۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

نهه ویشتم فصل

۱ څوک چې د ډېرې رټنې نه وروسته بیا هم سرغړونه کوي

نو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي او د جوړېدو به نه وي.

نېکي او بدي

۲ کله چې نېکان ابادیږي نو ټول خلک خوشحالیږي

خو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک خفه کیږي.

۳ څوک چې له حکمت سره مینه لري

نو خپل پلار خوشحالوي

خو څوک چې د بدلمنو ښځو ملګرتیا کوي

نو خپل مال او دولت بربادوي.

۴ په عدالت کولو پاچا د خپل دولت امنیت ټینګوي

خو څوک چې ډېر مالیات راټولوي وطن ورانوي.

۵ څوک چې بل چاته غوړه‌مالي کوي

نو د هغه د پښو دپاره جال غوړوي.

۶ شر اچوونکی د خپلې ګناه په دام کې نښلي

خو نېک انسان د خوشحالۍ سندرې وایي.

۷ نېک انسان د مسکینانو د حق پوره پام کوي

خو بدکاره انسان یې خیال نه ساتي.

۸ ملنډې وهونکي د اور د لمبو په شان ښارونه راپاروي

خو د حکمت خاوندان د غوسې اور سړوي.

۹ که د حکمت خاوند

یو جاهل محکمې ته بوځي

نو جاهل به په غوسه شي

او ملنډې به وهي او روغه جوړه به نه وي.

۱۰ د وینو تږي انسانان د پاک زړه د خاوند نه کرکه کوي

او هڅه کوي چې صادقان ووژني.

۱۱ کم‌عقل انسان خپله غوسه زر ښکاره کوي

خو د حکمت خاوند د غوسې اور سړوي.

۱۲ کوم واکدار چې د دروغو خبرو ته غوږ نیسي

نو ټول خدمتګاران به یې بدکاره شي.

۱۳ ظالم او مظلوم په یو صفت کې شریک دي

ځکه څښتن دواړو ته د ژوند روښانه سترګې ورکړې دي.

۱۴ هغه پاچا چې په وفادارۍ د مسکینانو سره انصاف کوي

نو د پاچاهۍ تخت به یې تل په ټینګ بنیاد ولاړ وي.

۱۵ د ادب لښته او سخته لارښوونه حکمت پیدا کوي

خو کوم اولاد چې ازاد ګرځي نو خپلې مور ته شرم راوړي.

په څښتن باور او ادب زده کول

۱۶ کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو ګناهونه زیاتیږي

خو نېکان به یې وګوري چې هغوی بربادیږي.

۱۷ خپل زوی اصلاح کړه نو تاته به سکون درکړي

او د زړه ارمانونه به دې په خوشحالۍ پوره کړي.

۱۸ کله چې الهام نه وي نو ولس سرکښي کوي

خو بختور دی هغه څوک چې په قانون باندې عمل کوي.

۱۹ نوکر یوازې په نصیحت نه اصلاح کیږي

سره له دې چې هغه ستا په خبرو پوهیږي خو پام ورته نه کوي.

۲۰ څوک چې پرته له فکر کولو نه خبرې کوي

نو هغه د یو کم‌عقل نه هم ډېر بد دی.

۲۱ که څوک خپل نوکر د ځوانۍ نه نازولی اموخته کړي

نو په اخر کې به د خپل بادار د کور او مال مالک شي.

۲۲ غوسه ناک انسان جنګ جګړې جوړوي

او د غضب خاوند د ګناه اور ته لمن وهي.

۲۳ کبر او غرور انسان له پښو غورځوي

خو د عاجزۍ خوی سړي ته عزت ورکوي.

۲۴ د غلو ملګری د ځان دښمن دی

ځکه د قسم خوړلو نه وروسته بیا هم غلی پاتې کیږي.

۲۵ څوک چې د انسان څخه وېره کوي په دام کې به ونښلي

خو څوک چې په څښتن باور کوي په امن کې به وساتل شي.

۲۶ ډېر خلک د واکدارانو د مهربانۍ په لټون کې دي

خو انصاف د څښتن په لاس کې دی.

۲۷ نېکان د منافق انسان نه کرکه کوي

او بدکاران د صادق انسان نه کرکه کوي.