۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل بعدی

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

شپاړسم باب

دَ پولوس ځانى سلام

۱زَۀ تاسو ته دَ فيبے چه زمُونږ خور اَؤ دَ کِنخريه دَ جماعت خدمتګاره ده، سفارش کوم، ۲چه تاسو هغه دَ مالِک په يووالى کښے داسے قبُوله کړئ لکه چه پاکانو ته په کار وى، اَؤ په کُوم کار کښے چه هغه تاسو ته مُحتاجه وى، دَ هغے مدد وکړئ، ځکه چه هغه هم دَ ډيرو مددګاره وه بلکه زما ئے هم مدد کړے دے. ۳پرسکله اَؤ اکويله ته مے سلام وايئ، هغوئ په مسيح کښے زما دَ کار ملګرى وُو. ۴هغوئ زما دَ ژوندانۀ دَ خاطره خپل ځانُونه په خطره کښے هم اچول اَؤ نۀ صرف زَۀ بلکه دَ غيرو يهُوديانو ټولو جماعتُونه دَ هغوئ شکر ګذار دى. ۵اَؤ هغه جماعت ته مے هم سلام وايئ کُوم چه دَ هغوئ په کور کښے دے.

ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چه دَ مسيح دَ پاره په آسيا کښے وړومبے ايماندار سړے دے. ۶مريم ته مے سلام کوئ، چا چه ستاسو دَ پاره ډير ځان کړولے دے. ۷اندرونيکوس اَؤ يونياس ته مے سلام وايئ، هغوئ زما وطنى دى اَؤ ما سره قيد شوى وُو اَؤ په رسُولانو کښے نُوميالى دى اَؤ زما نه ئے وړُومبے په مسيح ايمان راوړے وو.

۸امپلياطوس ته مے سلام وايئ چه دَ مالِک له خاطره په ما ګران دے. ۹اوربانوس ته مے سلام وايئ چه دَ مسيح په خدمت کښے زمُونږ ملګرے دے اَؤ په ما ګران ستاخوس ته مے سلام. ۱۰اَؤ په مسيح باندے په ايمان کښے آزمائيلے شوے اپيليس ته مے سلام وايئ اَؤ دَ اريستوبولوس دَ کور خلقو ته مے سلام وايئ. ۱۱زما وطنى هيروديون ته سلام اَؤ دَ نرکس دَ کور هغه خلقو ته سلام چه دَ مالِک سره يووالے لرى.

۱۲ترفينه اَؤ ترفوسه ته سلام ورکړئ چه دَ مالِک دَ پاره خوارى کوى اَؤ هم خوږے پرِيس ته سلام چه دَ مالِک دَ پاره ئے ډيره خوارى کړے ده. ۱۳اَؤ روفوس ته سلام چه دَ مالِک غوره شوے دے اَؤ دَ هغۀ مور ته چه زما هم مور ده، سلام وايئ. ۱۴اَسُنکريتوس، فليګون، هِرميس، پتروباس، هِرماس اَؤ هغو وروُڼو ته چه دَ هغوئ ملګرى دى، سلام وايئ. ۱۵فيلولوګوس اَؤ يوليه اَؤ نيريوس اَؤ دَ هغۀ خور اَؤ اُلمپاس اَؤ ټولو پاکانو ته چه دَ هغوئ سره دى سلام وايئ.

۱۶اَؤ په خپلو کښے يو بل په پاکه مينه ښکل کړئ اَؤ يو تر بله سلام وکړئ، دَ مسيح ټول جماعتُونه درته سلام وائى.

آخرى هدايت

۱۷نو اوس اَئے ورُوڼو! زَۀ تاسو ته دا خواست کوم چه کُوم خلق دَ هغه تعليم برخلاف چه تاسو حاصل کړے دے، دَ بے اِتفاقئ اَؤ تيندک خوړو سبب کيږى، هغه په نظر کښے ساتئ اَؤ ځان ترے ساتئ. ۱۸ځکه چه داسے خلق زمُونږ دَ مالِک مسيح خدمتګاران نۀ دى بلکه دَ خپلے خيټے خدمت کوى اَؤ په خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى. ۱۹ځکه چه ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښے مشهُوره شوے ده، ځکه زَۀ ستاسو په حقله خوشحاله يم خو غواړم چه په نيکئ کښے هوښياران شئ اَؤ دَ بدئ نه ځان ساتئ. ۲۰اَؤ خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، هغه به ډير زر شيطان ستاسو دَ پښو لاندے چخڼى کړى.

زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو سره وى. ۲۱زما ملګرے تيموتيوس اَؤ زما عزيزان لوکيوس، ياسون اَؤ سوسيپطرس درته سلام وائى.

۲۲دَ دے خط کاتب ترتيوس تاسو ته په مالِک کښے سلام وائى.

۲۳ګايوس چه زما اَؤ دَ ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس دَ ښار خزانچى اَؤ ورور کوارتوس درته سلام کوى. ۲۴زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى. آمين.

دَ خُدائے شکر

۲۵راځئ چه دَ خُدائے حمدوثنا ووايُو! هغه تاسو په ايمان کښے مظبُوطولے شى لکه چه دَ عيسىٰ مسيح دَ زيرى په مُطابق چه زَۀ آؤروم! له دے نه علاوه دَ خُدائے په کشف کښے همدغه پټ مقصد دے. هغه کشف دَ ډيرے مُودے راسے پټ وو، ۲۶خو اوس څرګند کړے شو، اَؤ ازلى خُدائے دَ نبيانو دَ کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ دَ حُکم په مُطابق ټول قومُونه دَ ايمان راوړلو سره دَ هغۀ تابع شى.

۲۷دَ هغه واحد خُدائے چه په هر څۀ پوهيږى، دَ عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله لوئى وى! آمين.

فصل بعدی