د زبورونو کتاب

نهم زبور

د خدای د عدالت دپاره شکرګزاري

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د زوی د مرګ» په تال د داود زبور)

۱ زه به ستا شکر کوم د زړه له کومي ای څښتنه

بیانوم به ټول کارونه عجیبه چې کړي تا

۲ زه به وایمه سندرې د خوښۍ ستا له سببه

ستا په نامه باندې سندرې د ثنا به وایم

ای خدای تعالی

۳ دښمنان زما چې مخ شي تا سره

تښتي او خوري دوی تیندکونه هلاکیږي

۴ تا زما په حق کې وکړه فیصله

ناست یې په تخت کړې قضاوت په انصاف

۵ تا محکوم کړل نور قومونه

تا نابود کړل بدکاران

تا د دوی نومونه ورک کړل تر ابده

۶ ختم شوي تل دپاره دي زمونږه دښمنان

تا کړل وران د دوی ښارونه تر ابده

دوی به بیا نه شي هېڅ وخت د چا په یاد

۷ خو څښتن دی تل ترتله په تخت ناست

ده خپل تخت دی تیار کړی قضاوت ته

۸ او حکومت کړي په راستۍ په دې جهان

په انصاف کړي د قومونو قضاوت

۹ پناه ځای دی څښتن د مظلومانو

امن ځای دی د سختیو په شېبو کې

۱۰ هغه خلک چې تا پېژني څښتنه

کړي په تا به توکل

یوازې نه پرېږدې هغوی چې کړي رجوع تا ته

۱۱ د ثنا سندرې ووایئ څښتن ته

چې صهیون کې پاچاهي کړي

څه چې کړي دي هغه کړئ یې قومونو ته بیان

۱۲ اخلي بدل د قاتلانو ځینې

او مظلومان یې هم په یاد کې وي

فریاد نه شي هېرولی د هغو

۱۳ ای څښتنه رحم وکړه په ما باندې

دښمنان زما، ما څومره ځوروي ورته وګوره

ای څښتنه ته د مرګ د خولې ما خلاص کړه

۱۴ نو بیانوم به ستا ټول صفتونه

د صهیون په دروازه کې

زه به هلته یم خوشحاله ځکه تا یمه ژغورلی

۱۵ هغه کنده چې قومونو وه ایستلې

په کې خپله ولوېدل

هغه دام چې دوی ؤ ایښی

په کې خپله ونښتل

۱۶ مشهور شوی دی څښتن په خپل انصاف

بدکاران په خپلو بدو عملونو کې ګېریږي

۱۷ دی ګور د بدکارانو سرنوشت

هم د هغو ټولو چې هېر کړی یې دی خدای

۱۸ ځکه محتاجان به تر ابده نه هېریږي

نه امید به د خوارانو تر ابده بربادیږي

۱۹ ای څښتنه انسان مه پرېږده

چې ستا په محکمه کې شي برلاسی

کړه قومونه ته حاضر دې خپل حضور ته

او محاکمه کړه هغوی

۲۰ وېره واچوه په دوی کې ای څښتنه

ترڅو پوه شي چې دوی دي یوازې انسانان