کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
اته اتیایم زبور
د مرستې دپاره زاري
(یوه سندره او هم د قورح د طایفې زبور. د سرود ویونکو د مشر دپاره: د مهلات لعنوت له مخې د هیمان ازراحي زبور)
۱ ای څښتن خدایه خلاصوونکیه زما
ټوله ورځ تا ته زاري کړم
د شپې ستا حضور ته ژاړم
۲ کړه قبوله زما دعا
غوږ مې ونیسه زاریو ته
۳ ډېر تکلیفونه دي راغلي په ما
زه یم ګور ته نژدې شوی
۴ خلک وایي راته داسې
یې ولاړ د ګور په غاړه
او زه یم کمزوری شوی
۵ زه په مړو کې حساب یم
د وژل شویو په شان
چې وي پراته قبر کې
لکه هغوی چې هېر کړي دي تا
او نور ورسره نه کړې مرسته
۶ زه دې په کنده کې د قبر غورځولی یمه
تورې تیارې او ژور ځای کې دې اچولی یمه
۷ دا ستا غضب راباندې دروند پروت دی
ټولو څپو ستا لاندې کړی یمه
۸ زما نه لېرې کړل دوستان دې زما
د کرکې وړ دې کړم نظر کې د دوی
داسې راګېر یم چې نه لرم د تېښتې لاره
۹ کمزورې شوې مې دي سترګې له ډېره غمه
څښتنه هره ورځ زاري کړم تا ته
پورته کوم درته لاسونه د دعا دپاره
۱۰ ایا ته کړې معجزې مړو دپاره؟
ایا مړي پورته کیږي ستا ثنا ته؟
۱۱ ایا په قبر کې کېدای شي بیان
ستا د تلپاتې مینې؟
او یا بیان ستا د وفا د تباهۍ کنده کې؟
۱۲ ایا ښکاریږي معجزې دې په تیاره مکان کې
او یا ستا نېکي د هېرېدو په ځای کې؟
۱۳ خو ای څښتنه، کړم زاري د مرستې تا ته
او هر سهار دعا ستا حضور ته
۱۴ ما ردوې ولې څښتنه؟
زما نه ولې پټوې خپل مخ؟
۱۵ له هغه وخته چې لا ځوان ومه زه
ومه اخته په کړاوونو او نژدې وم مرګ ته
په سبب د وېروونکو کارونو ستا
زه یمه بېوسه
۱۶ سخت غضب دې کړمه غرق
ستا وېروونکو بریدونو تباه کړی یمه
۱۷ لکه سېلاب په شان راتاو وي رانه ټوله ورځ
راګېروي مې د هر لوري څخه
۱۸ راڅخه لېرې دې خپلوان او هم دوستان کړل زما
یوازې مل ده تیاره راسره