کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ مونږه ستا شکر کوو خدایه
شکر کوو مونږه ځکه چې نژدې یې راته
بیانوي خلک ستا عجیبه کارونه
۲ وایي خدای چې ما ټاکلی قضاوت دپاره وخت دی
او په انصاف سره به کړم قضاوت
۳ که څه هم هر ژوندی موجود به رېږدي
او ځمکه به هم لړزیږي
زه به یې وساتمه ستنې ټینګې
۴ لاپو وهونکو ته دا وایم چې نه دې وهي لافې
امر کوم په بدکارانو چې غرور دې نه کړي
۵ هغوی ته وایم چې مغرور مه اوسئ
د سرکښۍ په سبب بس کړئ د غرور خبرې
۶ سرلوړي نه راځي له شرقه یا له غربه ځینې
او نه له دښتې او بیابانه ځینې
۷ بلکې دا خدای دی چې کوي قضاوت
ورکوي یو ته سرلوړي بل ته ذلت
۸ څښتن نیولې ده پیاله په لاس کې
چې کړې یې ډکه د قهر له ترخو شرابو
چې اچوي یې څښتن او ټول بدکاران یې څښي
باید یې وڅښي بدکاران تر اخري څاڅکي
۹ خو زه به هېڅکله بس نه کړمه خبرې
د یعقوب د خدای په هکله
او ورته وایمه سندرې به زه
۱۰ هغه به مات کړي ټول قوت د بدکارانو
خو قوت به زیات شي د نېکانو