۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

شپږم باب

دَ خيرات په حقله تعليم

۱خبردار چه دَ خپلے ديندارئ نمائش دَ خلقو په مخکښے ونۀ کړئ. که تاسو داسے وکړئ نو ستاسو دَ آسمانى پلار سره هيڅ اَجر نشته.

۲هر کله چه تاسو څۀ خيرات کوئ نو ډنډوره کوئ ئے مه، لکه څنګه چه ئے رياکاران په عبادت خانو اَؤ کُوڅو کښے کوى چه خلق ئے وستائى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره موندلے دے. ۳نه! تاسو چه کله خيرات کوئ نو په داسے شان چه ګس لاس مو په دے خبر نۀ شى چه ستاسو ښئ لاس څۀ کوى. ۴ستاسو نيکئ دِ خامخا په پړده کښے وى اَؤ ستاسو آسمانى پلار چه دا هر څۀ وينى چه تاسو ئے په پړده کښے کوئ، هغه به دَ دے بدل درکوى.

دَ دُعا په حقله تعليم

لُوقا ۱۱ :  ۲ ـ ۴

۵بيا دا چه تاسو چه کله دُعا کوئ نو دَ رياکارانو په شان مه جوړيږئ! هغوئ دا ډيره خوښوى چه په عبادت خانو اَؤ چوکونو کښے دَ دُعا دَ پاره ودريږي چه هر څوک ئے ووينى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پوره ومُوندلو. ۶کله چه تاسو دُعا کوئ نو خپلے کوټے ته ننوزئ، ور پورے کړئ اَؤ خپل پلار ته په زارو شئ، څوک چه دَ پړدے په دغه ځائے کښے موجُود دے. اَؤ ستاسو آسمانى پلار څوک چه پټ رازُونه وينى، هغه به بدل درکوى. ۷تاسو په دُعا کښے دَ نورو قومُونو په شان تکرار مه کوئ، دَ چا چه دا خيال دے چه دَ ډيرو وئيلو په وجه به دَ هغوئ واؤريدے شى. ۸دَ هغو پيښے مه کوئ ستاسو آسمانى پلار ستاسو دَ غوښتو نه مخکښے ستاسو په حاجتُونو خبر دے. ۹نو داسے دُعا کوئ : 

اَے په آسمان کښے زمُونږ پلاره!

ستا نُوم دِ پاک وى.

۱۰ستا بادشاهئ دِ راشى.

ستا مرضى دِ په مزکه پُوره شى

څنګه چه په آسمان کښے پُوره کيږى.

۱۱مُونږ ته نن خپل نننئ رزق راکړه.

۱۲زمونږ قُصُورونه معاف کړه

لکه څنګه چه مُونږ خپل قصُوروار معاف کړى دى.

۱۳اَؤ مُونږ په آزميښت کښے مه اچوه،

خو مُونږ له دَ بدئ نه امان راکړه.

ولے چه بادشاهئ اَؤ قدرت

اَؤ لوئى تر هميشه پورے ستا دى. آمين.

۱۴ځکه چه که تاسو دَ هغه چا قصُور معاف کړئ چا چه درسره بد کړى وى، نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى. ۱۵خو که چرے تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو قصُورُونه به هم ستاسو آسمانى پلار معاف نۀ کړى.

دَ روژے په بابت تعليم

۱۶اَؤ دا هم چه هر کله چه تاسو روژه نيسئ نو دَ رياکارانو په شان ځانُونه خفه مه ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخُونه ځکه ورانوى چه خلق ووائى چه ګنى دَ دوئ روژه ده. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره مُوندلے دے. ۱۷خو هر کله چه روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ اَؤ مخ وينځئ، ۱۸دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه ګنى ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چه په پړده کښے دے اَؤ ستا پلار چه په رازُونو آګاه دے، هغه به تا ته ستا اَجر درکړى.

دَ آسمان خزانے

لُوقا ۱۲ :  ۳۳ ـ ۳۴

۱۹په مزکه ځان ته خزانے مه جمع کوئ چرته چه هغه بزے وهى اَؤ زنګ کيږي اَؤ غلۀ ورپسے کنډر کوى اَؤ پټوى ئے. ۲۰خپل ځان ته خزانے په آسمان کښے جمع کوئ چرته چه نۀ بزے شته اَؤ نۀ زنګ چه دا خرابے کړى، اَؤ نۀ غلۀ ورپسے کنډر وکړى اَؤ په غلا ئے يوسى. ۲۱ځکه چه چرته ستا خزانه وى هلته به دِ زړۀ وى.

دَ جُسے رڼا

لُوقا ۱۱ :  ۳۴ ـ ۳۶

۲۲سترګے دَ وجُود ډيوے دى. که ستا سترګے جوړے وى نو ستا ټول وجُود به رڼا وى. ۲۳که سترګے دِ خرابے وى نو ستا ټول وجُود به په تيارۀ کښے وى. پس کُومه رڼا چه په تا کښے ده، که هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئے تور تم دے!

دَ خدائے مال

لُوقا ۱۶ :  ۱۳، ۱۲ :  ۲۲ ـ ۳۱

۲۴يو غُلام هم دَ دوؤ مالکانو خدمت نۀ شى کولے. يا خو به هغه دَ يو نه کرکه کوى اَؤ دَ بل سره مينه، اَؤ يا به هغه دَ يو وفادار وى اَؤ دَ بل به هيڅ خيال نۀ ساتى. تاسو دَ خدائے اَؤ دَ دولت دواړو يو ځائے خدمت نه شئ کولے.

۲۵ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خپل ژوند دَ پاره دَ خوراک څښاک سودا پريږدئ اَؤ دَ ځان پټولو دَ پاره دَ جامو غم مه کوئ. آيا ژوند دَ خوراک څښاک نه اَؤ وجود دَ جامو نه افضل نۀ دے؟ ۲۶دَ هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کرى اَؤ نۀ ريبى اَؤ نۀ ئے خمبُو کښے جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. تاسو دَ مارغانو نه ډير غوره يئ! ۲۷په تاسو کښے داسے څوک شته چه هغه په انديښنو خپل ژوند يو ساعت قدرے زيات کړى؟

۲۸بيا دَ جامو انديښنے دَ څۀ دَ پاره؟ لږ فکر خو وکړئ چه سوسن څنګه په پټو کښے راټُوکيږي، هغوئ نۀ خو کار کوى اَؤ نۀ وريشى. ۲۹خو بيا هم زَۀ تاسو ته دا وايم چه سليمان سره دَ خپلے ټولے دبدبے دَ دوئ په شان جامے نۀ وے اغوستلے. ۳۰که چرے خدائے هغه واښۀ چه نن شته اَؤ صبا په تنُور کښے سوزولے شى، هغو ته دا رنګ جامے اغوستولے شى، نو هغه به تاسو بے جامے ساتى څۀ؟ ستاسو عقيدے څومره کمزورے دى!

۳۱نو دا انديښنے مه کوئ چه څۀ به وخورُو يا څۀ به وڅښُو يا څۀ به اغُوندُو، ۳۲په دے ټولو څيزونو پسے نور قومونه زغلى. ځکه چه ستاسو آسمانى پلار پوهيږي چه تاسو ته دَ هر څۀ حاجت دے. ۳۳تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى. ۳۴ځکه دَ صبا غم مۀ کوئ، صبا به خپل غم په خپله کوى. دَ نن دَ پاره نننے غم کافى دے.