کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای څښتنه، زما په زړه کې کبر نشته
زما په سترګو کې غرور نشته
نه کوم فکر هغه څه په هکله چې دي بهر زما له وسه
یا هغو کارو په هکله چې ډېر سخت دي راته
۲ بلکې ارام او خاموش مې کړ ځان
لکه ماشوم چې د خپلې مور غېږ کې ارام پروت وي
نو داسې ماشوم په شان مې زړه دی ارام
۳ ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئ
له همدااوس نه تر ابده پورې