کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲ <کله چې اسراییلیان خېمې ودروي، هر سړی به د خپلې ډلې د بیرغ او د خپلې طایفې د نښان لاندې خېمې ودروي. کمپ دې د مقدسې خېمې په شاوخوا کې جوړ شي.>
۳ د یهودا د کمپ ډلې دې په ختیځ کې د لمرخاته خواته د خپل بیرغ لاندې خېمې ودروي. د یهودا د خلکو مشر د عمیناداب زوی نحشون دی. ۴ د هغه د ډلې شمېر ۷۴۶۰۰ تنه دی.
۱۰ د روبین د کمپ ډلې به په جنوب کې د خپل بیرغ لاندې وي. د روبین د خلکو مشر د شدیئور زوی الیصور دی. ۱۱ د هغه د ډلې شمېر ۴۶۵۰۰ تنه دی.
۱۷ بیا د اولنیو او آخرنیو دوو کمپونو په منځ کې دې لاویان روان شي او مقدسه خېمه دې یوسي. هر کمپ دې په هماغه ترتیب سره روان شي لکه څنګه چې هغوی خېمې ودروي. هر یو به په خپل ځای کې د خپل بیرغ لاندې وي.
۱۸ د افرایم د کمپ ډلې به په لوېدیځ کې د خپل بیرغ لاندې وي. د افرایم د خلکو مشر د عمیهود زوی الیشمع دی. ۱۹ د هغه د ډلې شمېر ۴۰۵۰۰ تنه دی.
۲۵ د دان د کمپ ډلې به په شمال کې د خپل بیرغ لاندې وي. د دان د خلکو مشر د عمیشدای زوی اخیعزر دی. ۲۶ د هغه د ډلې شمېر ۶۲۷۰۰ تنه دی.
۳۲ نو دا د اسراییلو د قوم سرشمېرنه وه چې د هغوی د کورنیو په اساس ترسره شوه. هغه ټول خلک چې په ډلو ډلو په کمپونو کې وو، شمېر یې ۶۰۳۵۵۰ تنه وو. ۳۳ لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ لاویان د نورو اسراییلیانو سره یوځای ونه شمېرل شول.
۳۴ نو د اسراییلو قوم هغه ټول کارونه سرته ورسول چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ. په دې ډول هغوی هر یو د خپل بیرغ لاندې خېمې ودرولې او د خپلې طایفې او خپلې کورنۍ سره روان شو.