کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ
د خدای ثنا او صفت وکړئ
د هغه په سپېڅلي ځای کې
د هغه ثنا او صفت وکړئ په اسمانونو کې
چې قوي یې ده کلا
۲ د هغه ثنا او صفت وکړئ
د هغه د عجیبه کارونو په خاطر
ثنا او صفت وکړئ د هغه د بېشانه لویۍ
۳ د هغه ثنا او صفت وکړئ د سرنیو په اواز
د هغه ثنا او صفت وکړئ په چنګونو او ربابونو
۴ د هغه ثنا او صفت وکړئ په چمبو او ګډاګانو
د هغه ثنا او صفت وکړئ په رباب او شپېلۍ وهلو
۵ د هغه ثنا او صفت وکړئ د تالونو په وهلو
د هغه ثنا او صفت وکړئ د تالونو په شرنګولو
۶ ټولو ژوندیو مخلوقاتو
د څښتن ثنا او صفت وکړئ
د څښتن ثنا او صفت وکړئ