۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

ديارلسم باب

دَ اِختيار دَ خاوندانو تابعدارى

۱هر څوک دِ دَ اِختيار دَ خاوندانو تابعدار وى، ځکه چه داسے دَ اِختيار خاوند نِشته کُوم چه دَ خُدائے دَ طرفه نۀ وى اَؤ کُوم اِختيار لرُونکى چه موجُود دى، هغه دَ خُدائے دَ طرفه دى. ۲نو هر څوک چه دَ اِختيار دَ خاوند سره مُقابله کوى، هغه دَ خُدائے دَ اِنتظام مُخالفت کوى اَؤ څوک چه مُخالف وى، هغه به سزا مُومى. ۳ځکه چه نيکو خلقو ته دَ حاکمانو نه هيڅ خطره نۀ وى خو بدکارو ته ضرور وى. نو که تۀ چرے دَ حاکِم په وړاندے زړه ور اوسيدل غواړے نو نيکى کوه اَؤ هغه به ستا صفت کوى ۴ځکه چه هغه ستا دَ ښيګړے دَ پاره دَ خُدائے خادم دے، خو که چرے تۀ بدى کوے نو ويريږه ځکه چه هغۀ په لاس کښے تُوره بے فائدے نۀ ده آخستے. هغه دَ خُدائے خادم دے اَؤ دَ هغۀ دَ غضب مُوافق بدکارو له سزا ورکوى. ۵نو ځکه تابعدار اوسه، دا نۀ يواځے دَ غضب دَ ويرے له کبله لازمه ده بلکه په دے هم چه زړۀ هم دا ګواهى ورکوى.

۶تۀ دَ دے دَ پاره ټيکس هم ورکوے چه دا ګڼے چه هغوئ دَ خُدائے خادمان دى اَؤ په دے خاص کار کښے هميشه مشغُول دى. ۷دَ ټولو حق پُوره کوه، چا ته چه ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوه، څوک چه دَ محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوه، دَ چا چه ادب کول په کار دى، دَ هغوئ اَدب کوه، دَ چا چه عزت کول په کار دى، دَ هغوئ عزت کوه.

دَ ورورولئ مُحبت

۸په خپلو کښے دَ مُحبت نه بغير په بل هيڅ څيز کښے هم دَ چا پور په ځان مه ساتئ ځکه چه څوک چه دَ بل سره مُحبت کوى، هغۀ په شريعت پُوره عمل وکړو. ۹ځکه چه دا حُکمُونه چه :  ”زِنا مه کوئ، خُون مه کوئ، غلا مه کوئ، حرص مه کوئ“ اَؤ دَ دے نه علاوه نور چه څۀ حُکمُونه دى، دَ هغے ټولو خُلاصه په دے کښے ده چه :  ”دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه مُحبت کوئ.“ ۱۰مُحبت دَ خپل ګاونډى سره بد نۀ کوى، په دے سبب مُحبت کول دَ شريعت پُوره کول دى.

دَ عيسىٰ مسيح راتلل

۱۱اَؤ دَ وخت تقاضا پيژنئ ځکه چه اوس هغه وخت راغلے دے چه تاسو دَ خوبه بيدار شئ، ولے څۀ وخت چه مُونږ ايمان راؤړے وو، دَ هغے په نسبت اوس زمُونږ خلاصُون نزدے دے. ۱۲شپه ډيره تيره شوه، ورځ په راختو ده، نو بايد چه مُونږ دَ تيارے دَ کارُونو نه لاس واخلُو اَؤ دَ رڼا په کارُونو پسے ملا وتړُو، ۱۳اَؤ چه دَ ورځے دَ رڼا په مُطابق ژوندُون تير کړُو، نۀ چه په ګډا اَؤ نشه بازئ، نۀ په مستئ، نۀ په زِناکارئ اَؤ نۀ په شهوت پرستى، نۀ په جګړے اَؤ حسد، ۱۴بلکه په مالِک عيسىٰ مسيح ځان پټ کړئ اَؤ دَ وجُود دَ خواهشاتو دَ پاره تدبيرُونه مه کوئ.