وکړه! دَ داؤد زويه!“ ۳۱خلقو وزورل اَؤ ورته ئے ووئيل چه غلى شئ. خو هغوئ نورے هم چغے کړے چه ”مالکه! په مُونږ رحم وکړه! اَئے دَ داؤد زويه!“ ۳۲عيسىٰ ودريدو اَؤ هغوئ ئے راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو زما نه څۀ غواړئ؟“ ۳۳هغوئ ووئيل مالکه! مُونږ خپل نظر غواړُو.
۳۴دَ عيسىٰ زړۀ پرے ډير وسوزيدو اَؤ دَ هغوئ سترګو له ئے لاس وروړو اَؤ هغوئ سمدستى بينا شول اَؤ ورپسے روان شول.