کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱-۲ د همدې میاشتې په څلورویشتمه ورځ د اسراییلو قوم سره راټول شو چې روژه ونیسي، د دې دپاره چې د خپلو ګناهونو په خاطر خپل خفګان څرګند کړي. هغوی له پخوا نه خپل ځانونه د ټولو پردیو قومونو څخه بېل کړي وو. هغوی د خفګان د نښې په توګه د ویر کالي اغوستي وو او په خپلو سرونو باندې یې خاورې اچولې وې. بیا هغوی ودرېدل او په هغو ګناهونو باندې یې اقرار وکړ چې دوی او د دوی نیکونو کړي وو. ۳ هغوی درې ساعته ولاړ وو او د خپل څښتن خدای تورات ته یې غوږ نیولی ؤ او درې ساعته نور یې په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړ او د خپل څښتن خدای عبادت یې وکړ.
۴ یشوع، باني، قدمي ییل، شبنیا، بوني، شربیا، باني او کناني په هغه منبر باندې ودرېدل چې د لاویانو دپاره ؤ او په لوړ اواز یې خپل څښتن خدای ته زارۍ وکړې.
۵ دغو نورو لاویانو خلکو ته د عبادت دپاره بلنه ورکړه: یشوع، قدمي ییل، باني، حشبنیا، شربیا، هودیا، شبنیا او فتحیا. هغوی وویل:
پاڅېږئ وکړئ ستاینه د خپل څښتن خدای
ستاینه وکړئ د هغه د تل دپاره
هر یو دې وکړي د هغه د جلالي نوم صفت
ثنا دې وي ستا پر جلاله نوم ته
چې لوی دی ټولو صفتونو څخه
۶ ته څښتن یې یوازې ته څښتن یې
تا دي جوړ کړي اسمانونه ټول د ستورو سره
تا پیدا کړې ځمکه، بحیره او هر څه چې دي
هغو کې
تا وربخښلی دی ژوندون ټولو ته
تاته سجده کړي ستا عبادت کړي
اسماني ځواکونه
۷ ته یې هغه څښتن خدای چا چې کړ غوره ابرام
تا راوویست هغه د کلدانیانو د اور د ښار څخه
او د هغه نوم دې ابراهیم کېښود
۸ ته شوې پوه چې هغه تاته وفادار دی
او تا وکړ د هغه سره لوظ
تا وعده وکړه چې اولادې ته د هغه
به ورکړې د کنعانیانو ځمکه
هم د حیتیانو، اموریانو ځمکه
د فرزیانو، یبوسیانو، جرجاشیانو ځمکه
ته ودرېدلې خپله وعده باندې
ځکه چې ته یې وفادار
۹ تا ولید مصر کې زمونږه د نیکونو کړاو
کله چې وو هغوی سرې بحیرې سره
تا واورېدلې چې وهلې هغوی چیغې
د کومک په خاطر
۱۰ تا وښودلې معجزې حیرانوونکې
د فرعون او د هغه د درباریانو خلاف
او د هغه وطن د خلکو خلاف
ځکه ته پوهېدلې چې وکړ څنګه کبرجن چلند
دوی زمونږ نیکونو سره
تا وګټلو داسې نوم چې دی پاتې تر ننه پورې
۱۱ لاره دې جوړه کړه خپل قوم ته د بحیرې په منځ کې
پورې وتل هغوی د بحیرې له لارې په وچه ځمکه باندې
هغوی دې کړل ژورو اوبو ته ګوزار
چې ورپسې وو ستا ولس پسې
ډوب شول داسې لکه تیږه چې شي ډوبه
توفاني بحر کې
۱۲ د ورځې کړه دې لارښوونه ورته
د ستنې په شان ورېځ باندې
روښانوله ورته لاره دې د شپې له خوا نه
په هغه اور باندې چې ؤ د ستنې په شان
۱۳ ته شوې راښکته د سینا غره باندې
دوی ته دې وکړلې خبرې له اسمانه څخه
ورکړله زده کړه دې هغوی ته د باور نه ډکه
ښه قوانین عادلانه دې ورکړل
۱۴ دوی ته دې وښودله خپله سپېڅلې ورځ د سبت
ورته دې ورکړل قوانین او تورات
په وسیله د خدمتګار خپل موسی
۱۵ کله چې وږي شول هغوی
تا ورته ورکړله ډوډۍ له اسمانه څخه
ورته دې ورکړلې د ګټ نه اوبه
چې کله تږي شول
ودې ویل هغوی ته چې ورننوځي
ونیسي هغه ځمکه چې تا قسم کړی ؤ
چې ورته وربه یې کړې
۱۶ خو زمونږ نیکونه شول سرزوري مغرور
سرغړونه یې وکړه ستا د امرونو څخه
۱۷ سرغړونه یې وکړه ستا له اطاعته څخه
هغوی کړې هېرې معجزې چې ښودلې وې تا
هغوی د خپلې سرزورۍ په سبب کړلو یو مشر غوره
چې د مصر غلامۍ ته بېرته بوځي هغوی
خو ته بخښونکی خدای یې
ته مهربانه او رحیم یې ته
نه په قهرېږې ته زر
لویه ده مینه تلپاتې ستا
تا پرېنښودل هغوی
۱۸ حتی جوړ کړ هغوی بت د خوسي په شکل
او ویل یې چې دا هغه خدای دی
چې یې راوویستئ له مصر څخه
ای څښتنه! وکړ څومره سپکاوی ستا هغوی
۱۹ خو تا پرېنښودل هغوی هلته په دښته کې
ځکه ډېر زیات دي رحمونه ستا
لېرې دې نه کړه ورېځ او اور هغوی نه
ورېځ به د ورځې ورته لار ښودله
اور به د شپې رڼا کوله لاره
۲۰ د خپل نېک روح په وسیله دې لارښوونه د هغوی وکړه
تا د خوراک دپاره من ورکاوه او اوبه د څښاک دپاره
۲۱ ودې ساتل هغوی په دښته کې څلوېښت کاله
هېڅکله نه شول دوی محتاج هېڅ شي ته
نه شوې زړې د هغوی جامې هېڅکله
نه پړسېدې د هغوی پښې له درده
۲۲ ورته دې ورکړل پاچاهیانې او قومونه
په هر ځای کې دې اباد کړل هغوی
ویې نیولو د سیحون پاچا حشبون هېواد
هم یې د عوج پاچا باشان هېواد
۲۳ تا ورکړل دومره زیات بچي هغوی ته
دومره لکه چې ستوري وي اسمان کې
تا راوستل هغه وطن ته هغوی
چې د ورکولو دې وعده کړې وه
د هغوی نیکونو سره
۲۴ نو ونیوله هغوی د کنعان خاوره
تا اوسېدونکي کړل مغلوب هغوی ته
د هغه ځای
تا قوت ورکړ خپل قوم ته
چې هرڅه غواړي هغوی
ویې کړي د کنعان خلکو سره
او هم یې پاچاهانو سره
۲۵ ستا قوم ونیول دېوال لرونکي ښارونه
او هم یې ونیوله ځمکه حاصلخیزه
د ډېرو ښو شیانو ډک کورونه
او د لا پخوا نه کیندل شوې د اوبو ذخیرې
ویې نیولې د زیتونو ونې او هم مېوه دارې ونې
او هم د انګور باغونه
وخوړل ټول هغه شیان چې یې غوښتل
شول چاغ خوړلو سره
چې دې ورکړي وو هغوی ته ټول ښه شيان
هغوی ترې خوند واخیست
۲۶ خو نافرمانه شو ستا قوم او شو یاغي د ستا نه
هغوی کړه شا ستا شریعت ته کړل یې مړه ستا نبیان
خبرداری یې چې ورکړی ؤ هغوی ته
چې دروګرځي بیا ستا خواته
هغوی کړی ستا توهین دی هر وخت
۲۷ نو تا په لاس ورکړل هغوی خپلو دښمنانو ته
چې هغوی وکړ بد چلند ورسره
خو هغوی وکړ تاته سوال مرستې ته د خپل تکلیف
په وخت کې
تا دعاګانې د هغوی اسمان نه واورېدلې
د خپل لوی رحم په سبب
ودې لېږل ژغورونکي چې کړي خلاص هغوی
۲۸ کله چې سوله راغله بیا هغوی وکړه ګناه
ستا په خلاف
او تا بیا ورکړل هغوی د دښمنانو لاس ته
چې حکومت وکړي په هغوی باندې
خو بیاهم کله چې وویسته توبه هغوی
ستا نه یې سوال وکړ چې وژغورې دوی
تا په اسمان کې هغه واورېده
او په خپل رحمت دې وژغورل
څو څو ځله هغوی
۲۹ خبرداری دې ورکړ دوی ته چې بېرته راشي
ستا شریعت ته
خو هغوی ونه منل ستا قوانین په خپل غرور کې
که څه هم په قوانینو ستا تلل د ژوندانه لاره ده
خو شول سرزوري او سخت زړي هغوی
او اطاعت یې نه کړ
۳۰ کلونه صبر وکړ تا او خبرداری دې ورکړ
دوی ته په خپل روح باندې په وسیله د نبیانو
خو وو کاڼه ستا خلک، تا پرې حاکم کړل
نور قومونه
۳۱ خو بیاهم د خپل لوی رحمت په سبب
تا پرېنښودل هغوی او نه دې نابود کړل هغوی
ته مهربانه او رحیم خدای یې!
۳۲ ای زمونږ خدایه څومره لوی یې ته
څومره ځواکمن او وېروونکی یې ته
وفادارۍ سره ولاړ یې په خپل لوظ باندې
دغه سختۍ او کړاوونه چې تېر کړي دي مونږ
ستا په نظر کې باید نه شي بې ارزښته ښکاره
له هغې ورځې نه تر ننه پورې چې کامیاب شوي دي
په مونږ د آشور پاچاهان
ډېرې بلاوې نازل شوې په مونږ ټولو په شاهانو
او مشرانو زمونږ
په کاهنانو، نبیانو او نیکونو زمونږ
۳۳ ته وې په حقه چې هر ځل دې راکړه مونږ ته سزا
که څه هم مونږه کړې ګناه خو وفادار یې ته
۳۴ پاچاهانو زمونږ، زمونږ مشرانو، کاهنانو
او نیکونو زمونږ
ستا په شریعت باندې عمل ونه کړ
هغوی ونه نیوه غوږ خبرداریو او حکمونو ته ستا
۳۵ لوی برکت دې ورکړ د پاچاهۍ هغوی ته
هم پرېمانه شتمني او حاصلخېزه ځمکه
خو هغوی نه وکړ عبادت ستا
او نه یې پرېښودلې خپلې بدۍ
۳۶ ګوره مونږ یو نن غلامان
چې دې ورکړې وه زمونږ نیکونو ته
حاصلخېزه ځمکه
چې یې مېوې او ښه فصلونه وخوري
وګوره نن مونږ غلامان یو په کې
۳۷ اخلي پرېمانه حاصلات د ځمکې دا پاچاهان
چې دې ټاکلي دي په مونږ باندې
ځکه چې کړې ده ګناه مونږه
چې یې وي خوښه هرڅه
کړي یې په مونږ او په څارویو زمونږ
لوی مصیبت کې ګرفتار یو مونږ
۳۸ د هغو ټولو پېښو له امله چې وشوې، مونږ د اسراییلو قوم یو لیکل شوی ټینګ لوظ کوو او زمونږ مشران، لاویان او زمونږ کاهنان به په هغه باندې خپل مهرونه ولګوي.