د لومړي تواریخ کتاب

اووم فصل

د یساکار اولاده

۱ یساکار څلور زامن درلودل: تولاع، فوه، یاشوب او شمرون.

۲ تولاع شپږ زامن درلودل: عزي، رفایا، یریییل، یحمای، یبسام او سموییل. هغوی د تولاع د طایفې د کورنیو مشران او زړور عسکر وو. د داود پاچا په وخت کې د هغوی د اولادې شمېر ۲۲۶۰۰ تنه وو.

۳ عزي د یزرحیا پلار او د میکاییل، عوبدیا، یوییل او د یشیه نیکه ؤ او دا د کورنیو مشران هم وو. ۴ هغوی دومره ډېرې ښځې او اولادونه درلودل چې د خپلې اولادې د شمېر سره سم هغوی کولای شول چې ۳۶۰۰۰ کسان د عسکرۍ دپاره تیار کړي. ۵ د یساکار د قبیلې د ټولو کورنیو په نسب نامې کې ۸۷۰۰۰ تنه جنګیالي ثبت شوي وو.

د بنیامین اولاده

۶ بنیامین درې زامن درلودل: بالع، باکر او یدییئیل.

۷ بالع پنځه زامن درلودل: اصبون، عزي، عزییل، یریموت او عیري. هغوی ټول قوي عسکر او د خپل پلار په طایفه کې د کورنیو مشران وو. د بالع د طایفې په نسب نامې کې ۲۲۰۳۴ تنه جنګیالي ثبت شوي وو.

۸ باکر نهه زامن درلودل: زمیره، یوآش، الیعازر، الیوعینای، عمري، یریموت، ابیا، عناتوت او علمت. ۹ د هغوی په نسب نامه کې د ۲۰۲۰۰ تنو قوي عسکرو او د قبیلو د مشرانو نومونه ثبت شوي وو.

۱۰ یدیعییل د بلهان پلار او د یعوش، بنیامین، ایهود، کنعنه، زیتان، ترشیش او د اخیشاحر نیکه ؤ. ۱۱ هغوی په خپله طایفه کې د کورنیو مشران وو او په دې طایفه کې ۱۷۲۰۰ تنه قوي عسکر د جګړې دپاره تیار وو. ۱۲ عیر دوه زامن درلودل چې شفیم او حفیم نومېدل او احیر د حوشیم په نامه یو زوی درلود.

د نفتالي اولاده

۱۳ بلهه د نفتالي مور وه. نفتالي څلور زامن درلودل: یحصیییل، جوني، یصر او شلوم.

د منسي اولاده

۱۴ منسي دوه زامن درلودل: اسریییل او ماخیر، چې د هغه سوریایۍ وینځې زېږولي وو. ماخیر د جلعاد پلار ؤ. ۱۵ ماخیر یوه ښځه حفیم ته او یوه یې هم شفیم ته وکړه. ماخیر یوه خور درلودله چې معکه نومېدله.

د ماخیر دوهم زوی صلفخاد ؤ او هغه یوازې لورګانې درلودلې.

۱۶ د ماخیر ښځې معکې فارش او شارش وزېږول. فارش دوه زامن درلودل: اولام او راقم. ۱۷ اولام د بدان پلار ؤ. دا ټول د جلعاد په اولاده کې شامل وو. جلعاد د ماخیر زوی او د منسي لمسی ؤ.

۱۸ د جلعاد خور، همولکه درې زامن درلودل: ایشهود، ابیعزر او محله.

۱۹ شمیداع څلور زامن درلودل: اخیان، شکیم، لقحي او انیعام.

د افرایم اولاده

۲۰ افرایم د شوتالح پلار، د بارد نیکه او د تحت غور نیکه ؤ. د هغه د کورنۍ نوره شجره په لاندې ډول وه: العادا، تحت، ۲۱ زاباد، او شوتالح. افرایم دوه نور زامن هم درلودل، ایصر او العاد. خو هغوی په هغه وخت کې ووژل شول کله چې هغوی د جت سیمې له اوسېدونکو څخه د څارویو د غلا کولو هڅه وکړه. ۲۲ افرایم په خپلو زامنو ډېره موده ویر وکړ او د هغه خپلوان به راتلل او هغه ته به یې ډاډګېرنه ورکوله. ۲۳ هغه بیا د خپلې ښځې سره یو ځای شو او هغه امیدواره شوه او یو زوی یې وزېږاوه. افرایم په هغه باندې د بریعه نوم کېښود، ځکه چې هغه د مصیبت په وخت کې وزېږېده.

۲۴ شیره د افرایم لور وه. هغې د ښکتني او پورتني بیت حورون او د ازین شیره ښارګوټي ودان کړل.

۲۵ افرایم یو بل زوی هم درلود چې رافح نومېده او د هغه د اولادې ترتیب په لاندې ډول ؤ: راشف یې زوی، تالح یې لمسی، تاحن یې کړوسی ؤ ۲۶ او نوره اولاده یې لعدان، عمیهود، الیشمع، ۲۷ نون او یوشع وو.

۲۸ د افرایم اولادې په جنوب کې تر بیت ییل پورې، په ختیځ کې تر نعران پورې او په لوېدیځ کې تر جازر پورې سیمې او ښارګوټي ونیول. د هغوی په خاوره کې د دغو ښارګوټو د شاوخوا کلي او هم شکیم، ایه او د هغو شاوخوا کلي شامل وو.

۲۹ د منسي د قبیلې د سرحد په اوږدو کې بیت شان، تعنک، مجدو، دور او د هغو د شاوخوا کلي شامل وو.

د یعقوب د زوی یوسف اولاده په دغو ښارګوټو او کلیو کې اوسېدله.

د اشیر اولاده

۳۰ اشیر څلور زامن درلودل چې یمنه، یشوه، یشوی او بریعه نومېدل او یوه لور یې درلودله چې سارح نومېدله.

۳۱ بریعه دوه زامن درلودل: حابر او ملکیییل. ملکیییل د برزاوت پلار ؤ. ۳۲ حابر درې زامن درلودل چې یفلیط، شومیر او حوتام نومېدل او یوه لور یې درلودله چې شوعا نومېدله. ۳۳ یفلیط درې زامن درلودل: فاسک، بمهال او عشوت. ۳۴ شومیر څلور زامن درلودل: اخي، رهجه، یحبه او آرام. ۳۵ د یفلیط ورور هیلام څلور زامن درلودل: صوفح، یمناع، شالش او عامال. ۳۶ د صوفح زامن دا وو: سوح، حرنفر، شوعال، بیري، یمره، ۳۷ باصر، هود، شما، شلشه، یتران او بیرا. ۳۸ یتر درې زامن درلودل: یفنه، فسفا او ارا.

۳۹ علا درې زامن درلودل: آرح، حنیییل او رصیا.

۴۰ دا د اشیر اولاده وه او هغوی ټول د کورنیو ډېر عزتمن مشران او زړور خلک وو چې د عسکرۍ دپاره تیار وو. د اشیر په قبیله کې ټول چې په نسب نامه کې ثبت شوي وو، ۲۶۰۰۰ تنه وو.