۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ يوحنا مُکاشفات

اَتم باب

اُووم مُهر اَؤ دَ سرو زرو مُجمره

۱اَؤ کله چه ګډُورى اُووم مُهر مات کړو نو تقريباً تر نيمے ګينټے پورے په آسمان کښے قلاره قلارى وه. ۲بيا ما وليدل چه دَ خُدائے په وړاندے چه کُومے اُووۀ فرښتے ولاړے وے، هغوئ ته اُووۀ سُرنا ورکړے شوے.

۳بيا يوه بله فرښته دَ سرو زرو مُجمره په لاس راغله اَؤ دَ قُربانګاه سره ودريده اَؤ هغے ته ډيره زياته خوشبُوئ ورکړے شوه چه دَ تخت دَ وړاندے دَ سرو زرو په قُربانګاه ئے دَ ټولو پاکانو دَ دُعا سره پيش کړى. ۴اَؤ دَ فرښتے دَ لاس نه دَ خوشبُوئ دَ سوزولو لوګے دَ پاکانو دَ دُعا سره پاس خُدائے ته لاړ. ۵بيا فرښتے مُجمره راواخسته، دَ قُربانئ دَ اور نه ئے ډکه کړه اَؤ په مزکه ئے راګُذار کړه، نو بيا دَ تندر آوازُونه، بريښنا اَؤ زلزله راغله.

دَ سُرنا آواز

۶بيا هغه اُووۀ فرښتے چه ورسره اُووۀ سُرنا وے، غږولو ته تيارے شوے.

۷کله چه اولنئ فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو اور اَؤ ږلئ دَ وينے سره په مزکه راووريدل اَؤ دَ مزکے دريمه حصه ئے وسوزوله اَؤ دَ ونو دريمه حصه وسوزيده اَؤ ټول شنۀ واښۀ وسوزيدل.

۸اَؤ هر کله چه دويمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو داسے لکه دَ يو لوئے غر چه پرے اور بليدو، سمندر ته وغورزولے شو اَؤ دَ سمندر دريمه حصه وينه شوه، ۹اَؤ په کښے دريمه حصه ژوندى سړى مړۀ شول اَؤ دريمه حصه جِهازُونه په کښے غرق شول.

۱۰کله چه دريمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو يو لوئے ستورے له آسمان نه ګُذار شو چه دَ مشعل په شان بليدو اَؤ هغه دَ سيندُونو اَؤ چينو په دريمه حصه ورپريوتو. ۱۱دَ ستورى نُوم مستياره وو. اَؤ دَ اوبو دريمه حصه دَ مستيارے په شان ترخه شوه اَؤ ډير زيات خلق دَ دے ترخو اوبو څښلو په وجه مړۀ شول.

۱۲کله چه څلورمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو دَ نمر دريمه حِصه اَؤ دَ سپوږمئ اَؤ دَ ستورو دريمه حِصه ووهلے شوه اَؤ دَ دغو دريمه حِصه تيارۀ شوه اَؤ دَ ورځے دريمه حِصه رڼا ختمه شوه اَؤ دغه شان دَ شپے هم.

۱۳بيا ما وليدل چه يو عُقاب په نيم آسمان کښے والوتو اَؤ په چغو ئے نعرے وهلے چه ”اَفسوس! اَفسوس! اَفسوس! دَ مزکے په اوسيدُونکو باندے، په وجه دَ هغه پاتے درے فرښتو په سُرنا چه اوس به ئے وغږوى.“