د زبورونو کتاب

درېم زبور

د مرستې دپاره سهارنۍ دعا

(د داود زبور، کله چې هغه د خپل زوی ابشالوم څخه تښتېدلی ؤ)

۱ څومره ډېر مې دښمنان دي ای څښتنه

څومره ډېر دي چې زما په ضد پاڅیږي

۲ زما په هکله کړي خبرې او دوی وایي:

«خدای به ونه ژغوري هغه»

۳ خو څښتنه په خطر کې ګردچاپېره مې ته سپر یې

راکوې کامیابي ماته، راکوې زړورتیا ماته

۴ زه فریاد کوم څښتن ته د کومک

راکوي هغه ځواب د سپېڅلې غونډۍ خپلې

۵ زه څملمه ویده کېږم

ټوله شپه ساتي څښتن مې

۶ نه وېرېږم له زرګونو دښمنانو

چې راتاو له هرې خوا نه دي پر ما

۷ ای څښتنه زما پاڅه!

ومې ژغوره زما خدایه

ژامې ماتې کړه زما د دښمنانو

او غاښونه وباسه د بدکارانو

۸ د څښتن له خوا خلاصون ورکول کیږي

په خپل قوم باندې دې وي ستا برکت