د زبورونو کتاب

شپږڅلوېښتم زبور

خدای زمونږ سره مل دی

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: په نري اواز د قورح د طایفې سندره)

۱ خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږ

د سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش

۲ مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږي

غرونه راپرېوځي د بحرونو تل ته

۳ که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شي

او له دې زوره غرونه ولړزیږي

۴ داسې یو سیند دی چې د خدای ښار ته خوښي راولي

سپېڅلی کور چېرته چې دی خدای تعالی په کې

۵ خدای په دې ښار کې اوسي، هېڅکله دا وران به نه شي

هغه به یې کړي ساتنه د سباوون په وخت کې

۶ قومونه سخت دي په غوغا او پاچاهۍ لړزیږي

خدای کړي اواز لکه د تندر ویلي کیږي دنیا

۷ مطلق قادر څښتن دی مل راسره

د یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه

۸ راشئ کارونه د څښتن وګورئ

وګورئ څنګه هیبتناک کارونه وکړل په دنیا کې هغه

۹ ټوله دنیا کې بندوي جنګونه

لیندې له منځه وړي او نېزې ماتوي

سېځي سپرونه په سور اور باندې

۱۰ څښتن وویل: «جنګ بس کړئ

په دې پوه شئ چې زه خدای یم

ټولو قومونو څخه لوړ یمه زه

ټولې دنیا باندې زه لوړ یمه»

۱۱ مطلق قادر څښتن دی مل راسره

د یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه