کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای د اسراییلو شپونه ته مونږ ته غوږ ونیسه
ای چې د یوسف د قبیلې کړې لارښوونه د رمې په څېر
ته په خپل تخت ناست یې پاس په سر د اسماني مخلوق
خپل جلال دې راښکاره کړه
۲ ځان دې ښکاره خپل قبیلو ته کړه
یعنې د افرایم، بنیامین او منسي قبیلې ته
قدرت دې خپل مونږ ته راوښایه ته
راشه او خلاص کړه مونږه!
۳ مونږ بېرته راوله خپل حال ته خدایه!
په ورین تندي وګوره مونږ ته
چې خلاص شو مونږه
۴ ای مطلق قادر څښتنه خدایه
ته به ترڅو پورې په قهر یې خپل قوم باندې
او نه به اورې دعاګانې دې د خپلو خلکو؟
۵ د ډوډۍ په ځای خوراک دې کړلو اوښکې د دوی
په دوی دې وڅښلو د اوښکو ډک جام
۶ تا مونږ د خپلو ګاونډیانو د خندا کړلو
وهي ملنډې دښمنان زمونږ په مونږ باندې
۷ مونږ بېرته راوله خپل حال ته
ای مطلق قادره خدایه!
په ورین تندي وګوره مونږ ته
چې خلاص شو مونږه
۸ د تاک په شان دې خپل قوم وویسته د مصر څخه
تا وشړل نور اقوام
وکرل دوی دې د هغوی په ځای کې
۹ تا هغه ځمکه کړله پاکه ورته
وځغلولې هغه ځای کې یې ریښې ژورې
ورباندې ډکه شوله ټوله ځمکه
۱۰ شول غرونه ټول یې پټ په سیوري باندې
د سبر غټې ونې راوستې شاخونو یې تر سیوري لاندې
۱۱ مدیترانې تر بحیرې پورې یې لاړې څانګې
او شولې خپرې د فرات تر سینده
۱۲ ولې دې وران کړل دېوالونه شاوخوا د هغه؟
اوس چې هرڅوک ورنه تېریږي
نو راشکوي ترې انګور
۱۳ وحشي خوګان لاندې کوي یې ترپښو
په کې څریږي ټول وحشي ځناور
۱۴ مطلق قادر خدایه راواړوه مخ!
ته له اسمانه مونږ ته ښکته وګوره
راشه او وساته خپل قوم دې خدایه
۱۵ راشه او وساته نیالګی کوم چې کرلی دی تا
دغه ځوان تاک چې قوي کړی دی تا
۱۶ هغه ته اور دی اچولی دښمنانو زمونږ
او راچپه کړی یې دی
هغوی ته وګوره په قهر او برباد کړه هغوی!
۱۷ نو ته قوي کړه هغه کس چې ورسره مینه کوې
هغه څوک چې غوره کړی دی تا
۱۸ بیا به هېڅکله تا نه مونږه خپل مخ نه اړوو
ته مونږ ژوندي وساته چې ستا ستاینه وکړو
۱۹ مونږ بېرته راوله خپل حال ته
ای مطلق قادر څښتنه خدایه!
په ورین تندي وګوره مونږ ته
چې خلاص شو مونږه