کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
اویایم زبور
د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور چې هغه د خدای نه غواړي چې په یاد یې وساتي.)
(زبور ۴۰:۱۳-۱۷)
۱ ای خدایه ته ما خلاص کړه
ای څښتنه، زر کومک راسره وکړه
۲ هغوی چې هڅه کوي ما ووژني
هغوی دې ماتې سره مخ شي وارخطا دې شي
چې زما په کړاوونو خوشحالي کړي
هغوی دې تېښتې سره مخ شي او رسوا دې شي
۳ څوک چې په ما باندې ملنډې وهي
له خپلې ماتې دې دوی وشرمیږي
۴ هغه ټول خلک چې کړي تا ته رجوع
شي دې خوشحاله او کړي دې خوښي له تا نه
هغه چې مینه کړي ستا د خلاصون سره
او دوی دې تل وایي:
څومره عظیم دی خدای
۵ زه یم غریب او محتاج یمه زه
زر شه او زما کومک ته راشه خدایه
ته خلاصوونکی او مددګار یې زما
بیړه وکړه او کومک لره مې راشه ای څښتنه