۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کتاب

پنځم فصل

د کمپ پاکوالی

۱ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲ <د اسراییلو په قوم باندې امر وکړه چې هرڅوک چې د پوستکي په ساري ناروغۍ باندې اخته وي یا د بدن څخه یې زوه راوزي او هغه څوک چې په مړي باندې لګېدلی وي او ناپاک شوی وي د کمپ څخه وشړي. ۳ دا ټول ناپاکه خلک که هغه ښځې وي یا نارینه بیرون وباسئ، ترڅو هغه کمپ چې زه په کې د خپل قوم په منځ کې اوسېږم ناپاکه نه کړي.> ۴ اسراییلیانو همداسې وکړل. هغوی یې ټول له کمپ څخه وشړل. لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته لارښودنه کړې وه، هغوی هماغسې وکړل.

د جرم کولو دپاره تاوان

۵ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل ۶ چې د اسراییلو قوم ته داسې ووایي: <که چېرې یو سړی یا یوه ښځه د یو چا په مقابل کې جرم وکړي دا به زما په مقابل کې ګناه وي. ۷ هغه باید د خپلې ګناه اقرار وکړي او هغه نفر ته چې د هغه په مقابل کې یې جرم کړی دی پوره تاوان ورکړي او شل فیصده دې زیات هم ورکړي. ۸ مګر که چېرې هغه نفر مړ شوی وي او نژدې خپلوان چې تاوان ورته ورکول کېدای شي ونلري، هغه به د کاهن په خاطر څښتن ته ورکړل شي. د دې بیې له ورکولو څخه علاوه باید یو پسه هم ورکړل شي چې د هغه نفر د کفارې په ادا کولو کې ورڅخه کار واخیستل شي. ۹ ټولې مقدسې اعانې چې اسراییلیان یې کاهن ته راوړي د هغه دي. ۱۰ هر کاهن دې هغه نذرانې وساتي چې ورته ورکول کیږي.>

یو شکمن مېړه

۱۱ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل ۱۲‏-۱۴ چې اسراییلیانو ته دا لاندینۍ لارښودنې وکړي: کېدای شي داسې وشي چې یو سړی شکمن شي چې ښځې یې ورسره بې وفایي کړې ده او د بل سړي سره یې زنا کړې ده او په دې کار یې خپل ځان ناپاکه کړی دی. مګر ښایي چې د مېړه سره یې کوم ثبوت نه وي، ځکه کېدای شي چې د هغه ښځې دا خبره پټه ساتلې وي، هلته هیڅ شاهد نه ؤ او هغه په دې عمل باندې نه وي نیول شوې. یا کېدای شي چې یو مېړه په خپلې ښځې باندې شکمن شي، که څه هم هغې به بې وفایي نه وي کړې. ۱۵ په دواړو حالاتو کې به سړی خپله ښځه کاهن ته ورولي. هغه سړی دې د هغې په خاطر یو کیلوګرام د اوربشو د اوړو نذرانه هم یوسي، مګر په هغې باندې دې د زیتونو تېل یا خوشبویي نه اچوي، ځکه چې دا نذرانه د یو شکمن مېړه له خوا د دې دپاره تیاریږي چې حقیقت معلوم شي.

۱۶ کاهن به هغه ښځه راولي او د څښتن د قربانګاه مخې ته به یې ودروي. ۱۷ هغه به لږې مقدسې اوبه د خټو په یوې کاسې کې واچوي او د مقدسې خېمې د غولي څخه به لږه خاوره واخلي او په اوبو کې به یې واچوي چې اوبه ترخې شي. ۱۸ بیا به هغه د ښځې ویښتان خپاره کړي او د اوړو نذرانه به د هغې په لاسونو کې کېږدي. کاهن به په خپلو لاسونو کې هغه کاسه ونیسي چې هغه ترخې اوبه په کې دي چې په ګناهکارانو باندې د څښتن لعنت راولي. ۱۹ بیا به کاهن په هغې ښځې باندې هغه قسم ومني چې هغه یې ورکوي او داسې به ووایي: <که چېرې تا زنا نه وي کړې، هغه لعنت به درته زیان ونه رسوي چې دغه اوبه یې راولي. ۲۰ مګر که زنا دې کړې وي، ۲۱ څښتن دې تا شنډه کړي او ستا ګېډه دې وپړسوي او په دې ډول دې ستا نوم په خپل قوم کې لعنتي کړي. ۲۲ دغه اوبه دې ستا په ګېډه کې ننوزي او هغه دې وپړسوي او تا دې شنډه کړي.>

ښځه باید په ځواب کې داسې ووایي: <منم، څښتن دې همداسې وکړي.>

۲۳ بیا به کاهن دغه لعنت په یو کاغذ باندې ولیکي او هغه دې په ترخو اوبو کې ومینځي. ۲۴ مخکې له دې چې په ښځې باندې هغه اوبه وڅښي چې په هغې باندې سخت درد راوستلی شي، ۲۵ کاهن به د اوړو نذرانه د ښځې د لاسونو څخه واخلي او هغه دې څښتن ته د وقف کولو په خاطر پورته ونیسي او د قربانۍ ځای ته دې راوړي. ۲۶ بیا به له هغې څخه یو موټی د نذرانې د یوې برخې په توګه واخلي او په قربانګاه باندې به یې وسوزوي. په آخر کې به په ښځې باندې هغه اوبه وڅښي. ۲۷ که چېرې هغې زنا کړې وي نو اوبه به سخت درد ورباندې راولي. د هغې ګېډه به وپړسیږي او هغه به شنډه شي او نوم به یې په خپل قوم کې لعنتي شي. ۲۸ مګر که چېرې هغه ښځه بې ګناه وي، نو زیان به ورته ونه رسیږي او اولادونه به وزېږولی شي.

۲۹‏-۳۰ دا قانون د هغو حالاتو دپاره دی چې یو سړی غیرتي وي او په خپلې ښځې باندې داسې شکمن شي چې هغې زنا کړې ده. ښځه به د څښتن د قربانګاه مخې ته ودرول شي او کاهن به دغه مراسم سرته ورسوي. ۳۱ که چېرې مېړه په حقه نه وي نو سزا به ورته نه ورکول کیږي، مګر که چېرې ښځه قصورواره وي نو سزا به ورته ورکړل شي.