۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

لسم فصل

د بت پرستۍ په خلاف خبرداری

۱ ای خویندو او ورونو! زه نه غواړم چې تاسو دا هېر کړئ چې زمونږ نیکونو ته د هغې ورېځې په وسیله چې د هغوی نه مخکې روانه وه، لارښوونه کېدله او ټول د سرې بحیرې نه پورې وتل. ۲ هغوی ټولو د موسی د پیروانو په توګه په هغې ورېځې او بحیرې کې د تعمید غسل واخیست. ۳ ټولو یوشان اسماني ډوډۍ وخوړله. ۴ ټولو یوشان روحاني اوبه وڅښلې، ځکه چې هغوی د هغه روحاني ګټ نه اوبه وڅښلې چې د هغوی پسې روان ؤ او هغه ګټ مسیح ؤ. ۵ خو بیاهم خدای په هغوی کې د ډېرو څخه خوشحاله نه ؤ، نو ځکه د هغوی مړي په دښته کې خواره واره شول.

۶ نو دا شیان زمونږ دپاره یو عبرت شو، ترڅو مونږ هغه بدې غوښتنې ونه لرو لکه څنګه چې هغوی درلودلې. ۷ تاسو بت پرست کېږئ مه، لکه څنګه چې په هغوی کې ځینې شوي وو. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

هغه خلک کښېناستل چې وخوري او وڅښي او بیا پاڅېدل چې په مستۍ او عیاشۍ ګډا وکړي.

۸ مونږ باید جنسي بد‌اخلاقي ونه کړو لکه څنګه چې په هغوی کې ځینو وکړه او په یوه ورځ کې د هغوی درویشت زره کسان مړه شول. ۹ مونږ باید څښتن ونه ازمایو، لکه څنګه چې په هغوی کې ځینو وازمایلو او د مارانو په وسیله ووژل شول. ۱۰ شکایت مه کوئ، لکه څنګه چې په هغوی کې ځینو کړی ؤ او د مرګ فرښتې هغوی تباه کړل.

۱۱ دا هرڅه په هغوی باندې راغلل چې زمونږ دپاره عبرت وي او دا زمونږ د لارښوونې دپاره لیکل شوي وو، ځکه چې مونږ په اخره زمانه کې ژوند کوو. ۱۲ که چېرې څوک فکر کوي چې ټینګ ولاړ دی، نو پام دې وکړي چې راونه لویږي. ۱۳ د هغو وسوسو سره چې تاسو ورسره مخامخ شوي یئ، دا هغه وسوسې دي چې ټول خلک ورسره مخ کیږي. خو خدای په خپله وعده باندې وفا کوي او هغه تاسو نه پرېږدي چې د خپل توان نه زیات وسوسه شئ. د وسوسه کېدلو په وخت کې به خدای تاسو ته د وتلو لاره برابره کړي، ترڅو وکولای شئ چې هغه وزغمئ.

۱۴ نو له همدې امله ای ګرانو دوستانو، د بت پرستۍ نه ځان لېرې وساتئ. ۱۵ زه تاسو سره لکه د هوښیارو خلکو په توګه خبرې کوم. زه چې څه وایم د هغو په هکله خپله قضاوت وکړئ. ۱۶ ایا هغه د برکت پیاله چې د څښتن په ماښامي کې یې څښو او د هغې دپاره مونږ د خدای شکرګزاري کوو، هغه د مسیح په وینه کې شریک کېدل نه دي؟ ایا هغه ډوډۍ چې مونږ یې ماتوو او خورو یې، هغه د مسیح په بدن کې شریک کېدل نه دي؟ ۱۷ لکه څنګه چې ډوډۍ یوه ده، که څه هم مونږ ډېر یو خو یو بدن یو، ځکه چې مونږ ټول په یوه ډوډۍ کې سره شریک یو.

۱۸ د اسراییلو د خلکو په هکله فکر وکړئ. ایا هغه خلک چې قرباني خوري، هغوی د قربانۍ د ځای په خدمت کې شریک نه دي؟ ۱۹ ایا زما مقصد دا دی چې هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې کیږي، هغه ارزښت لري؟ یا ایا په خپله بت کوم ارزښت لري؟ ۲۰ نه، بلکې زه دا وایم چې بې‌دینه خلک چې کومې قربانۍ کوي هغه پېریانو ته وړاندې کوي، خدای ته یې نه کوي. زه نه غواړم چې تاسو د پېریانو سره شریک شئ. ۲۱ تاسو نه شئ کولای چې هم یې د څښتن د پیالې نه وڅښئ او هم یې د پېریانو د پیالې نه. تاسو نه شئ کولای چې هم یې د څښتن په دسترخوان وخورئ او هم د پېریانو په دسترخوان. ۲۲ ایا مونږ غواړو چې په دې کار سره د څښتن قهر راوپاروو؟ ایا تاسو فکر کوئ چې مونږ د هغه نه ډېر زورور یو؟

۲۳ کېدای شي خلک ووایي: «زمونږ دپاره هرڅه روا دي.» خو هرڅه ستا دپاره ښه نه دي. «زمونږ دپاره هرڅه روا دي،» خو هرڅه ګټور نه دي. ۲۴ هېڅوک دې د خپلې ګټې په فکر کې نه وي، بلکې د نورو د ګټې په فکر کې دې وي. ۲۵ هغه غوښه چې په بازار کې خرڅیږي، هغه په ارام وجدان سره وخورئ او دا پوښتنه مه کوئ چې دا غوښه له کوم ځای نه راغلې ده. ۲۶ ځکه د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

ځمکه او هرڅه چې په هغې کې دي، هغه د څښتن دي.

۲۷ که چېرې یو بې‌ایمانه کس تاسو ته د ډوډۍ دپاره بلنه درکړي او تاسو هم غواړئ چې ورشئ، نو هرڅه چې ستاسو په مخکې کېږدي هغه وخورئ او په دې اړه په خپل وجدان کې کوم سوال مه راپیدا کوئ. ۲۸ خو که تاسو ته څوک ووایي: «دا بتانو ته د قربانۍ غوښه ده،» نو د هغه کس په خاطر چې تاسو یې خبر کړي یئ، د وجدان په خاطر هغه مه خورئ. ۲۹ زما مقصد ستاسو د وجدان څخه نه دی، بلکې د نورو د وجدان څخه دی. خو یو څوک به ووایي: «د بل چا وجدان ولې زما د ازادۍ په اړه قضاوت وکړي؟ ۳۰ که چېرې زه په شکرګزارۍ سره کوم څه خورم، نو د کوم شي دپاره چې شکر وباسم د هغې له امله ولې ملامت کړای شم؟»

۳۱ نو څه چې خورئ یا څښئ یا څه چې کوئ، هغه هرڅه د خدای د جلال دپاره کوئ. ۳۲ هېڅوک مه خفه کوئ، که هغه یهودیان وي یا یونانیان او یا کوم بل څوک چې د خدای د کلیسا سره تړاو ولري. ۳۳ لکه څنګه چې زه کوښښ کوم په هر کار کې چې زه یې کوم، ټول خلک خوشحاله کړم، ځکه چې دا زه د خپلې ښېګڼې دپاره نه غواړم، بلکې د نورو د ښېګڼې دپاره یې غواړم، ترڅو هغوی هم خلاصون ومومي.