د زبورونو کتاب

دېرشم زبور

د شکرګزارۍ دعا

(د داود زبور. د خدای د کور د وقفولو دپاره سرود)

۱ ای څښتنه بیانومه ستا لویي

ځکه تا یمه ژغورلی

دښمنان دې زما نه دي پریښي

چې په ما شي دوی خوشحاله

۲ ای څښتنه زما خدایه

ما فریاد وکړ ستا د کومک دپاره

تا شفا راکړله ماته

۳ زه د مرګ په لار روان وم

تا له قبره وساتلم

نوی ژوند دې راکړ ماته

۴ ای څښتن ته وفادارو خلکو!

ثنا یې وایئ په سندرو باندې

ساتئ یې په یاد شکر یې کړئ چې دا سپېڅلی دی

۵ وي غضب د ده یوې شېبې دپاره

خو یې فضل وي د ټول عمر دپاره

د شپې کېدای شي چې ژړا وي ټوله

خو په سهار کې خوشحالي راځي

۶ چې مې احساس د بې‌غمۍ وکړ

بیا مې د ځانه سره داسې وویل:

«زه به هېڅکله په لړزان نه شم»

۷ کله چې تا وکړ احسان په ما ای څښتنه

زه دې د غره په شان قوي کړمه

کله چې مخ دې رانه واړاوه زه ووېرېدم

۸ ما فریاد وکړ تاته ای څښتنه

ما د رحم سوال وکړلو له تا نه

۹ «زما مرګی به څه فایده ولري؟

څه فایده به وکړي چې قبر ته زه لاړ شم؟

ایا خاورې به ویلی ستا ثنا شي؟

دا به وکړای شي بیان وفا د ستا؟

۱۰ کړه دعا زما قبوله ای څښتنه رحم وکړه ته په ما

ای څښتنه مددګار شه ته زما»

۱۱ تا زما ماتم بدل کړ د خوشحالۍ په ګډا

تا د ویر جامې زما نه وویستلې

دې جامې د خوشحالۍ راواغوستلې

۱۲ نو زه به غلی پاتې نه شم

زه به وایم ستا د ثنا سندره د زړه له تله

ای څښتنه! زما خدای یې

تل ترتله به زه ستا شکر کومه