د لومړي تواریخ کتاب

اتم فصل

د بنیامین نوره اولاده

۱ بنیامین پنځه زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: بالع، اشبیل، اخرخ، ۲ نوحه او رافا. ۳ د بالع زامن په لاندې ډول دي: ادار، جیرا، ابیهود، ۴ ابیشوع، نعمان، اخوخ، ۵ جیرا، شفوفان او حورام.

۶‏-۷ د ایهود زامن دا وو: نعمان، اخیا او جیرا. هغوی د جبع په ښارګوټي کې د طایفو مشران وو، خو وروسته د مناحت ښارګوټي ته د اسیرانو په توګه بوتلل شول او دا د جیرا لارښوونه وه. جیرا دوه زامن درلودل چې عزه او اخیحود نومېدل.

۸‏-۱۱ شحرایم او د هغه ښځې حوشیم دوه زامن درلودل چې ابیطوب او الفعل نومېدل. خو شحرایم وروسته حوشیم او خپلې بلې ښځې یعنې بعرا ته طلاق ورکړ. بیا هغه د موآب هېواد ته کډه وکړه او هلته یې د خوداش سره واده وکړ او هغې اووه زامن وزېږول چې نومونه یې دا وو: یوباب، ظبیا، میشا، ملکام، یعوز، شکیا او مرمه. هغوی ټول د شحرایم په طایفه کې د کورنیو مشران وو. ۱۲ د الفعل د زامنو نومونه په لاندې ډول دي: عیبر، مشعام او شامد. شامد د اونو او د لود ښارګوټي او د هغو د شاوخوا کلي ودان کړل.

۱۳ بریعه او شمع هم د الفعل زامن وو. هغوی په هغې طایفې کې د کورنیو مشران وو چې د ایالون په ښارګوټي کې اوسېدل او هغوی د جت د ښار اوسېدونکي وشړل. ۱۴‏-۱۶ د بریعه په اولاده کې اخیو، شاشق، بریموت، زبدیا، عراد، عیدر، میکاییل، یشفه او یوخا شامل وو. ۱۷‏-۱۸ د الفعل په اولاده کې زبدیا، مشلام، حزقي، حابر، یشمرای، یزلیا او یوباب شامل وو. ۱۹‏-۲۱ د شمعي په اولاده کې یاقیم، زکري، زبدي، الیعینای، صلتای، الیییل، عدایا، برایا او شمرت شامل وو. ۲۲‏-۲۵ د شاشق په اولاده کې یشفان، عیبر، الیییل، عبدون، زکري، حانان، حننیا، عیلام، عنتوتیا، یفدیا او فنوعیل شامل وو. ۲۶‏-۲۷ د یروحام په اولاده کې شمشرای، شحریا، عتلیا، یعرشیا، ایلیا او زکري شامل وو. ۲۸ دا ټول چې په نسب نامه کې ثبت شوي وو، په خپله طایفه کې د کورنیو مشران وو او په اورشلیم کې اوسېدل.

۲۹ یعییل د جبعون د ښار بنیاد کېښود او هلته مېشته شو. د هغه ښځه معکه نومېدله ۳۰ او د هغه مشر زوی عبدون نومېدله. د هغه نور زامن هم وو چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: صور، قیس، بعل، ناداب، ۳۱ جدور، اخیو، زاکر، ۳۲ او مقلوت چې د شمعه پلار ؤ. هغوی هم له خپلو خپلوانو سره نژدې په اورشلیم کې اوسېدل.

د شاوول پاچا کورنۍ

۳۳ نیر د قیس پلار او د شاوول پاچا نیکه ؤ.

شاوول څلور زامن درلودل: یوناتان، ملکیشوع، ابیناداب او اشبعل. ۳۴ یوناتان د مریب بعل پلار او د میکا نیکه ؤ. ۳۵ میکا څلور زامن درلودل: فیتون، ملک، تاریع او آحاز. ۳۶ آحاز د یهوعده پلار او د علمت، عزموت او زیمري نیکه ؤ. زیمري د موزا پلار ۳۷ د بنعا نیکه او د رافه غور نیکه ؤ. نوره اولاده یې دا وه: العاسه او آصیل. ۳۸ آصیل شپږ زامن درلودل: عزریقام، بوکرو، اسماعیل، شعریا، عوبدیا او حانان. ۳۹ د آصیل ورور عیشق درې زامن درلودل چې نومونه یې په ترتیب سره اولام، یعوش او الیفلط وو. ۴۰ د اولام زامن زړور عسکر وو او د لیندې او غشو په ویشتلو کې تکړه وو. هغوی ډېر زامن او لمسي درلودل، چې شمېر یې یوسلو پنځوسو تنو ته رسېدل.

دا ټول د بنیامین له قبیلې څخه وو.