کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم،
تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بېګناه يم.
زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.
۲ اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟
ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟
ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟
۳ په دې باندې خبر شئ
چې خپل خلق يې د خپل ځان دپاره د نورو خلقو نه جدا کړى دى،
زما سوالونه قبلوى کله چې مالِک خُدائ ته ما کړى دى.
۴ د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ،
چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.
۵ خپلې د صداقت قربانۍ وړاندې کړئ
او تل توکل په مالِک خُدائ کړئ.
۶ ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟
اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“
۷ تۀ به زما زړۀ د يو لوئې خوشحالۍ نه ډک کړې
د هغوئ نه هم ډېر زيات څوک چې ډېر غنم او شراب لرى.
۸ زۀ به په بېغمۍ سره اودۀ شم،
يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.