کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د زړه د اخلاصه دې وباسم شکر ای څښتنه
نورو خدایانو مخکې زه وایم ستا د ثنا سندره
۲ کوم سجده ستا د سپېڅلي کور په لور
او ثنا او صفت دې د نامه کومه
ستا د تلپاتې مینې او وفادارۍ په خاطر
ځکه خپل نوم او خپل کلام دې کړ اوچت
ټولو شیانو باندې
۳ چې کله سوال درته ما کړی قبول کړی دی تا
په خپل قدرت دې قوي کړی یم زه
۴ د نړۍ ټول پاچاهان به ستا ستاینه کوي ای څښتنه
په دې خاطر چې ستا کلام دی اورېدلی هغوی
۵ وایي سندرې به هغوی هغو کارو په هکله
کوم چې کړي دي تا
ځکه چې لوی دی ستا جلال
۶ سره له دې چې ډېر عظیم یې ته
خو پام کوې په عاجزانو باندې
خو کبرجن خلک ته پېژنې له لېرې څخه
۷ کله چې زه لاس او ګرېوان یم تکلیفونو سره
ته مې خوندي ساتې
ته ودرېږې زما د قهرجنو دښمنانو مخې ته
او بچ کوې مې ته په خپل قوي لاسونو باندې
۸ ته به سرته رسوې خپل مقصد زما دپاره
ده ابدي ستا مینه ای څښتنه
تا پیدا کړي یو او مونږ مه پرېږده ته