۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

اتم باب

د بنيامين اولاد

۱ د بنيامين پينځۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب هغوئ داسې دى: بالع، اشبيل، اخرخ، ۲ نوحه او رفا. ۳ د بالع اولاد دا وو: ادار، جيرا، ابيهود، ۴ ابيسوع، نعمان، اخوع، ۵ جيرا، سفوفان او حيرام. ۶‏-۷ د اهُود اولاد نعمان، اخياه او جيرا وو. هغوئ د هغه کورَنو مشران وُو چې په جبعه کښې اوسېدل، خو هغوئ په زور وويستلے شول او په مانحت کښې اوسېدل. جيرا په سفر کښې د هغوئ مشرى کوله. جيرا د عُزا او اخيهود پلار وو. ۸‏-۹ د سحريم دوه ښځې، حشيم او بعراه طلاقې کړې. وروستو چې کله هغه د موآب په مُلک کښې اوسېدو نو هغۀ هودس وادۀ کړه او اووۀ زامن يې پېدا شول: يوباب، ضِبيه، ميسا، مُلکام، ۱۰ يعوض، سکياه او مِرمه. د هغۀ ټول زامن د کورَنو مشران شول. ۱۱ د هغۀ د حشيم نه هم دوه زامن پېدا شول: ابى‌طوب او الفعل. ۱۲ د الفعل درې زامن وُو: عِبر، مِشعام او سامد. دا سامد وو چې هغۀ د اونو او لد ښارونه او ګېرچاپېره کلى جوړ کړل.

بنيامينيان په جات او ايالون کښې

۱۳ بريعاه او سمع د هغه ډلو مشران وُو چې د ايالون په ښار کښې اوسېدې او هغه خلق يې وشړل چې د جات په ښار کښې اوسېدل. ۱۴ د بريعاه په اولاد کښې اخيو، شاشق، يريموت، ۱۵ زبدياه، عراد، عدر، ۱۶ ميکائيل، اِسفاه او يوخا شامل وُو.

بنيامينيان په يروشلم کښې

۱۷ د الفعل په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: زبدياه، مسلام، حِزقى، حِبر، ۱۸ يسمرى، يزلياه او يوباب. ۱۹ د سِمعى په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: يقيم، زِکرى، زبدى، ۲۰ العينى، ضلتى اِلى‌ايل، ۲۱ عداياه، براياه او سِمرات. ۲۲ د شاشق په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: اِسفان، عِبر، اِلى‌ايل، ۲۳ عبدون، زِکرى، حنان، ۲۴ حننياه، عيلام، عنتوتياه، ۲۵ يفدياه او فنواېل. ۲۶ د يروحام په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: سمسرى، شحارياه، عتلياه، ۲۷ يعرسياه، الياس او زِکرى. ۲۸ دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسب‌نامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل.

بنيامينيان په جبعون او يروشلم کښې

۲۹ يعى‌ايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته اوسېدو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو، ۳۰ او د هغۀ مشر زوئ عبدون وو. د هغۀ نور زامن صور، قيس، بعل، نير، ندب، ۳۱ جدور، اخيو، زکر، ۳۲ او مِقلوت چې د سِمعا پلار وو. د هغوئ اولاد په يروشلم کښې د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې اوسېدل.

د ساؤل بادشاه خاندان

۳۳ نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکى‌شوَع، ابينداب او اشبعل. ۳۴ يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو. ۳۵ د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز. ۳۶ احاز د يهوعده پلار وو، چې هغه د درېو زامنو پلار وو: علمت، عزماوت او زِمرى. زِمرى د موضا پلار وو، ۳۷ موضا د بِنعه پلار وو، بِنعه د رفعه، رفعه د اِلعاسه، اِلعاسه د اصيل پلار وو. ۳۸ د اصيل شپږ زامن وُو: عزريقام، بوکرو، اِسمٰعيل، سعرياه، عبدياه او حنان. ۳۹ د اصيل د ورور عيشق درې زامن وُو: اولام، يعوس او اليفلط. ۴۰ د اولام زامن تکړه فوجيان او د غشو ويشتونکى وُو. د هغۀ ټول زامن او نمسى يو نيم سل وُو. دا ټول کسان د بنيامين اولاد وو.