۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

یوویشتم فصل

۱ د پاچا زړه د اوبو د ویالې په څېر د څښتن په لاس کې دی

کوم طرف ته چې یې خوښه وي هلته یې بیایي.

۲ د انسان په نظر خپلې ټولې لارې سمې ښکاري

خو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.

۳ څښتن د قربانۍ نه

عدالت او انصاف کول ډېر خوښوي.

۴ د بدکارانو کبرجنې سترګې او مغروره زړونه

د خوارې ځمکې د حاصل په شان دي.

۵ د خواري‌کښ انسان نقشې د ابادۍ سبب ګرځي

خو ډېره بې‌صبري انسان ته نېستي راوړي.

۶ په دروغجنه ژبه شتمني ګټل داسې دي

لکه د مرګ په اخرنۍ سلګۍ پسې ګرځېدل.

۷ د بدکارانو ظلم به هغوی د تباهۍ په لور راکاږي

ځکه چې هغوی له هر ښه کار نه انکار کوي.

۸ د ګناهکار انسان لار کږه وږه وي

خو د پاک سړي کارونه رښتیني وي.

۹ د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدل

د جګړه‌مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.

۱۰ بدکاره انسان د بدۍ وږی وي

او په بل چا هېڅ رحم نه کوي.

۱۱ کله چې ملنډې وهونکي ته سزا ورکول کیږي

نو ساده سړی ترې حکمت حاصلوي

او کله چې هوښیار ته لارښوونه وشي

نو نور علم تر‌لاسه کوي.

۱۲ عادل خدای د بدکاره کورنۍ د نژدې څخه ویني

او په بدکارانو باندې بلا او تباهي راولي.

۱۳ څوک چې د غریبانو فریاد ته خپل غوږونه بند کړي

نو د هغه خپل فریاد به هېڅوک هم وانه وري.

۱۴ په پرده کې سوغات ورکول د غوسې اور سړوي

او په پټه رشوت ورکول سړی د سخت غضب نه ساتي.

۱۵ عادل په انصاف کولو خوشحالیږي

خو شر اچوونکي ترې وېریږي.

۱۶ څوک چې د هوښیارۍ د لارې نه بې‌لارې شي

نو هغه به د مړو په ډله کې وشمېرل شي.

۱۷ څوک چې عیش او عشرت خوښوي نېستمن به شي

څوک چې شراب او کباب خوښوي نو شتمن به نه شي.

۱۸ د نېکانو په ځای به بدکاران قرباني شي

او خاینان به د صادقانو په ځای سزا ومومي.

۱۹ د یوې جګړه‌مارې ښځې سره په غوسه کې اوسېدلو نه

په دښته کې ځانته اوسېدل ښه دي.

۲۰ د هوښیار انسان کور د عطرو او د قیمتي خزانو نه ډک وي

خو کم‌عقل چې څه ګټي هغه څټي.

۲۱ څوک چې نېکي کوي او په مهربانۍ پسې ګرځي

نو اوږد ژوند، نېکمرغي او عزت به تر‌لاسه کړي.

۲۲ یو هوښیار انسان د جنګیالیو د ښار

په لویو دېوالونو ختلی شي

او هغه کلک دېوالونه یې راغورځولی شي

چې هغوی ورباندې ټینګ باور لري.

۲۳ څوک چې خوله او ژبه په خپل واک کې ساتي

نو خپل ځان د سختۍ او تکلیف نه ساتي.

۲۴ کبرجن او مغرور سړی به

د ملنډې وهونکي په نوم مشهور شي

چې چلند به یې تل د غرور او غوسې نه ډک وي.

۲۵ د لټ انسان لوږه هغه د مرګ په لور بیایي

ځکه چې د کار کولو نه انکار کوي.

۲۶ د هغه ټوله ورځ ډېرو شیانو ته سخت زړه کیږي

خو نېک سړی سخاوت کوي او د سختۍ نه ځان ساتي.

۲۷ که څښتن ته د بدکارانو قرباني د کرکې وړ وي

نو په بدنیتۍ سره قرباني ورکول به څومره نامناسبه وي.

۲۸ دروغجن شاهد به تباه شي

خو څوک چې نورو ته غوږ نیسي خبرې به یې تلپاتې وي.

۲۹ د بدکاره سړي په مخکې سپین‌سترګي ښکاري

خو رښتینی انسان په خپله لار ډاډمن قدمونه پورته کوي.

۳۰ هېڅ داسې حکمت، پوهه او انساني فکر نشته

چې د څښتن په خلاف بریالیتوب ته ورسیږي.

۳۱ اس د جنګ د ورځې دپاره تیاریږي

خو بریالیتوب د څښتن په لاس کې دی.