فصل قبلی

د ناحوم نبي کتاب

لومړی فصل

۱ څښتن دا پیغام چې د نینوا په هکله دی، په رویا کې ناحوم ته چې د القوش د کلي څخه ؤ، ورکړ.

په نینوا باندې د څښتن قهر

۲ غیرتي دی څښتن او دی

بدل اخیستونکی خدای

څښتن اخلي بدل او دی غضبناک

څښتن بدل اخلي د خپلو رقیبانو څخه

او تل وي په قهر خپلو دښمنانو ته

۳ نه په قهریږي څښتن زر

خو قدرتمند دی هغه

هېڅکله نه پرېږدي بې له سزا ګناهکار

چېرته چې ګرځي څښتن

نو شي راپورته تېز باد او توفانونه

دي ورېځې د هغه د پښو خاورې

۴ کوي حکم بحیرې ته او وچوي هغه

وچوي هغه ټول سیندونه

وچوي ځمکې د باشان د سیمې

او ونې د کرمل د غره

او مړاوي کوي هغه ګلان د لبنان

۵ غرونه لړزیږي د څښتن حضور کې

غونډۍ شي ورانې او هوارې

د هغه په مخکې ځمکه شي په لړزان

په رېږدېدو شي جهان او په کې ټول خلک

۶ څوک ودرېدلی شي د هغه د قهر په وړاندې؟

څوک شي زغملی سخت قهر د هغه؟

نازلیږي د هغه غضب لکه د اور په شان

د هغه په مخکې ټوټې ټوټې شي ګټان

۷ نېک دی څښتن

د تکلیف په وخت کې قوي کلا ده هغه

کوي پام په هغو خلکو باندې

چې راوړي پناه هغه ته

۸ خو تباه کوي خپل رقیبان هغه

د سخت سېلاب په شان

تعقیبوي خپل دښمنان تیاره کې

۹ څه دسیسه جوړوئ تاسو د څښتن په وړاندې؟

هغه به تاسو کړي برباد په پوره توګه

مخالفت کولای نه شي بیا د هغه سره څوک

۱۰ لکه تاو شویو اغزیو په شان

وي به نشه هغوی خپلو شرابو باندې

هغوی به وسوځي د وچو بوسو په شان

۱۱ ای نینوا، ستا نه به یو څوک پیدا شي چې د څښتن په وړاندې به دسیسې جوړوي او بېځایه مشورې به ورکوي.

۱۲ څښتن خپل قوم ته داسې وایي: «که څه هم آشوریان قوي او ډېر زیات دي، خو هغوی به له منځه لاړ شي او ورک به شي. که څه هم ما تاسو وکړولئ، خو بیا به داسې نه کوم. ۱۳ اوس به زه ستاسو د غاړو نه د آشوریانو جغ لرې کړم او ستاسو زولنې به ماتې کړم.

۱۴ څښتن د آشوریانو په هکله داسې حکم کوي: «ای نینوا! ته به اولادونه ونه لرې چې ستا نوم ورباندې یاد شي. زه به هغه د لرګي او فلزي بتان له منځه یوسم چې د هغوی د خدایانو په عبادتځایونو کې دي. زه د آشوریانو دپاره قبرونه تیاروم، ځکه هغوی د دې لایق نه دي چې ژوندي اوسي!»

۱۵ ګورئ، په غرونو باندې یو پیغام رسوونکی د یو زیري سره راروان دی! هغه راروان دی چې د سولې او سلامتۍ اعلان وکړي! ای د یهودا خلکو، خپل جشنونه ولمانځئ او خپلې وعده شوې نذرانې وړاندې کړئ. هغه بدکاره آشوریان به نور ستاسو په وطن باندې حمله نه کوي. هغوی به بیخي تباه شي!

فصل قبلی