۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل قبلی

د سلیمان د متلونو کتاب

لومړی فصل

د کتاب مقصد او د پلار نصیحتونه

(۱ - ۹ فصلونه)

۱ دا د اسراییلو د پاچا او د داود د زوی سلیمان متلونه دي.

۲ د دې متلونو مقصد دا دی

چې خلک په حکمت او نصیحت پوره پوه شي

او د عقلمندۍ خبرې زده کړي

۳ ترڅو نصیحت ومني چې هوښیار شي

او خپل ژوند په انصاف، عدالت او برابرۍ تېر کړي

۴ چې ساده خلکو ته پوهه ورکوي

او ځوانانو ته علم او لیاقت وربخښي

۵ نو هوښیاران دې واوري او خپل تعلیم دې زیات کړي

او عقلمندان دې له نورو ښې مشورې واخلي

۶ د دې دپاره چې د متلونو او نصیحتونو په اهمیت پوه شي

او د حکمت د خاوندانو خبرې او رازونه هم وپېژني.

۷ له څښتن څخه وېره د علم او پوهې شروع ده

خو جاهلان حکمت او نصیحت ته په سپکه سترګه ګوري.

ځوانانو ته نصیحت

۸ ای زما زویه! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسه

او د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه

۹ ځکه دا ستا دپاره د افتخار شمله ده

او ستا د غاړې دپاره ښکلی هار دی.

۱۰ نو ای زما زویه! که ګناهکاران تا لمسوي

نو د هغوی خبرو ته غوږ مه نیسه.

۱۱ که هغوی تا ته ووایي: «زمونږ سره راځه

چې د چا د وینو د تویولو دپاره کمین ونیسو

او په یو بې‌ګناه انسان ناحقه یرغل وکړو.

۱۲ راځه چې هغوی د قبر په څېر ژوندي تېر کړو

لکه هغه خلک چې روغ رمټ د مرګ کندې ته ښکته کیږي.

۱۳ مونږ به هر ډول قیمتي مال دولت تر‌لاسه کړو

او خپل کورونه به د لوټ شوې شتمنۍ نه ډک کړو.

۱۴ راځه، مونږ سره مل شه

او لوټ شوی مال به په خپل منځ کې ووېشو.»

۱۵ نو ای زما زویه! د هغوی سره په لاره مه ځه

او د هغوی په پل قدم مه ږده

۱۶ ځکه د هغوی پښې د بدۍ او زیان په لور منډې وهي

او د وینو تویولو طرف ته په بیړه روان دي.

۱۷ نو د یو وزر لرونکي په مخکې

جال غوړول بې‌ګټې کار دی.

۱۸ داسې خلک چې نورو ته په کمین کې ناست وي

نو خپله وینه تویوي او هغوی چې په نورو یرغل کوي

نو خپل ځانونه په دام کې نښلوي.

۱۹ نو بیا ټول ټګان چې د داسې لارو ناروا ګټه تر‌لاسه کوي

نو په داسې ګټې سره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د حکمت غږ او نیوکه

۲۰ حکمت په لارو کوڅو کې چیغې وهي

او په چوکونو کې په لوړ اواز نارې وهي.

۲۱ د ګڼې ګوني په ځایونو کې خپل غږ پورته کوي

او د ښار د دروازو دننه خپله وینا کوي:

۲۲ «ای ساده خلکو، ترڅو به تاسو له ناپوهۍ سره مینه لرئ؟

ترڅو به ملنډې وهونکي له ملنډو نه خوند اخلي

او کم‌عقل خلک به له علم نه کرکه کوي؟

۲۳ ما ته مخ راواړوئ او زما نیوکه واورئ

نو زه به د خپل زړه دروازه تاسو ته بېرته کړم

او خپل کلام به تاسو ته ښکاره کړم.

۲۴ ما تاسو ته غږ وکړ

خو غوږونه مو بند کړي وو.

کله چې مې لاس در وغزولو

نو سترګې مو ورباندې پټې کړې.

۲۵ زما ټولې مشورې مو له پامه وغورځولې

او زما نیوکه مو ونه منله.

۲۶ کله چې په تاسو لوی مصیبت راشي

زه به په تاسو پورې وخاندم

او کله چې په تاسو لویه بلا راشي

تاسو باندې به ملنډې ووهم

۲۷ کله چې په تاسو باندې د توفان په شان لویه بلا راشي

کله چې لوی مصیبت لکه د سختې سیلۍ په څېر په تاسې نازل شي

او کله چې سختي او تکلیف په تاسو راشي.

۲۸ نو بیا به هغوی ما ته چیغې وهي خو زه به ځواب نه ورکوم

او په سختۍ به ما لټوي خو پیدا به مې نه کړي

۲۹ ځکه چې هغوی له علم نه کرکه وکړه

او د څښتن څخه یې وېره غوره نه کړه.

۳۰ هغوی زما مشوره ونه منله

او زما ټولو نیوکو ته یې په سپکه وکتل

۳۱ نو بیا به د خپلې کړنې مېوه وخوري

او د خپلو دسیسو په ترخه مېوه به ماړه شي.

۳۲ نو د ساده خلکو سرکښي به د دوی د مرګ سبب شي

او د کم‌عقلانو بې‌پروایي به دوی تباه کړي

۳۳ خو هرڅوک چې زما واوري، هغه به په امن کې ژوند کوي

او له زیان څخه به وېره ونه لري.»

فصل قبلی