د زبورونو کتاب

اته پنځوسم زبور

بدکارانو ته د سزا ورکولو دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور)

۱ تاسو مشران کله کوئ په عدالت پرېکړه؟

ایا قضاوت په انصاف باندې کړئ هرچا سره؟

۲ تاسو همېش جوړوئ خپل زړونو کې بد پلانونه

د تاوتریخوالي ډک جرمونه په دنیا کې کوئ

۳ بدکاران وي د مور د ګېډې نه بې‌لارې پیدا

چې پیدا شوي دي هغوی له هغې ورځې نه دروغ وایي

۴ هغوی له زهرو څخه ډک دي د مارانو په شان

د چمچه مار په شان بند کړي یې دي خپل غوږونه

۵ کوم چې نه اوري اواز د پاړوګرو

نه منتر د ښو ماهرو پاړوګرو

۶ د دې ځوانانو زمرو مات کړه ته غاښونه خدایه

وڅیره داړې د دوی ای څښتنه

۷ دوی دې ورکې شي

لکه څنګه چې اوبه غیب شي په وچه ځمکه

کله چې ولي دوی خپل غشي بې‌اثره دې وي

۸ لکه حلزون په شان دې ویلي شي چکړو کې دوی

هغه ماشوم په شان دې شي

چې مړ پیدا شي او لمر ونه ګوري

۹ وي د اغزو د اور په څېر

او مخکې له دې چې دېګي ستاسې شي ګرم

ټول که لامده دي او که وچ، شي به له منځه ولاړ

۱۰ عادلان به شي خوشحاله چې سزا د ګناهکار وویني

د بدکارانو خلکو وینه کې هغوی به خپلې پښې ووینځي

۱۱ خلک به وایي: «په رښتیا چې نېکان اجر مومي

بې له شکه خدای دی چې دنیا باندې کوي قضاوت»