۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

شپږم باب

په ګُناه کښے مړۀ خو په مسيح کښے ژوندى

۱نو بيا مُونږ په دے کښے څۀ ووايو؟ آيا مُونږ دِ تل په ګُناهونو کښے بوخت يُو په دے چه فضل نور هم زيات شى؟ ۲نه! هيڅ کله نه! چه مُونږ مړۀ شولو چه نوره ګُناه ونۀ کړُو نو اوس څنګه په ګُناه کښے ژوند تيرولے شو؟ ۳آيا تاسو په دے نۀ پوهيږئ څۀ؟ چه هر کله چه زمُونږ دَ عيسىٰ مسيح سره په شامليدو بپتسمه وشوه نو مُونږ دَ هغۀ په مرګ کښے دَ شامليدو بپتسمه واخسته. ۴اَؤ په دے بپتسمه مُونږ دَ هغۀ سره ښخ کړے شولُو اَؤ ورسره مړۀ شولُو، اؤ کله چه عيسىٰ دَ پلار په جلال کښے له مړو نه راپورته کړے شو نو دغه شان مُونږ هم په نوى ژوندُون کښے شامل شوُو.

۵نو که چرے مُونږ دَ هغۀ په مرګ کښے ورسره شامل شُوو نو دغه شان به دَ هغۀ په بيا ژوندى کيدو کښے هم يُو. ۶مُونږ ته دا معلُومه ده چه څنګه چه په يو وخت کښے چه مُونږ وُو نو زمُونږ هغه زوړ اِنسانيت دَ مسيح سره په سولئ کړے شوے دے چه دَ ګُناه ګار دَ نفس قُوت بے اثره کړى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغے نه پس نور دَ ګُناه غلامان نه شُو. ۷ځکه چه کله چه يو سړے مړ شى نو دَ ګُناه دَ قُوت نه آزاد شى ۸خو که چرے مُونږ دَغسے دَ مسيح سره مړۀ شوى يُو نو زمُونږ ايمان دے چه دَ هغۀ سره به ژوندى کيږُو هم. ۹مُونږ ته دا معلُومه ده چه مسيح يو ځل له مړو نه ژوندے شوے دے، نو بيا هيڅ کله مړ کيدے نۀ شى اَؤ مرګ په هغۀ باندے نور هيڅ واک اِختيار نۀ لرى. ۱۰کله چه هغه مړ شو نو هغه دَ ګُناه دَ پاره يو ځل مړ شو اَؤ بيا دوباره نۀ مرى، اَؤ په ژوندانۀ کښے چه هغه ژوندے دے نو هغه دَ خُدائے په نِزد ژوندے دے. ۱۱هم دغه شان تاسو خپل ځانُونه دَ ګُناه دَ پاره مړۀ وګڼئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح سره په شامليدو کښے دَ خُدائے په نزد ژوندى يئ.

۱۲نو ځکه ستاسو په فانى ژوندُون کښے دِ دَ ګُناه نور اِختيار نۀ وى چه دَ اِنسانى خواهشاتو دَ پُوره کولو حُکم ئے ومنئ. ۱۳دَ دے نه پس تاسو دَ خپل وجُود اَندامُونه دَ ګُناه دَ پاره مه اِستعمالوئ اَؤ خپل ځانُونه خُدائے ته وسپارئ، داسے لکه مړۀ چه بيا راژوندى شوى دى، اَؤ خپل اَندامُونه هغۀ ته دَ صداقت دَ پاره اِستعمالوئ، ۱۴دَ دے دَ پاره چه ګُناه نور په تاسو باندے حُکم ونۀ چلوى ځکه چه تاسو نور دَ شريعت دَ لاندے نۀ يئ بلکه دَ خُدائے دَ فضل دَ لاندے يئ.

دَ صداقت غُلامان

۱۵بيا نو څنګه؟ مُونږ دِ ګُناه کوُو ځکه چه مُونږ دَ شريعت نه آزاد يُو اَؤ دَ فضل دَ لاندے يُو؟ هيڅ کله نه! ۱۶تاسو ته ښه معلُومه ده چه تاسو چه کُوم مالِک ته ځان وقف کړئ اَؤ دَ هغۀ فرمانبردار شئ نو دَ هغۀ غُلامان يئ. تاسو دَ ګُناه فرمانبردارى کولے شئ خو انجام به ئے مرګ وى، يا دَ خُدائے فرمانبردارى چه انجام ئے صداقت دے. ۱۷نو دَ خُدائے شکر په دے په کار دے چه تاسو په يو وخت کښے دَ ګُناه غُلامان وئ خو اوس دَ زړۀ دَ اِخلاصه دَ هغه دَ تعليم کُوم چه تاسو ته په حواله شوے دے، فرمانبردار يئ، ۱۸اَؤ دَ ګُناه نه آزاد کړے شوئ اَؤ دَ صداقت غُلامان شوى يئ. ۱۹زَۀ ستاسو دَ اِنسانى کمزورتياؤ په سبب په عامو اَلفاظو کښے وايم، لکه څنګه چه تاسو يو ځلے خپل ځانُونه دَ ناپاکئ اَؤ بدراهئ دَ پاره غُلامان کړى وُو نو دغه شان ئے اوس دَ صداقت دَ پاره غُلامان کړئ چه مُقدس شئ. ۲۰کله چه تاسو دَ ګُناه غُلامان وئ نو تاسو دَ صداقت نه آزاد وئ. ۲۱نو فائده ئے څۀ وه؟ هغه دا وه چه اوس پرے شرميږئ ځکه چه انجام ئے مرګ دے! ۲۲خو اوس تاسو دَ ګُناه دَ غُلامئ نه آزاد يئ اَؤ دَ خُدائے غُلامان يئ، نو تاسو خُدائے ته وقف شوى يئ اَؤ اَنجام مُوٰ دَ تل ژوندُون دے. ۲۳ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دے خو دَ خُدائے بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے دَ تل ژوندُون دے.