۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کتاب

یوویشتم فصل

اسراییلیان کنعانیانو ته په حرمه کې ماتې ورکوي

۱ د عراد کنعانی پاچا د کنعان په جنوب کې اوسېده او کله چې هغه واورېدل چې اسراییلیان د اتاریم کلي ته راروان دي، هغه ورباندې حمله وکړه او د هغو څخه یې ځینې ونیول. ۲ نو اسراییلیانو څښتن ته نذر ومانه: «که چېرې ته مونږ په دې خلکو باندې بریالي کړې، مونږ به هغوی او د هغوی ښارونه بې له کوم شرط څخه تاته وقف کړو او هغوی به له منځه یوسو.» ۳ څښتن د دوی دعا قبوله کړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په کنعانیانو باندې بریالي شي. نو اسراییلیانو هغوی او د هغوی ښارونه بیخي له منځه یووړل او هغه ځای یې د حرمه په نوم یاد کړ.

موسی یو برنجي مار جوړوي

۴ اسراییلیان د هور د غره څخه لاړل او په هغې لارې باندې روان شول چې سرې بحیرې ته تللې ده، د دې دپاره چې د ادوم د سیمې په شاوخوا باندې راوګرځي. خو خلکو په لاره کې خپله حوصله له لاسه ورکړه ۵ او د خدای او موسی په خلاف یې خبرې وکړې. هغوی شکایت وکړ: «مونږه مو ولې د مصر څخه راوویستلو چې په دې دښته کې مړه شو، چېرته چې نه ډوډۍ شته او نه اوبه؟ مونږ نور د دې خراب خوراک څخه تنګ شوي یو!» ۶ بیا څښتن په هغوی باندې زهر لرونکي ماران نازل کړل او ډېر اسراییلیان یې وچیچل او مړه شول. ۷ خلک موسی ته ورغلل او ویې ویل: «مونږ ګناه کړې ده چې د څښتن او ستا په ضد مو خبرې کړې دي. اوس څښتن ته دعا وکړه چې دا ماران لېرې کړي.» نو موسی د خلکو دپاره دعا وکړه. ۸ څښتن موسی ته وویل: «یو فلزي مار جوړ کړه او د یوې پایې په سر باندې یې ځوړند کړه. هرڅوک چې چیچل کیږي، نو کله چې هغه فلزي مار ته وګوري ژوندی به پاتې کیږي.» ۹ نو موسی یو برنجي مار جوړ کړ او هغه یې د یوې پایې په سر باندې ځوړند کړ. هرڅوک به چې مار چیچه هغه به برنجي مار ته کتل، نو ژوندی به پاتې کېده.

موآب ته د اسراییلیانو سفر

۱۰ اسراییلیان روان شول او د اوبوت سره یې خېمې ودرولې. ۱۱ کله چې هغوی د هغه ځای څخه لاړل، د عیی عباریم په دښته کې د موآب د سیمې ختیځ خواته یې خېمې ودرولې، ۱۲ بیا یې د زارد د خوړ په څنګ کې خېمې ودرولې. ۱۳ بیا د هغه ځای څخه روان شول او د ارنون د سیند په شمال کې په هغې دښتې کې یې چې د اموریانو تر سیمې پورې غزېدلې ده، خېمې ودرولې. (ارنون د موآبیانو او اموریانو ترمنځ سرحد ؤ.) ۱۴ له همدې امله د څښتن د جنګونو په کتاب کې ویل شوي دي چې د واهیب ښار او د هغه ویالې د سوفه په سیمه کې دي، د ارنون سیند او ۱۵ د هغه درې د موآبیانو د سرحد تر څنګ پرتې دي او د عار تر ښاره پورې رسېدلې دي.

۱۶ د هغه ځای څخه دوی یو بل ځای ته چې د څاه په نوم یادېده لاړل، یعنې هغه ځای ته چې څښتن موسی ته وویل: «خلک سره راټول کړه چې د څښلو دپاره اوبه ورکړم.» ۱۷ په هغه وخت کې د اسراییلو خلکو دا روحاني سندره وویله:

ای څاه! راوباسه اوبه خپلې

هرکلی به ورته وایو په سندرې

۱۸ هغه څاه چې کیندل شوې شاهزاد ګانو له خوا

او د قوم د مشرانو له خوا

ده کیندل شوې په شاهي امسا

او د هغوی په امساګانو باندې

هغوی له دښتې څخه متانې ته لاړل ۱۹ او د هغه ځای نه نحلي ییل ته لاړل او د نحلي ییل څخه باموت ته ۲۰ او د باموت څخه هغې درې ته لاړل چې د موآبیانو په سیمه کې ده او د پیسګاه د غره لاندې ده او د هغه ځای څخه ښکته دښته لیدل کیږي.

اسراییلیان د اموریانو پاچا سیحون ته ماتې ورکوي

(تثنیه ۲: ۲۶ - ۳۷)

۲۱ د اسراییلو خلکو د اموریانو پاچا سیحون ته استازي ورولېږل چې هغه ته داسې ووایي: ۲۲ «مهرباني وکړئ مونږ پرېږدئ چې ستاسو په هېواد باندې تېر شو. مونږ به خپله لاره نه پرېږدو او ستاسو پټیو او د انګورو باغونو ته به نه ورننوځو او ستاسو د څاه ګانو څخه به هېڅ اوبه ونه څښو. مونږ به په لویه لاره باندې ځو، ترڅو ستاسو د پولې څخه ووځو.» ۲۳ خو سیحون اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه د وطن له لارې سفر وکړي. د دې په ځای، هغه خپل ټول لښکر سره راټول کړ او دښتې ته ووت چې د یاهص ښار ته نژدې په اسراییلیانو باندې حمله وکړي. ۲۴ خو اسراییلیانو خپل ډېر دښمنان په دې جګړه کې ووژل او د هغوی سیمه یې په جنوب کې د ارنون د سیند څخه نیولې په شمال کې د یبوق تر سیند پورې ونیوله. د یبوق بلې خواته د عمونیانو سیمه وه او د هغوی سرحد ډېر قوي ؤ.

۲۵ نو اسراییلیانو د اموریانو ټول ښارونه چې په هغو کې حشبون او د هغه شاوخوا کلي هم شامل وو، ونیول او هلته اوسېدل. ۲۶ حشبون د اموریانو د پاچا سیحون پایتخت ؤ. سیحون د موآب د پخواني پاچا سره جګړه کړې وه او د ارنون د سیند پورې یې د هغه ټوله خاوره نیولې وه. ۲۷ په دې سبب شاعران وایي:

راشئ حشبون ته یعنې ښار ته د سیحون پاچا

غواړو هغه بېرته اباد ووینو

۲۸ په یو وخت کې د حشبون له دغه ښاره

مخکې لاړې د سیحون لښکرې لکه د اور په شان

په موآب کې یې برباد کړ د عار ښار

کړې بربادې یې غونډۍ ارنون دپاسه

۲۹ افسوس په تاسو موآبیانو باندې!

ای د کموش عبادت کوونکو برباد شوئ تاسې

ستاسو خدای پرېښودل خلک چې شي مهاجر

ښځې شولې اسیرانې د اموریایي پاچا په لاس

۳۰ خو اوس ده برباد شوې اولاده د هغوی

په ټوله لاره د حشبون نه تر دیبونه پورې

تر نوفح چې ده میدیبا ته نژدې

۳۱ نو اسراییلیان د اموریانو په سیمه کې اوسېدل. ۳۲ نو موسی یو څو کسان ولېږل چې د یعزیر په ښار باندې د حملې دپاره یوه ښه لاره راپیدا کړي. اسراییلیانو هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول او هغه اموریان چې هلته اوسېدل، هغوی یې وشړل.

اسراییلیان د باشان پاچا عوج ته ماتې ورکوي

(تثنیه ۳: ۱ - ۱۱)

۳۳ بیا اسراییلیان راوګرځېدل او د باشان په لاره باندې روان شول. د باشان پاچا عوج د خپلو ټولو لښکرو سره روان شو چې په ادرعي کې په هغوی باندې حمله وکړي. ۳۴ څښتن موسی ته وویل: «د عوج څخه مه وېرېږه. زه به تاته په هغه، د هغه په ټولو خلکو او خاوره باندې بری درکړم. د هغه سره هغه کار وکړه چې د اموریانو د پاچا سره دې چې حشبون یې پایتخت ؤ، کړی ؤ.» ۳۵ نو اسراییلیانو عوج، د هغه زامن او د هغه ټول خلک ووژل، یو هم ژوندی پاتې نه شو او بیا یې د هغه خاوره ونیوله.