۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دريم باب

۱نو بيا يهُودى څۀ غوره والے لرى؟ اَؤ دَ سُنت کيدلو فائده څۀ ده؟ ۲په هره معامله کښے ډيره! دَ ټولو نه لويه دا چه دَ خُدائے کلام هغوئ ته وسپارلے شو. ۳په دے څۀ که په دوئ کښے ځنے بے وفا وُو؟ آيا دَ دوئ بے وفائى به دَ خُدائے وفادارى بے اثره کړى؟ ۴هيڅ کله نه! که هر ژوندے بنى آدم دروغژن هم شى خو خُدائے به خامخا رښتُونے وى، لکه چه په صحيفو کښے مُونږ دا لولو چه : 

”تۀ دِ په خپلو خبرو کښے رښتُونے وګرزے

اَؤ په خپل عدالت کښے دِ برے ومُومے.“

۵خو بل سوال دا چه که چرے زمونږ بے انِصافى دَ خُدائے دَ انِصاف ښکاره کولو سبب کيدے شى نو بيا مُونږ په کښے څۀ وئيلے شو؟ آيا دا دَ خُدائے دَ لورى بے انِصافى ده چه خُدائے په مُونږ غضب نازلوى؟ زَۀ داسے دَ اِنسان په طور وايم. ۶هيڅ کله نه! که چرے خُدائے بے اِنصافه وى نو هغه به دَ دُنيا عدالت څنګه وکړى؟

۷بيا دا، که چرے دَ خُدائے حقيقت هغۀ ته لا زيات جلال زما دَ دروغو په سبب ورکوى نو بيا دِ دَ څۀ دَ پاره زَۀ په خپلو ګُناهونو مُجرم کيږم؟ ۸نو بيا ولے دِ بد ونۀ کړے شى چه ښۀ پرے څرګند شى؟ لکه چه ځنے په مُونږ دا تُهمت لګوى چه مُونږ داسے وايُو! چه دوى مُجرم وګرزولے شى نو دا بے اِنصافى نۀ ده.

هيڅوک صادِق نِشته

۹بيا نو څنګه؟ آيا مُونږ يهُوديان څۀ هم دَ نورو نه ښۀ يُو څۀ؟ نه، بلکل نه! ځکه چه مُونږ دَ مخکښے نه دا اِلزام عائد کړے دے چه يهُوديان اَؤ غير يهُوديان دواړه يو شان دَ ګُناه په ولقه کښے دى. ۱۰لکه چه صحيفے وائى چه : 

”هيڅوک صادِق نِشته، يو هم نِشته.

۱۱داسے هيڅوک نِشته چه پوهيږى،

داسے هيڅوک نِشته چه دَ خُدائے طالب وى.

۱۲ټول ګُمراه دى اَؤ دَ هيڅ کار نۀ دى،

داسے هيڅوک نِشته چه مهربانى کوى،

نه، هيڅوک نِشته.

۱۳دَ هغوئ مرئ دَ پرانستى قبرُونو په شان دى،

هغوئ دَ خپلو ژبو سره ټګى کوى،

دَ هغوئ په شونډو دَ مارانو زهر پراتۀ دى.

۱۴اَؤ دَ هغوئ خُلے دَ ترخو خبرو اَؤ لعنتُونو نه ډکے دى.

۱۵دَ هغوئ پښے دَ وينے تويولو پلو په دَؤ دى.

۱۶تباهئ اَؤ بدحالئ دَ هغوئ په لارو کښے دى.

۱۷هغوئ دَ سلامتئ دَ لوئے لارے نه نا آشنا دى.

۱۸اَؤ دَ خُدائے ويره دَ هغوئ په خيال کښے نۀ راځى.“

۱۹مُونږ ته معلُومه ده چه دَ شريعت ټول کلام دَ هغه چا دَ پاره دے څوک چه دَ شريعت دَ لاندے دے، دَ دے دَ پاره چه يو سړے هم څۀ عُذر ونۀ لرى اَؤ دغه شان ټوله دُنيا دَ خُدائے په مخکښے مُجرمه کړے شى. ۲۰اَؤ يو سړے به هم په شريعت دَ عمل کولو دَ خُدائے په وړاندے صادِق نۀ وى ځکه چه شريعت خو صرف دَ ګُناه دَ پيژندلو سبب دے.

دَ ايمان په وسيله صداقت

۲۱خو اوس دَ شريعت نه بيخى آزاد دَ خُدائے صداقت څرګند کړے شوے دے چه شريعت اَؤ نبيان دواړه دَ دے ګواه دى، ۲۲يعنے دَ خُدائے له طرف نه صداقت چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان په وسيله هغه ټولو ته ورکړے شى، يعنے هغوئ ټولو ته چه په هغۀ ايمان راؤړى. په دوئ کښے هيڅ فرق نِشته، ۲۳ځکه چه ټولو ګُناه کړے ده اَؤ دَ خُدائے دَ لوئى نه محرُوم دى، ۲۴اَؤ ټول دَ خُدائے په رحم ويړيا صادِق کيږى ولے چه عيسىٰ مسيح هغوئ خلاص کړى دى. ۲۵ځکه چه خُدائے مسيح دَ دے دَ پاره مُقرر کړے وو چه دَ هغۀ دَ قُربانئ په کفاره اَؤ په هغۀ دَ ايمان په وسيله ګُناهُونه وونيځى اَؤ چه خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چه خُدائے صابر دے نو په تيرو شو ګُناهُونو ئے څۀ غرض ونۀ لرو، ۲۶دَ دے دَ پاره چه په دے زمانه کښے صداقت ښکاره کړى اَؤ دا ښکاره کړى چه هغه په خپله صادِق دے اَؤ هر هغه سړے صادِق ګڼى چه په عيسىٰ مسيح ايمان لرى.

۲۷نو بيا فخر کول چرته؟ دا بے ځايه دى! په کُوم سبب؟ دَ عمل کولو په وجه؟ نه، خو دَ ايمان په وسيله. ۲۸مُونږ دا وايُو چه خُدائے سړے دَ ايمان په وسيله صادِق کوى، نۀ چه په شريعت دَ عمل کولو. ۲۹آيا دا چه خُدائے يواځے دَ يهُوديانو خُدائے دے؟ آيا هغه دَ غيرو يهُوديانو خُدائے نۀ دے؟ بے شکه چه هغه دَ غيرو يهُوديانو خُدائے هم دے. ۳۰ځکه چه خُدائے يو دے اَؤ هغه به سُنت شوى دَ ايمان په وسيله اَؤ ناسُنته هم دَ ايمان په وسيله صادِق کړى. ۳۱آيا دَ دے دا مطلب دے چه مُونږ دَ ايمان په وسيله شريعت بے اثره کوو؟ هيڅ کله نه، بلکه مُونږ خو شريعت مظبُوطوو.