۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

شپږويشتم باب

دَ عيسىٰ دَ قتل سازش

مرقوس ۱۴ :  ۱ ـ ۲، لُوقا ۲۲ :  ۱ ـ ۲، يوحنا ۱۱ :  ۴۵ ـ ۵۳

۱کله چه عيسىٰ خپلے خبرے خلاصے کړے نو خپلو مُريدانو ته ئے ووئيل، ۲”تاسو خبر يئ چه دوه ورځے پس به دَ فسح اختر وى، اَؤ اِبن آدم به په سولئ کولو ته وسپارلے شى.“

۳بيا مشران کاهنان اَؤ دَ قوم مشران دَ مشر کاهن کائفا په ماڼئ کښے جرګه شول. ۴اَؤ هلته هغوئ دا سازش کولو چه عيسىٰ په څۀ ټګئ ونيسُو اَؤ مړ ئے کړو. ۵خو هغوئ ووئيل چه ”دا دِ دَ اختر په ورځ نۀ وى، ګنى په خلقو کښے به فساد خور شى.“

دَ عيسىٰ په سر عطر اچول

مرقوس ۱۴ :  ۳ ـ ۹، يوحنا ۱۲ :  ۱ ـ ۸

۶عيسىٰ دَ شمعُون جُذامى په کور کښے په بيتِ عيناه کښے وو، ۷چه يوه ښځه راغله چه دَ مرمرو په عطردان کښے ورسره قيمتى خوشبُويه عطر وُو، اَؤ څنګه چه هغه خوراک ته کښيناستو هغے ورله په سر عطر واچول. ۸مُريدانو چه دا وليدل نو زهير شول. هغوئ ووئيل، ”دا دِ ولے ضائع کړل؟ ۹دا خو به په ډيره بيعه خرڅ شوے وے اَؤ پيسے به ئے دَ چا خوارانو په کار شوے وے.“

۱۰عيسىٰ په دے خبر وو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”تاسو دا ښځه ولے تنګوئ؟ هغے راسره ډير ښۀ کړى دى. ۱۱خواران خو به تل تاسو سره وى خو زَۀ به درسره هميشه نۀ يم. ۱۲هغے چه دا عطر زما په بدن واچول نو زَۀ ئے دَ ښخولو دَ پاره تيار کړم. ۱۳زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر چرته چه په دُنيا کښے دا زيرے خوريږى نو څۀ چه هغے وکړل نو دا به هم په دے ياديږى.“

دَ يهوداه اسکريوتى مُخبرى

مرقوس ۱۴ :  ۱۰ ـ ۱۱، لُوقا ۲۲ :  ۳ ـ ۶

۱۴په دولسو مُريدانو کښے يو چه نُوم ئے يهوداه اسکريوتى وو، مشرانو کاهنانو ته لاړو. ۱۵اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که زَۀ په عيسىٰ مُخبرى وکړم نو تاسو به ما ته څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورته ديرش دَ سپينو زرو سکے ورکړلے. ۱۶دَ هغه وخت نه پس هغه دَ مُخبرئ دَ موقعے په تلاش کښے وو.

دَ مُريدانو سره فسح خوړل

مرقوس ۱۴ :  ۱۲ ـ ۲۱، لُوقا ۲۲ :  ۷ ـ ۱۴، ۲۱ ـ ۲۳، يوحنا ۱۳ :  ۲۱ ـ ۳۰

۱۷دَ پتيرے ډوډئ اختر په وړُومبئ ورځ عيسىٰ ته مُريدان راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ستا کُوم ځائے خوښ دے چه مُونږ په کښے تا ته دَ فسح خوراک تيار کړُو؟“ ۱۸هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”په ښار کښے فلانى سړى ته ورشئ اَؤ ورته ووايئ چه اُستاذ وائى چه زما مقرر وخت رانزدے دے، زَۀ به دَ مُريدانو سره ستا په کور کښے دَ فسح اختر کوم.“ ۱۹مُريدانو دَ عيسىٰ دَ وينا په مُطابق کار وکړو اَؤ فسح ئے تيار کړو.

۲۰ماښام هغه دَ دولسو مُريدانو سره کښيناستو. ۲۱اَؤ دَ ډوډئ په وخت هغۀ ورته ووئيل، ”زَۀ درته رښتيا وايم چه په تاسو کښے به يو زما مُخبرى کوى.“

۲۲هغوئ په ډيره فکرمندئ سره يو يو ورته ووئيل، ”مالکه! تۀ ما يادوے څۀ؟“

۲۳هغۀ جواب ورکړو، ”چا چه زما سره په دے تالئ کښے لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى. ۲۴دَ اِبن آدم په حق کښے چه په صحيفو کښے څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو اَفسوس په هغه سړى دے چه په اِبن آدم مُخبرى کوى! که هغه سړے پيدا شوے نۀ وئے نو دَ هغۀ په حق کښے به ډيره ښۀ وه.“

۲۵بيا يهوداه، څوک چه مُخبر وو ورته ووئيل، ”ربى! تۀ ما يادوے څۀ؟“

عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دا ستا وينا ده.“

دَ عشا ربانى

مرقوس ۱۴ :  ۲۲ ـ ۲۶، لُوقا ۲۲ :  ۱۴ ـ ۲۰، ۱ کورنتيانو۱۱ :  ۲۳ ـ ۲۵

۲۶دَ خوراک په دوران کښے عيسىٰ ډوډئ واخسته اَؤ په شکر ئے ما ته کړه اَؤ مُريدانو ته ئے ورکړه اَؤ وئے وئيل چه ”دا واخلئ اَؤ وئے خورئ، دا زما وجُود دے.“

۲۷بيا ئے کنډول راواخستو، دَ خُدائے شکر ئے پرے وويستو اَؤ په دے وينا سره ئے هغوئ ته ورکړو چه ”دَ دے نه ټول وڅښئ. ۲۸ځکه چه دا زما وينه ده چه دَ خُدائے وعده قائموى اَؤ دَ ډيرو خلقو دَ ګُناهونو دَ معافئ دَ پاره توئيږى. ۲۹زَۀ تاسو ته دا وايم چه زَۀ به بيا تر هغے دَ انګورو اوبۀ ونۀ څښم تر څو چه دَ خپل پلار په بادشاهئ کښے تاسو سره تازه ونۀ څښم.“

۳۰دَ خُدائے دَ حمد وئيلو نه پس دوئ دَ ښونانو غرۀ ته لاړل.

دَ پطروس دَ اِنکار په حقله پيشن ګوئى

مرقوس ۱۴ :  ۲۷ ـ ۳۱، لُوقا ۲۲ :  ۳۱ ـ ۳۴، يوحنا ۱۳ :  ۳۶ ـ ۳۸

۳۱بيا عيسىٰ دوئ ته ووئيل چه ”نن شپه به تاسو ټول زما په وجه تيندک خورئ ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه :  ”زَۀ به شپُونکے پرے باسم اَؤ دَ هغۀ دَ کنډک ګډے به خورے ورے شى.“ ۳۲خو هر کله چه زَۀ بيا پاڅولے شم نو زَۀ به ستاسو نه وړاندے ګليل ته لاړ شم.“

۳۳پطروس په جواب کښے ووئيل، ”ستا په وجه که بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زَۀ به ئے هيچرے ونۀ خورم.“

۳۴عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”زَۀ تا ته وايم چه نن شپه دَ چرګ دَ بانګ نه آګاهو به تۀ درے ځله زما نه اِنکارى شے.“

۳۵پطروس ورته ووئيل، ”که زَۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرے اِنکارى نۀ شم.“ اَؤ ټولو مُريدانو هم داسے اِقرار وکړو.

دَ ګيتسمنئے په باغ کښے دُعا کول

مرقوس ۱۴ :  ۳۲ ـ ۴۲، لُوقا ۲۲ :  ۳۹ ـ ۴۶

۳۶نو بيا عيسىٰ سره دَ مُريدانو ګيتسمنئے نُومے ځائے ته راغے اَؤ هلته ئے هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو دلته کښينئ، زَۀ په دغه ځائے کښے دُعا کوم.“ ۳۷هغۀ پطروس اَؤ دَ زبدى زامن دَ ځان سره کړل، نو ډير غمژن شو اَؤ په زړۀ ئے تيارۀ شوله. ۳۸اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”زما زړۀ دَ غمه چوى، دلته ودريږئ اَؤ ما سره بيدار اوسئ.“

۳۹هغه يو څو قدمه لاړو، پړ مخے پريوتو اَؤ دا دُعا ئے وکړه چه ”زما پلاره! که کيدے شى نو دا پياله رانه تيره کړه، خو داسے نه لکه چه ئے زَۀ غواړم بلکه داسے لکه چه ستا رضا ده.“

۴۰دَئے مُريدانو له راغے اَؤ هغه ئے اُودۀ وليدل اَؤ هغۀ پطروس ته ووئيل، ”ښه! تاسو ما سره يوه ګينټه قدرے هم بيدار نۀ شوئ پاتے کيدے؟ ۴۱بيدار شئ! اَؤ دُعا وکړئ چه تاسو په لمسُون کښے پرے نۀ وزئ. رُوح خو تيار دے خو وجُود کمزورے دے.“ ۴۲هغه په دويم ځل لاړو اَؤ دُعا ئے وغوښته چه ”زما پلاره! که چرے دا پياله زما دَ څښلو نه بغير نۀ شى تيريدے نو ستا رضا دِ وشى.“ ۴۳هغه بيا راغے اَؤ هغوئ ئے بيا اُودۀ وموندل ځکه چه دَ هغوئ سترګے درنے شوے وے ۴۴بيا هغۀ هغوئ پريښودل اَؤ لاړو اَؤ په دريم ځل ئے دُعا وغوښتله اَؤ هغه مخکښنئ خبرے ئے بيا وکړے. ۴۵بيا هغه مُريدانو له راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لا هغسے اُودۀ يئ، هغسے لا آرام کوئ؟ وخت راغلے دے، اِبن آدم دَ ګُناه ګارانو لاس ته په حواله کيږى. ۴۶پاڅئ چه لاړ شُو، ګورئ زما مُخبر رارسيدلے دے.“

دَ عيسىٰ مُخبرى اَؤ نيول

مرقوس ۱۴ :  ۴۳ ـ ۵۰، لُوقا ۲۲ :  ۴۷ ـ ۵۳، يوحنا ۱۸ :  ۳ ـ ۱۲

۴۷عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه له دولسو مُريدانو نه يهوداه راغے چه ورسره ډير خلق وُو سره دَ تُورو اَؤ دَ کوتکُونو چه مشرانو کاهنانو اَؤ دَ قوم مشرانو راليږلى وُو. ۴۸مُخبر هغوئ ته دا نخښه ښوولے وه، ”څوک چه زَۀ ښکل کړم هم هغه دے، وئے نيسئ.“

۴۹سمدستى يهوداه راوړاندے شو، وئے وے چه ”رَبى سلام!“ اَؤ ښکل ئے کړو.

۵۰عيسىٰ جواب ورکړو، ”ملګريه! څۀ چه کول غواړے کوه.“ هغوئ بيا رامخکښے شول، عيسىٰ ته ئے لاس ورواچوو اَؤ وئے نيولو. ۵۱په هغه وخت کښے دَ عيسىٰ په ملګرو کښے يو تُورے ته لاس کړو راوئے کښله اَؤ دَ مشر کاهن په غُلام ئے ګُزار وکړو اَؤ دَ هغۀ غوږ ئے پريکړو. ۵۲خو عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”خپله تُوره په تيکى کښے کيږده. څوک چه تُوره چلوى په تُورو مرى. ۵۳آيا تا دا ګُمان کړے دے چه زَۀ ګنى خپل پلار ته سوال نۀ شم کولے چه سمدستى دَ فرښتو دولس لښکرے زما مدد ته راواستوى؟ ۵۴نو بيا دَ صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چه په کښے وئيلى شوى دى چه دا به خامخا کيږى؟“

۵۵هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته ووئيل چه ”تاسو ما ډاکو ګڼئ چه دَ تُورو اَؤ کوتکُونو سره زما په نيولو پسے راغلى يئ؟ ما به هره ورځ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکاوو خو تاسو په ما لاس نه دے پورته کړے. ۵۶خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چه هغه څۀ رښتيا ثابت شى کُوم چه نبيانو ليکلى دى.“ بيا ټولو مُريدانو هغه پريښودو اَؤ وتښتيدل.

دَ جرګے په وړاندے پيشى

مرقوس ۱۴ :  ۵۳ ـ ۶۵، لُوقا ۲۲ :  ۵۴ ـ ۵۵، ۶۳ ـ ۷۱، يوحنا ۱۸ :  ۱۳ ـ ۱۴، ۱۹ ـ ۲۴

۵۷عيسىٰ نيولے تړلے دَ مشر کاهن کائفا کور ته بوتلے شو چرته چه دَ شرعے عالمان اَؤ مشران راټول وُو. ۵۸پطروس ورپسے وروستو وروستو په څۀ فاصله روان وو تر دے چه دَ مشر کاهن دَ کور غولى ته راورسيدو، اَؤ چه دَ ننه لاړو نو دَ خادمانو سره کښيناستو. مطلب ئے دا وو چه دَ دے هر څۀ انجام ووينى. ۵۹مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے جرګے دا کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ خلاف څۀ غلط جُرم ثابت کړى چه قتل ئے کړى. ۶۰خو هغوئ په داسے جُرم پيدا کولو کښے پاتے راغلل سره دَ دے چه ډير کسان دَ دروغو ګواهئ ته راوړاندے شول. آخر دوؤ سړو دا ګواهى وکړه چه ۶۱”دَۀ وئيلى وُو چه زَۀ دَ خُدائے کور نړولے شم اَؤ په دريو ورځو کښے ئے بيا ودانولے شم.“ ۶۲په دے مشر کاهن پاڅيدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ دے ګواهانو دَ اِلزام خلاف تا سره څۀ جواب نِشته څۀ؟“ ۶۳خو عيسىٰ چپ پاتے شو. نو بيا مشر کاهن ووئيل چه ”زَۀ دَ ژوندى خُدائے سوګند درکوم چه ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، دَ خُدائے زوئے ئے که نه؟“ ۶۴عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دا ستا وينا ده، خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ نن نه پس به تاسو اِبن آدم دَ خُدائے ښى لاس ته ناست اَؤ دَ آسمان په وريځو کښے په راتلو ووينئ.“ ۶۵په دے وينا مشر کاهن خپلے جامے وشلولے اَؤ وئے وئيل چه ”دَئے کُفر وائى! دَ دے نه پس هم دَ نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو دا کُفر واؤريدو. ۶۶ستاسو څۀ رائے ده؟“

هغوئ جواب ورکړو چه ”دَئے مُجرم دے، قتل دِ کړے شى.“ ۶۷بيا هغوئ دَ هغۀ په مخ وتُوکل اَؤ په سوکُونو ئے ووهلو اَؤ ځنو په څپيړو ووهلو، ۶۸اَؤ وئيل ئے، ”اَئے مسيح! که تۀ په رښتيا نبى ئے نو دا راته ووايه چه چا ووهلے.“

دَ پطروس دَ عيسىٰ نه مُنکريدل

مرقوس ۱۴ :  ۶۶ ـ ۷۲، لُوقا ۲۲ :  ۵۶ ـ ۶۲، يوحنا ۱۸ :  ۱۵ ـ ۱۸، ۲۵ ـ ۲۷

۶۹په دے دوران کښے پطروس بهر په غولى کښے ناست وو چه يوه وينځه ورغله اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تۀ خو هم دَ ګليل دَ عيسىٰ سره وے.“

۷۰خو پطروس دَ ټولو په مخکښے مُنکر شو اَؤ دا ئے وئيل چه ”نۀ پوهيږم، دا تاسو څۀ وايئ؟“ ۷۱بيا هغه دَ ډيوډئ په لور روان شو اَؤ هلته يوے بلے وينځے چه هغه وليدو نو موجُودو خلقو ته ئے وئيل چه ”دا سړے هم دَ عيسىٰ ناصرى سره وو.“ ۷۲يو ځل بيا هغه مُنکر شو اَؤ په سوګندونو شو چه ”زَۀ دا سړے نۀ پيژنم.“ ۷۳څۀ شيبه پس يو څو تماشګير راغلل اَؤ پطروس ته ئے ووئيل چه ”يقيناً تۀ دَ هغوئ نه يو يئے ځکه چه ستا دَ لهجے نه دا معلُوميږى.“

۷۴په دے هغه په ښيرو سر شو اَؤ قَسمونه ئے وخوړل چه ”زَۀ دا سړے نۀ پيژنم.“ په دغه وخت يو چرګ بانګ ووئيلو. ۷۵اَؤ پطروس ته دَ عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چه وئيلى ئے وُو چه ”دَ چرګ دَ بانګ نه مخکښے به تۀ زما نه درے ځله اِنکارى شے.“ هغه بهر ووتو اَؤ په چغو چغو ئے وژړل.