کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ بلعام بالاق ته وویل: «دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا اووه غویان او اووه پسونه راوله.» ۲ څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو، هغه هماغسې وکړل او هغه او بلعام د هرې قربانۍ په ځای باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.
۳ بیا بلعام بالاق ته وویل: «دلته د خپلې سوځېدونکې نذرانې سره ودرېږه، زه ځم چې وګورم څښتن زما سره د ملاقات دپاره راځي او که نه. هرڅه چې هغه راته ووایي هغه به تاته ووایم.» نو بلعام د غونډۍ سرته یوازې لاړ ۴ او خدای د هغه سره ملاقات وکړ. بلعام هغه ته وویل: «ما اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړي دي او په هر یو باندې مې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړی دی.»
۵ څښتن بلعام ته یو پیغام ورکړ، بیا یې هغه بېرته ولېږه چې بالاق ته یې ورسوي. ۶ نو هغه بېرته لاړ او ویې لیدل چې بالاق د موآبیانو د ټولو مشرانو سره د خپلې نذرانې په څنګ کې ولاړ دی.
۷ بلعام دا پیغام ورکړ:
زه راوستلم د موآب پاچا بالاق
له سوریې یعنې ختیځو غرونو
هغه ویل راشه خبرې وکړه ما دپاره
لعنت ووایه په قوم د اسراییلو باندې
۸ څنګه لعنت ووایم په هغه چا باندې
په چا چې خدای لعنت ویلی نه وي؟
څنګه وکړمه خبرې د هغوی په خلاف
د هغه چا په خلاف چې څښتن نه دي کړې؟
۹ لوړو ګټانو څخه هغوی لیدلی شم زه
شمه کتلی هغوی زه د غونډیو څخه
دا یو قوم دی چې اوسیږي ځانله
نورو قومونو کې نه شماري هغوی خپل ځانونه
۱۰ د اسراییلو اولاده ده لکه خاورو په شان
دوی دومره ډېر دي چې حساب یې نه شي
پرېږده چې مړ شمه زه د خدای د قوم په شان
پرېږده په سوله کې چې مړ شم د نېکانو په شان
۱۱ بیا بالاق بلعام ته وویل: «دا څه دې راسره وکړل؟ ما د دې دپاره راوغوښتلې چې زما په دښمنانو باندې لعنت ووایې. خو د هغې په ځای تا هغوی ته برکت ورکړ!»
۱۲ بلعام په ځواب کې وویل: «زه یوازې هغه څه ویلی شم چې څښتن راته وایي.»
۱۳ بالاق بلعام ته وویل: «راځه چې یو بل ځای ته لاړ شو چېرته چې ته کولای شې یوازې ځینې اسراییلیان ووینې، له هماغه ځای څخه زما په خاطر په هغوی باندې لعنت ووایه.» ۱۴ نو هغه بلعام د صوفیم پټي ته چې د پیسګاه د غره په سر ؤ بوته. په هغه ځای کې هم هغه اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړل او په هر یو باندې یې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.
۱۵ بلعام بالاق ته وویل: «دلته د خپلې سوځېدونکې نذرانې په څنګ کې ودرېږه او زه به هلته د څښتن سره ملاقات وکړم.» ۱۶ څښتن د بلعام سره ملاقات وکړ او یو بل پیغام یې ورکړ، بیا یې ورته وویل: «لاړ شه او بالاق ته یې ورسوه.» ۱۷ بلعام بېرته لاړ او ویې لیدل چې بالاق د خپلې سوځېدونکې نذرانې په څنګ کې د موآبیانو د مشرانو سره ولاړ دی. بالاق پوښتنه وکړه: «څښتن څه وویل؟» ۱۸ بلعام بیا پیغام ورکړ:
راشه ای بالاقه د صفور زویه
غوږ دې ونیسه چې زه څه وایم درته
۱۹ خدای د خلکو په شان نه دی چې دروغ ووایي
انسان نه دی چې بدله اراده کړي
رسوي سرته چې کړي کومې وعدې
څه چې وایي هغه کاندي
۲۰ ماته شوې لارښوونه چې زه ورکړم برکت
خدای چې کوم وخت کې ورکوي برکت
هغه زه بېرته ګرځولی نه شم
۲۱ کړم پېشګویي چې مستقبل د اسراییلو
به رانه وړي بدبختي او تکلیفونه دوی ته
د هغوی سره دی مل خپل څښتن خدای
وایي په جار هغه پاچا دی د دوی
۲۲ خدای دوی راوویستل له مصر څخه
په ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپاره
د ځنګلي غویي په شان
۲۳ هېڅ جادو او کوډې نشته
چې په ضد د اسراییلو وکړي کار
د اسراییلو په باره کې به اوس خلک وایي
وګورئ خدای هغوی ته څه وکړل
۲۴ دي هغوی د قهر شویو زمریانو په شان
چې دي حملې ته تیار
ترڅو چې ونه خوري خپل ښکار او ویې نه څښي وینه
تر هغې پورې به ونه کړي ارام
۲۵ نو بالاق بلعام ته وویل: «که چېرې ته نه غواړې چې هغوی ته لعنت ووایې، نو برکت هم مه ورکوه!» ۲۶ بلعام په ځواب کې وویل: «ما مخکې تاته وویل چې زه به هرڅه د څښتن د وینا سره سم کوم.»
۲۷ بالاق بلعام ته وویل: «ما سره راشه چې یو بل ځای ته دې بوځم. کېدای شي چې خدای تا پرېږدي چې زما دپاره د هغه ځای نه په اسراییلیانو باندې لعنت ووایې.» ۲۸ نو هغه بلعام د فغور د غره سرته وخېژاوه چې د هغه ځای نه ښکته دښتې ته وګوري. ۲۹ بلعام هغه ته وویل: «دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا ماته اووه غویان او اووه پسونه راوله.» ۳۰ څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل، هغه د هرې قربانۍ په ځای باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.