دَ تيطوس په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دويم باب

صحيح تعليم ورکول

۱خو تۀ هغه خبرے وربيان کړه کُومے چه دَ صحيح تعليم دَ پاره مُناسب دى، ۲يعنے دا چه بُوډاګان دِ پرهيزګاره، په خوئ درانۀ اَؤ تقوىٰ دار وى، اَؤ دَ هغوئ ايمان اَؤ مينه اَؤ صبر دِ صحيح وى. ۳دغه شان دِ دَ بوډئ ګانو ښځو ظاهرى چال چلن دَ نيکانو وى، هغوئ دِ تور لګوُونکے اَؤ زيات شراب څښونکے نۀ وى بلکه ښے خبرے ورزده کوُونکے دِ وى، ۴دَ دے دَ پاره چه ځوانانو ښځو ته وښائى چه دَ خپلو خاوندانو اَؤ خپلو بچو سره دِ مينه ولرى، ۵اَؤ تقوىٰ دارے، پاک لمنے اَؤ دَ کور کار کوُونکے اَؤ مهربانى کوُونکے اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسى، دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے کلام بدنام نۀ شى.

۶اَؤ زلمو ته هم داسے نصيحت کوه چه هغوئ دِ تقوىٰ دار شى. ۷په ټولو خبرو کښے خپل ځان دَ ښو کارُونو يوه نمُونه جوړه کړه، ستا په تعليم کښے دِ پاکوالے اَؤ درُوندوالے وى. ۸اَؤ ستا کلام دِ دومره صحيح وى چه څوک په کښے څۀ وئيلے نۀ شى، دَ دے دَ پاره چه مُخالف په مُونږ کښے څۀ عيب ونۀ مُومى اَؤ شرمنده شى.

۹غُلامانو ته نصيحت کوه چه دَ خپلو مالِکانو حُکم دِ منى اَؤ په هره خبره کښے دِ هغوئ خوشحاله ساتى اَؤ دَ هغوئ په حُکم کښے دِ هيڅ کله تکرار نۀ کوى، ۱۰غلا دِ نۀ کوى بلکه هميشه دِ ديانتدارى په ښۀ شان ظاهروى دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ دَ مخه په هره خبره کښے زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے تعليم عزت ومُومى.

۱۱ځکه چه دَ خُدائے فضل دَ ټولو خلقو دَ خلاصون دَ پاره ظاهر شوے دے. ۱۲اَؤ مُونږ ته دا ښائى چه بے دينى اَؤ دُنياوى خواهشُونه پريږدُو اَؤ په موجُوده جهان کښے په پرهيزګارئ، صداقت اَؤ ديندارئ سره ژوند تير کړُو. ۱۳اَؤ دَ هغه مُبارک اُميد، يعنے دَ خپل لوئے خُدائے اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ جلال دَ ظاهريدو په اِنتظار شُو، ۱۴چا چه خپل ځان زمُونږ دَ پاره ورکړو چه مُونږ دَ هر قِسم نافرمانبردارئ نه خلاص کړى اَؤ پاک مو کړى، اَؤ په خپل خاص ملکيت کښے مو يو داسے خلق وګرزوى کُوم چه دَ ښۀ کارُونو دَ پاره په کار آخته وى.

۱۵په پُوره اِختيار سره دغه خبرے کوه، خلقو ته نصيحت کوه اَؤ ملامته کوه ئے. هيڅ څوک دِ هم تا ته په سپکه ونۀ ګورى.