کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ما بله رویا ولیدله. دا ځل مې څلور جنګي ګاډۍ ولیدلې چې د دوه برنجي غرونو له منځ نه راووتلې. ۲ لومړنۍ ګاډۍ سرو اسونو او دوهمه ګاډۍ تورو اسونو راکشوله، ۳ درېمه ګاډۍ سپینو اسونو او څلورمه ګاډۍ برګو اسونو راکشوله او ټول ډېر قوي وو. ۴ نو ما د فرښتې نه پوښتنه وکړه: «صاحبه، د دې ګاډیو معنی څه ده؟» ۵ هغې ځواب راکړ: «دا څلور اسماني روحونه دي، هغوی د ټولې دنیا د څښتن له حضور نه راغلي دي.»
۶ کومه ګاډۍ چې تورو اسونو کشوله هغه د بابل شمال خواته روانه وه، د سپینو اسونو والا ګاډۍ په هغوی پسې روانه وه او د برګو اسونو ګاډۍ د جنوب خوا وطن ته روانه وه. ۷ کله چې هغه قوي اسونه راووتل او په بېصبرۍ سره یې غوښتل چې لاړ شي او په ټوله دنیا کې وګرځي. فرښتې وویل: «لاړ شئ او په ټوله دنیا کې وګرځئ! او هغوی روان شول.» ۸ بیا فرښتې ما ته غږ وکړ: «کوم اسونه چې شمال خواته بابل ته لاړل، په دې باندې د څښتن روح ارام شو.»
۹ بیا څښتن ما ته دا پیغام راکړ. ۱۰-۱۱ هغه وویل: «د حلدای، طوبیا او یدعیا خلک د جلاوطنۍ څخه راغلي دي. هغوی د ځان سره د سرو زرو او سپینو زرو سوغاتونه راوړي دي. هغه د هغوی نه واخله او سمدلاسه د سفنیا د زوی یوشیا کور ته لاړ شه. د هغو سپینو او سرو زرو نه یو تاج جوړ کړه او هغه د مشر کاهن یوشع د یهوصاداق زوی ته ور په سر کړه. ۱۲ هغه ته ووایه چې مطلق قادر څښتن وایي: «هغه سړی چې د څانګې په نوم یادیږي، هغه به په خپل ځای کې د څانګې په شان راشین شي او د څښتن عبادتځای به بېرته جوړ کړي. ۱۳ هغه هماغه سړی دی چې دا عبادتځای به جوړ کړي، شاهانه عزت به ترلاسه کړي او په خپلو خلکو باندې به پاچاهي کوي. کاهن به د هغه د تخت سره ولاړ وي او هغوی به یو د بله سره په ارامۍ او همغږۍ سره کار کوي. ۱۴ هغه تاج به د حلدای، طوبیا، یدعیا او د سفنیا زوی یوشیا ته د درناوي په خاطر د څښتن په عبادتځای کې د یادګار په توګه پروت وي.
۱۵ کوم خلک چې په لېرې ځایونو کې اوسیږي، هغوی به راشي او د څښتن د عبادتځای په جوړولو کې به مرسته وکړي. کله چې هغه جوړ شي، نو تاسو به پوه شئ چې زه مطلق قادر څښتن تاسو ته رالېږلی یم. دا هر څه به په هغه وخت کې وشي چې تاسو د خپل څښتن خدای د حکمونو څخه په پوره توګه پیروي وکړئ.