۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

اوؤم باب

د يساکار اولاد

۱ د يساکار څلور زامن وُو: تولع، فُوه، يسوب او سِمرون. ۲ د تولع شپږ زامن وُو: عُزى، رفاياه، يرى‌اېل، يحمى، ابسام او سموئيل. هغوئ د تولع د قبيلې اولنى مشران وُو. د داؤد بادشاه په زمانه کښې د دې ډلو د ټولو تکړه فوجيانو شمېر دوويشت زره او شپږ سوه وو. ۳ د عُزى يو زوئ اِزراخياه وو. اِزراخياه او د هغۀ څلور زامن، ميکائيل، عبدياه، يوايل او يسياه ټول د ډلو مشران وُو. ۴ د هغوئ دومره ډېرې ښځې او بچى وُو چې د هغوئ اولاد د دې جوګه وو چې فوجى خِدمت له يې شپږ دېرش زره سړى ورکړل. ۵ د منلے شوى حِساب کِتاب په مطابق د يساکار قبيلې د ټولو کورَنو اووۀ اتيا زره داسې سړى شمېرلے شوى وُو چې کوم د فوجى خِدمت کولو قابل وُو.

د بنيامين او د دان اولاد

۶ د بنيامين درې زامن وُو: بالع، بکر او يديعيل. ۷ د بالع پينځۀ زامن وُو: اصبان، عُزى، عُزى‌اېل، يريموت او عيرى. د هغوئ په ډله کښې د قبيلو مشران او تکړه فوجيان وُو. د هغوئ په اولاد کښې دوويشت زره او څلور دېرش سړى شامل وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو. ۸ د بکر نهۀ زامن وُو: زميره، يوآس، اِلى‌عزر، اليوعينى، عُمرى، يريموت، ابياه، عنتوت او علمت. ۹ د هغوئ په نسب‌نامه کښې شل زره او دوه سوه د قبيلو مشرانو او تکړه فوجيانو نومونه ليکلى شوى وُو. ۱۰ د يديعيل يو زوئ بِلهان وو او د بِلهان اووۀ زامن وُو: يعوس، بنيامين، اهُود، کنعانه، زيتان، ترسيس او اخى‌سحر. ۱۱ هغوئ د قبيلې مشران او تکړه فوجيان وُو. د هغوئ په اولاد کښې اوولس زره او دوه سوه داسې سړى شامل وو چې کوم د فوجى کار کولو قابل وُو. ۱۲ د سفيم او حُفيم تعلق هم د دې قبيلې سره وو. حشيم د احير زوئ وو.

د نفتالى اولاد

۱۳ د نفتالى څلور زامن وُو: يحزى‌ايل، جونى، يصر، سلوم. هغوئ د يعقوب د بلې ښځې بِلهاه اولاد وو.

د منسى اولاد

۱۴ د منسى د آرامى وينځې نه دوه زامن اسرى‌اېل او مکير وُو. مکير د جِلعاد پلار وو. ۱۵ مکير يوه ښځه د حُفيم او يوه ښځه د سفيم دپاره وکړه. د هغۀ د خور نوم معکه وو. د مکير دوېم زوئ صِلافحاد وو او د هغۀ صِرف لوڼه وې. ۱۶ د مکير د ښځې معکې دوه زامن پېدا شول، چې په هغوئ باندې يې فرس او شرس نومونه کېښودل. د فرس دوه زامن اولام او رِقم وُو، ۱۷ او د اولام يو زوئ وو چې نوم يې بدان وو. دا ټول د جِلعاد اولاد دے چې د مکير زوئ او د منسى نمسے وو. ۱۸ د هغۀ د خور همولکت درې زامن وُو: اِشهود، ابيعزر او محله. ۱۹ د سميدع څلور زامن وُو: اخيان، شِکم، لِقحى او انيعام.

د اِفرائيم اولاد

۲۰ دا نسل په نسل د اِفرائيم اولاد دے: سوتلح، بيرِد، تحت، اِليعده، تحت، ۲۱ زاباد او سوتلح. د اِفرائيم دوه نور زامن ايصر او اِليعد څوک چې په هغه وخت کښې ووژلے شول چې کله هغوئ د جات د خلقو د څاروو پټولو کوشش کولو. ۲۲ د هغوئ پلار اِفرائيم تر ډېرو ورځو پورې په هغوئ پسې غمژن وو او د هغۀ خپلوان تسلۍ ورکولو له ورله راتلل. ۲۳ هغه د خپلې ښځې سره بيا څملاستو او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغۀ ورباندې بريعاه نوم کېښودو، دا د هغه مصيبت په وجه چې د هغوئ په خاندان باندې راغلے وو. ۲۴ د اِفرائيم يوه لور وه چې نوم يې سيراه وو. هغې د بره او ښکته بيت‌حورون او عُزن سيراه ښارونه جوړ کړل. ۲۵ د اِفرائيم يو بل زوئ هم وو چې نوم يې رفح وو، چې د هغۀ اولاد دا دے: رسف، تلاح، تحن، ۲۶ لعدان، عميهود، اليسمع، ۲۷ نون او يشوَع. ۲۸ کومه علاقه چې هغوئ ونيوله او په کښې اوسېدل په دې کښې بيت‌ايل او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه، د نمرخاتۀ طرف نعران او د نمرپرېواتۀ طرف ته جزر او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه شامل وُو. په دې کښې شِکم او عياه او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه هم شامل دى. ۲۹ د منسى اولاد د بيت‌شان، تعنک، مِجدو او دور او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه ونيول. دا ټول هغه ځايونه دى چرته چې د يعقوب د زوئ يوسف اولاد اوسېدو.

د آشر اولاد

۳۰ دا د آشر اولاد دے. د هغۀ څلور زامن وُو: يمنه، اِسواه، اِسوى او بريعاه، او يوه يې لور سِره وه. ۳۱ د بريعاه دوه زامن حِبر او مُلکى‌اېل وُو. مُلکى‌اېل د برزاويت ښار جوړ کړو. ۳۲ د حِبر درې زامن وُو: يفليط، شومير او خوتام، او يوه يې لور سوع وه. ۳۳ د يفليط درې زامن وُو: فاساک، بمهال او عسوات. ۳۴ د سمر زامن اخى، روهجه، يُخبه او آرام وُو. ۳۵ د هغۀ د ورور حيلم څلور زامن وُو: صوفح، اِمنع، سلس او عمل. ۳۶ د صوفح اولاد دا وو: سوح، حرنفر، سعال، بيرى، اِمراه، ۳۷ بصر، هُود، سما، سلسه، يتران او بيرا. ۳۸ د يتر اولاد دا وو: يفُنه، فِسفا، ارا، ۳۹ او د عُله اولاد دا وو: ارخ، حنى‌ايل او رضياه. ۴۰ دا ټول د آشر اولاد وو. هغوئ د خپلو ډلو اولنى مشران، تکړه او مشهور جنګيالى او داسې مشران وُو چې مثال يې نۀ وو. د آشر په اولاد کښې شپږويشت زره داسې سړى وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو.