کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ما یوځل بیا وکتل او دا ځل مې یو طومار ولیده چې په هوا کې الوت. ۲ فرښتې راڅخه پوښتنه وکړه چې ته څه وینې؟ ما ځواب ورکړ: «یو طومار وینم چې په هوا کې روان دی، هغه لس متره اوږد دی او پنځه متره یې سور دی.» ۳ بیا فرښتې ما ته وویل: «په هغه لعنت لیکل شوی دی چې ټولې دنیا ته وړل کیږي. د طومار په یو مخ باندې لیکل شوي دي چې که چېرې څوک غلا وکړي، نو هغه به د وطن نه وویستل شي او په بل مخ باندې لیکل شوي دي چې هرڅوک چې په دروغو قسم وخوري، نو هغه به هم ورک شي. ۴ مطلق قادر څښتن وایي چې زه به دا لعنت د هغه چا په کور باندې چې غلا کوي، نازل کړم او د هغه چا په کور باندې چې په دروغو قسم خوري، نازل کړم. دا به د هغوی په کورونو کې پاتې شي او هغه کورونه به د لرګيو او تیږو سره له منځه لاړ شي.»
۵ بیا هغه فرښته چې زما سره یې خبرې کولې، ما ته رانژدې شوه او ویې ویل: «پورته وګوره چې څه شی راروان دی! ۶ ما پوښتنه وکړه: «دا څه شی دی؟» هغې ځواب راکړ: «دا ټوکرۍ ده او هغه د یهودا د ټول وطن د ګناهونو نه ډکه ده.» ۷ هغې ټوکرۍ یو سرپوښ درلود چې د سرپو نه جوړ شوی ؤ. کله چې د ټوکرۍ نه سرپوښ لېرې شو، نو په هغې کې یوه ښځه ناسته وه. ۸ فرښتې وویل: «دا ښځه د بدکارۍ یو مثال دی.» بیا فرښتې هغه ښځه بېرته ټوکرۍ ته ورټېل وهله او سرپوښ یې بېرته ورباندې کېښود.
۹ ما پورته وکتل او دوه ښځې مې ولیدلې چې د لګ لګ په شان قوي وزرونه یې لرل او زما خواته راوالوتلې. هغوی ټوکرۍ راواخیستله او د ټوکرۍ سره پورته والوتلې. ۱۰ ما د فرښتې نه پوښتنه وکړه: «هغوی دا ټوکرۍ چېرته وړي؟» ۱۱ هغې ځواب راکړ: «هغه بابل ته وړي. هلته د هغې دپاره عبادتځای جوړوي. کله چې عبادتځای جوړ شو، نو ټوکرۍ به په هغه ځای کې کېښودل شي.»