کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای زما زویه! که ته زما خبرې ومنې
او حکمونه مې د زړه په تل کې ذخیره کړې
۲ نو زما د حکمت خبرو ته غوږ ونیسه
او خپل زړه پوهې ته رامات کړه.
۳ که په حقیقت کې د عقل غوښتلو دپاره خپل غږ پورته کړې
او د پوهې دپاره په لوړ اواز نارې ووهې
۴ که د سپینو زرو په شان یې لټون وکړې
او د پټو خزانو په څېر ورپسې وګرځې
۵ نو په دې به پوه شې چې څنګه له څښتن څخه ووېرېږې
او د خدای پېژندلو علم به حاصل کړې.
۶ ځکه دا څښتن دی چې حکمت ورکوي
او د هغه له خولې نه علم او پوهه راوځي.
۷ هغه رښتینو خلکو ته د حکمت خزانې ورکوي
او د هغوی دپاره سپر دی چې خپل ژوند په صداقت تېروي.
۸ ترڅو د انصاف کوونکو د لارو حفاظت وکړي
او د خپلو وفادارانو د لارې ساتنه وکړي.
۹ نو بیا به ته په انصاف، عدالت او برابرۍ پوه شې
او ته به ټولې ګټورې لارې وپېژنې.
۱۰ نو حکمت به ستا د زړه تل ته ښکته شي
علم به ستا روح خوشحاله کړي.
۱۱ لیاقت به تا د خپل نظر لاندې وساتي
او پوهه به دې ټینګ حفاظت وکړي.
۱۲ نو بیا به حکمت تا د بدکارو خلکو نه وژغوري
له هغه خلکو نه چې بدې خبرې کوي
۱۳ څوک چې د صداقت لارې پرېږدي
او په تورو تیارو لارو تلل کوي
۱۴ څوک چې د بدو کارونو په کولو خوشحالیږي
نو له کږو لارو نه خوند اخلي
۱۵ د چا لارې چې کږې وږې دي
نو ټولې چارې یې غولوونکې دي.
۱۶ نو حکمت به تا د بل چا له ښځې نه وژغوري
د هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي
۱۷ چا چې د ځوانۍ د وخت مېړه پریښی
او خپل لوظ یې هېر کړی چې د خدای سره کړی ؤ.
۱۸ ځکه د هغې د کور لار د مرګ لور ته ښکته کیږي
او لارې یې د مړو دنیا په لور لاندې تللې دي.
۱۹ هرڅوک چې د هغې غېږ ته ورشي بیا بېرته نه راځي
او هېڅکله به هغوی د ژوند لارو ته ونه رسیږي.
۲۰ نو بیا به ته د ښو خلکو په لاره روان شې
او د نېکانو په لارو کې به پاتې شې.
۲۱ نو په حقیقت کې به رښتیني خلک په دې ځمکه کې واوسیږي
او هغه څوک به په کې پاتې شي چې د پاکو زړونو خاوندان وي
۲۲ خو بدکاران به د ځمکې له سر نه لېرې شي
او خاینان به ترې له ریښې نه وویستل شي.