کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ افسوس د اورشلیم په حال چې سرکښه او فاسد ښار دی او په خپلو خلکو باندې ظلم کوي. ۲ هغه د څښتن خبرو ته غوږ نه نیسي او نه اصلاح کیږي. هغه په څښتن باندې توکل نه کوي او نه د مرستې په خاطر هغه ته سوال کوي. ۳ د هغه مامورین د غورېدونکو زمریانو په شان دي. قاضیان یې د وږیو لېوانو په شان دي او دومره وږي دي چې تر سهاره پورې هېڅ شی هم نه پرېږدي. ۴ پیغمبران بېمسوولیته او خاینان دي. کاهنان د سپېڅلو شیانو سپکاوي کوي او هغوی د خدای قانون ماتوي. ۵ خو څښتن لا اوس هم په هغه ښار کې موجود دی. هغه بېانصافي نه کوي او غلط کار نه کوي. هغه په دوامداره توګه هره ورځ خپلو خلکو ته انصاف ښایي، خو بدکاره خلک بیاهم خپلو بدو کارونو ته دوام ورکوي او نه شرمیږي.
۶ څښتن وایي: «ما ډېر قومونه له منځه وړي دي، د هغوی ښارونه مې وران کړي دي او د هغوی دېوالونه او برجونه مې په کنډوالو باندې بدل کړي دي. ښارونه شاړ شوي او کوڅې خالي دي، ترڅو هېڅوک په کې تګ او راتګ ونه کړي او هېڅوک په کې پاتې نه دي. ۷ ما فکر کاوه چې بیا به خلک زما څخه وېره وکړي او ځانونه به اصلاح کړي. بیا به د هغوی د اوسېدلو ځایونه تباه نه شي او ما چې هغوی ته کوم درس ښودلی دی، هغه به نه هېروي. خو هغوی یوازې د دې شوقمن دي چې د پخوا په شان هر ډول بد کارونه وکړي.
۸ څښتن وایي: «صبر وکړئ، د هغې ورځې انتظار کوئ چې د قومونو په خلاف راپورته شم. ما دا پرېکړه کړې ده چې قومونه او پاچاهۍ سره راټول کړم چې خپل قهر او غضب ورباندې نازل کړم. ټوله دنیا به زما د غیرتي قهر په اور کې له منځه لاړه شي.
۹ زه به د خلکو خبرې په سمو خبرو بدلې کړم او هغوی به یوازې ما ته دعا کوي. هغوی به اوږه په اوږه زما خدمت کوي. ۱۰ د ایتوپیا د سیندونو د بلې غاړې څخه به زما عبادت کوونکي یعنې زما خواره واره خلک به هم ما ته نذرانې راوړي. ۱۱ په هغه وخت کې به تاسو چې زما قوم یئ، په دې خاطر به نور نه شرمېږئ چې زما په وړاندې مو سرکښي کړې ده. زه به هر کبرجن او مغروره کس ستاسو له منځ نه ورک کړم او تاسو به بیا په سپېڅلي غره باندې زما په وړاندې سرکښي نه کوئ. ۱۲ خو زه به هلته یوازې عاجز او خاکساره خلک پرېږدم او هغوی به ما ته پناه راوړي. ۱۳ د اسراییلو کوم خلک چې ژوندي پاتې دي هغوی به د هېچا سره غلطي نه کوي، دروغ به نه وایي او څوک به نه غولوي. هغوی به په سوله او امن کې ژوند کوي او د هېچا نه به نه وېریږي.»
۱۴ ای د اسراییلو خلکو
د خوشحالۍ ووهئ چیغې او سندرې وایئ
ای د اورشلیم خلکو
خوشحاله اوسئ او خوښي کوئ د زړه له اخلاصه
۱۵ ستاسو سزا نه څښتن شولو تېر
هغه ورک کړل ټول دښمنان ستاسو
څښتن، د اسراییلو پاچا مل دی ستاسو سره
نور مه وېرېږئ له هېڅ بلا نه
۱۶ راروان دی هغه وخت
چې به وویل شي اورشلیم ته
مه وېرېږه د صهیون ښاره
پام چې کمزوری نه شې
۱۷ تا سره مل دی څښتن خدای
هغه قوي عسکر دی او تا ته به درکړي نجات
وي به خوشحاله څښتن ستا نه
په خپله مینه کې به درکړي ارامي تا ته
وایي سندرې درته او وي به خوشحاله ستا نه ۱۸ څښتن وایي:
زه به راټول کړم هغه خلک چې غمجن دي
ځکه کولای نه شي چې اختر ولمانځي
ما لېرې کړې بدبختي له تا نه
او بېعزتي مې ایسته کړې له تا
۱۹ راروان دی هغه وخت
زه به ورکړمه سزا هغو ته
چې په تا باندې یې ظلم کړی
زه به ګوډانو ته نجات ورکړمه
زه به راولم جلاوطني خپلو کورونو ته
د هغوی شرم به بدل کړم په عزت باندې
او مشهور به یې کړم ټوله دنیا کې
۲۰ راروان دی هغه وخت
کور ته به راولمه زه ستا خپاره شوي خلک
ټوله دنیا کې مشهور به کړم تا
او یوځل بیا به دې نېکمرغه کړمه په خپل ژوند کې څښتن داسې ویلي دي.