د زبورونو کتاب

پنځه شپېتم زبور

ستاینه او شکرګزاري

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: یوه سندره کومه چې د داود زبور هم دی)

۱ په کار ده په صهیون کې ستا ستاینه ای خدایه

هغه نذرونه درکوو به کوم چې مونږ منلي

۲ په دې خاطر چې دعاګانې اورې

انسانان ټول به ستا حضور ته راځي

۳ کله چې زیات شي ګناهونه زما

بخښې ته زما ټول جرمونه

۴ بختور دی هغه څوک چې غوره کړی دی تا

چې تاته راشي او واوسیږي ستا سپېڅلي ځای کې

مونږ به ماړه شو ستا د کور په ښو شیانو باندې

او ستا د معبد برکتونو باندې

۵ زمونږ خدایه ته مونږ ژغورې

ستا هیبتناکه عملونه راکوي ځواب

زمونږ د دعا د عدالت دپاره

ورکوې خلکو ته امید

د دنیا هر سر کې

حتی هغو ته چې اوسیږي لېرې بحرونو سره

۶ تا په قوت باندې ملا وتړله

ځای په ځای کړي دي تا غرونه په خپل ځواک باندې

۷ اراموې ته د سیندونو غرهار

او د څپو غړمبار

اراموې ته شور او زوږ د خلکو

۸ تا چې کوم لویې کارنامې کړې دي

ټول خلک د جهان وېریږي

د نړۍ له یوه سره تر بل سره

ستا کارنامې راجوړوي د خوشحالۍ نارې

۹ ته په ځمکه باندې پام کوې او باران وروې

غني کوې یې ته او حاصلخېزوې یې ته

ای خدایه سیند ستا د اوبو نه ډک دی

تیاروې غلې دانې خلکو ته

دا هغه څه دي چې کوې یې ته:

۱۰ په قلبه شویو ځمکو باندې

ډېر زیات باران وروې

نرموې ځمکه په اوبو باندې

نرموې خاوره په اورښتونو باندې

او شنه کوې د لویېدو دپاره ته شنه بوټي

۱۱ ستا په احسان باندې د ځمکې حاصلات

شول لکه تاج د ځمکې

چېرته چې ځې هرڅه پرېمانه وي

۱۲ د دښتې شنې لمنې کیږي څړځایونه غني

او غونډۍ سپړي د خوښۍ غوټۍ

۱۳ څړځایونه ټول وي ډک له پسونو

درې دي ټولې له غنمو ډکې

ټول شیان چیغې وهي

او د خوښۍ ډکې سندرې وایي