کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ زه فریاد کوم څښتن ته
د رحم دپاره ورته کومه زارۍ
۲ شکایتونه خپل ټول وړاندې کوم هغه ته
تکلیفونه خپل ټول بیانوم هغه ته
۳ کله چې روح زما کمزوری شي
نو ته پوهېږې چې په کومه لاره لاړ شمه زه
په هغه لاره چې روان یمه زه
زما دښمنانو راته ایښی پټ دام
۴ کله چې خپل شاوخوا ته وګورم زه
هېڅوک نه وینم چې زما کومک ته راشي
هېڅ پناه ځای نه لرم
نشته هېڅوک چې په ما پام وکړي
۵ ای څښتنه، زه فریاد کومه تاته
ځکه چې ته یې پناه ځای زما
په دې ژوند کې چې څه غواړم هغه ته یې
۶ زما فریاد واوره کومک دپاره
ځکه چې زه خوار او زار شوی یمه
ماته نجات راکړه د خپلو دښمنانو څخه
ځکه هغوی دي ډېر قوي زما نه
۷ ته مې خلاص کړه له دې زندانه څخه
نو بیا به زه ستا د نامه ثنا او صفت کومه
ستا د نېکانو په غونډه کې
ځکه چې ما سره دې کړی احسان