کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما،
څومره ډېر راپاڅېدلى دى خلاف زما.
۲ ډېر زما په حقله داسې وائى،
”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“
۳ تۀ خو زما ډال يې چې زما نه ګېرچاپېره يې،
تۀ زما جلال يې، څوک چې زما سترګې اوچتوى، اے مالِکه خُدايه،
۴ کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم،
خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.
۵ چې څملمه اودۀ شمه په حفاظت کښې پاڅم،
ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د نظر لاندې يم.
۶ يره ترې نه نۀ کوم هغوئ کۀ هر څومره ډېر وى
کۀ زۀ په کښې د هرې خوا نه ګېر يم.
۷ مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه،
د دشمن مې ژامنې ماتې کړه،
غاښونه د بدعملو مات کړه.
۸ خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى.
ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.