۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کتاب

دوه ویشتم فصل

د موآب پاچا بلعام راغواړي

۱ اسراییلیان د هغه ځای څخه روان شول او د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند ختیځ خواته اریحا ته مخامخ یې خېمې ودرولې.

۲‏-۳ کله چې د موآب پاچا بالاق د صفور زوی واورېدل چې اسراییلیان څومره ډېر وو او د اموریانو سره یې څه کړي وو، نو هغه او د هغه خلک ډېر سخت ووېرېدل. ۴‏-۵ موآبیانو د مدیانیانو مشرانو ته وویل: «هرڅه چې زمونږ په شاوخوا کې دي دا لوی لښکر به هغه داسې زر له منځه یوسي لکه یو غویی چې په پټي کې واښه خوري.» نو بالاق پاچا استازي ولېږل چې د بعور زوی بلعام چې د فرات سیند ته نژدې د فتور په ښار کې په خپل اصلي وطن کې اوسېده راوغواړي. هغوی دغه پیغام د بالاق څخه هغه ته راوړ: «زه ستا مرستې ته اړتیا لرم. د مصر څخه یو لوی قوم راغلی دی او خلک یې په هرځای کې خپاره شوي دي او زما سیمې ته نژدې اوسیږي. ۶ هغوی ډېر قوي دي او مونږ ورته ماتې نه شو ورکولای، نو ایا ته به راشې او زما دپاره به په هغوی باندې لعنت ووایې؟ کېدای شي بیا مونږ وکولای شو چې هغوی ته ماتې ورکړو او د دې خاورې څخه یې وشړو. زه پوهېږم چې هرچا ته چې ته برکت ورکړې هغه به برکت ومومي، خو په هرچا باندې چې لعنت ووایې په هغه باندې به لعنت راشي.»

۷ د موآب او د مدیان مشران لاړل او پیسې یې د ځان سره واخیستلې چې بلعام ته یې د فال دپاره ورکړي. کله چې هغوی د هغه کور ته ورسېدل، د بالاق پیغام یې ورکړ. ۸ بلعام په ځواب کې وویل: «شپه دلته تېره کړئ او سبا به بېرته تاسو ته د څښتن هغه ځواب راوړم چې ماته یې راکوي.» نو مشران د هغه په کور کې پاتې شول. ۹ په هماغه شپه خدای بلعام ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «ستا په کور کې دا خلک څوک دي؟»

۱۰ بلعام په ځواب کې وویل: «دا د موآب د پاچا بالاق استازي دي. هغه دوی رالېږلي دي ۱۱ چې ما د دې دپاره د ځان سره موآب ته بوځي چې په هغو خلکو باندې لعنت ووایم چې د مصر څخه هلته راغلي دي. هغوی په ټول وطن کې خپاره شوي دي او دی غواړي چې ویې شړي.» ۱۲ خو خدای په ځواب کې وویل: «د بالاق د استازو سره مه ځه. ما هغو خلکو ته چې د مصر څخه راغلي دي برکت ورکړی دی، نو په هغوی باندې لعنت مه وایه.»

۱۳ سهار بلعام د بالاق استازو ته وویل: «بېرته خپل وطن ته لاړ شئ. څښتن ماته اجازه نه راکوي چې ستاسو سره لاړ شم.» ۱۴ نو هغوی لاړل او بالاق ته یې وویل چې بلعام د راتګ څخه انکار وکړ.

۱۵ بیا بالاق زیات شمېر مشران ورولېږل چې د لومړنۍ ډلې څخه ډېر مهم خلک په کې وو. ۱۶ هغوی بلعام ته ورغلل او ورته ویې ویل چې بالاق وایي: «بلعامه، ته باید خامخا راشې! ۱۷ زه به ډېرې پیسې درکړم او هرڅه چې ته غواړې هغه به وکړم. راشه او زما دپاره په دغو خلکو باندې لعنت ووایه.» ۱۸ خو بلعام په ځواب کې وویل: «حتی که چېرې بالاق ماته خپله ماڼۍ هم راکړي چې د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډکه وي، حتی زه به په یوې ډېرې کوچنۍ موضوع هم د خپل څښتن خدای د حکم څخه سرغړونه ونه کړم. ۱۹ تاسو کولای شئ چې دلته شپه تېره کړئ لکه څنګه چې هغو نورو تېره کړه. زه به دا معلومه کړم چې څښتن په دې هکله ماته نور څه وایي یا نه.» ۲۰ په هغه شپه خدای بلعام ته وویل: «که چېرې هغه کسان تاته راغلل او درڅخه یې وغوښتل چې ورسره لاړ شې، نو ځان تیار کړه او ورسره لاړ شه، خو یوازې هغه کار به کوې چې زه یې درته وایم.» ۲۱ نو بلعام سهار راپاڅېده او په خپله خره باندې یې کته واچوله او د موآبیانو د مشرانو سره لاړ.

بلعام او د هغه خره

۲۲ خدای د بلعام په تللو په قهر شو. بلعام په خپلې خرې باندې سپور ؤ او خپل دوه نوکران یې ورسره وو. د څښتن فرښته په لاره کې ودرېدله چې مخه یې ونیسي. ۲۳ کله چې د بلعام خرې د څښتن فرښته ولیدله چې په لاره کې ولاړه ده او توره یې په لاس کې ده، نو لاره یې پرېښودله او په پټي کې روانه شوه. بلعام خره ووهله چې بېرته یې لارې ته راولي. ۲۴ بیا فرښته د انګورو د دوو باغونو په منځ کې په یوه تنګه لاره کې چې دواړو خواو ته یې دېوال ؤ، ودرېدله. ۲۵ کله چې خرې فرښته ولیدله، هغه دېوال ته دومره نژدې روانه شوه چې د بلعام پښه په دېوال باندې وسولېدله. بلعام بیا خره ووهله. ۲۶ فرښته یوځل بیا مخکې لاړه او په یو داسې تنګ ځای کې ودرېدله چې د خرې دپاره بیخي ځای نه ؤ چې ښي یا چپ خواته وګرځي. ۲۷ په دې وخت کې چې کله خرې فرښته ولیدله، نو هغه پرېوتله. بلعام په قهر شو او په خپله امسا باندې یې د خرې په وهلو پیل وکړ. ۲۸ بیا څښتن خرې ته دا توان ورکړ چې خبرې وکړي او خرې بلعام ته وویل: «ما ستا سره څه کړي دي چې درې ځلې دې ووهلم؟»

۲۹ بلعام په ځواب کې وویل: «تا راڅخه کم عقل جوړ کړ! که چېرې توره راسره وای، نو ته به مې همدلته وژلې وای!» ۳۰ خرې په ځواب کې وویل: «زه هماغه خره نه یم چې ټول عمر راباندې سپور شوی یې؟ ایا مخکې مې کله درسره داسې کار کړی ؤ؟» بلعام په ځواب کې وویل: «نه.»

۳۱ بیا څښتن د بلعام سترګې پرانیستلې او هغه فرښته یې ولیدله چې د تورې سره په لاره کې ولاړه وه. بلعام خپل ځان پړمخې په ځمکه باندې وغورځاوه. ۳۲ فرښتې وویل: «ولې دې خپله خره درې ځلې ووهله؟ دا زه وم چې ستا لاره مې بنده کړې وه، ځکه چې ته باید موآب ته لاړ نه شې. ۳۳ که چېرې ستا خرې زه درې ځلې لیدلې نه وای او ودرېدلې نه وای، ما به ته وژلی وای او خره به مې ژوندۍ پریښې وای.»

۳۴ بلعام په ځواب کې وویل: «ما ګناه وکړه. زه نه پوهېدم چې ته په لاره کې ولاړه وې چې زما مخه ونیسې. که چېرې ته فکر کوې چې دا بده ده چې زه لاړ شم، نو زه به کور ته ستون شم.» ۳۵ خو فرښتې وویل: «د دې خلکو سره لاړ شه، خو یوازې هغه څه به وایې چې زه یې درته وایم.» نو بلعام د هغو مشرانو سره روان شو.

بالاق پاچا بلعام ته هرکلی وایي

۳۶ کله چې بالاق واورېدل چې بلعام راروان دی، هغه لاړ چې په عار کې یعنې هغه ښار کې چې د ارنون په سیند باندې د موآب د سرحد سره پروت دی د هغه سره ملاقات وکړي. ۳۷ بالاق بلعام ته وویل: «کله چې اول ځل ما راوغوښتلې ولې رانغلې؟ ایا تا دا فکر کاوه چې ما نه شو کولای چې پوره انعام درکړم؟»

۳۸ بلعام په ځواب کې وویل: «زه اوس تاته راغلی یم، خو زه څه قدرت لرم؟ زه اوس یوازې هغه څه ویلی شم چې خدای یې راته ووایي.» ۳۹ نو بلعام د بالاق سره د حصوت ښار ته لاړ. ۴۰ بالاق هلته غویان او پسونه قرباني کړل او لږه غوښه یې بلعام او هغو مشرانو ته چې د هغه سره وو، ورکړه.

۴۱ بالاق سهار بلعام د بموت بعل ښار ته پورته بوته. د هغه ځای څخه بلعام ځینې اسراییلیان لیدلی شول.