۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

یوولسم فصل

۱ زما څخه پیروي وکړئ لکه څنګه چې زه د مسیح پیروي کوم.

په عبادت کې سر پټول

۲ زه ستاسو ستاینه کوم، ځکه چې په هرڅه کې ما یادوئ او په هغو روایتونو باندې عمل کوئ چې ما درته درکړي دي. ۳ خو زه غواړم تاسو په دې پوه شئ چې مسیح د هر سړي سر دی او مېړه د خپلې ښځې سر دی او د مسیح سر خدای دی. ۴ هر سړی چې په پټ سر دعا کوي یا د خدای پیغام خلکو ته رسوي، هغه د خپل سر یعنې مسیح بې‌عزتي کوي. ۵ خو هره ښځه چې په لوڅ سر دعا کوي یا د خدای پیغام رسوي، نو هغه د خپل سر یعنې خپل مېړه بې‌عزتي کوي او هغه داسې وي لکه سر یې چې خرییل شوی وي. ۶ ځکه که چېرې یوه ښځه خپل سر نه پټوي، نو هغه دې خپل ویښتان هم لنډ کړي، خو که چېرې د ښځې دپاره د ویښتانو لنډول او خرییل د شرم خبره وي، نو خپل سر دې پټ کړي. ۷ لازمه نه ده چې سړی خپل سر پټ کړي، ځکه چې هغه د خدای په شکل او د خدای د جلال دپاره پیدا شوی دی او ښځه د سړي د جلال دپاره پیدا شوې ده. ۸ ځکه چې سړی د ښځې څخه نه دی پیدا شوی، بلکې ښځه د سړي نه پیدا شوې ده. ۹ سړی د ښځې په خاطر نه دی پیدا شوی، بلکې ښځه د سړي دپاره پیدا شوې ده. ۱۰ له همدې امله او په دې خاطر چې فرښتې یې ویني، نو ښځه باید خپل سر په پوړني باندې پټ کړي، ترڅو وښایي چې هغه د خپل مېړه په واک کې ده. ۱۱ خو په هر حال د څښتن په خلکو کې ښځه د مېړه نه او مېړه د ښځې نه خپلواک او ازاد نه دی. ۱۲ ځکه لکه څنګه چې ښځه د سړي نه پیدا شوې ده، نو اوس سړی هم د ښځې نه پیدا کیږي او هرڅه د خدای له خوا دي.

۱۳ تاسو خپله قضاوت وکړئ، ایا ښځې ته مناسبه ده چې په لوڅ سر د خلکو په حضور کې خدای ته دعا وکړي؟ ۱۴ ایا په خپله طبیعت تاسو ته دا نه ښایي چې د سړي دپاره د اوږدو ویښتانو درلودل شرم دی؟ ۱۵ خو که د ښځې ویښتان اوږده وي، نو د هغې دپاره ښکلا ده، ځکه چې ویښتان هغې ته د دې دپاره ورکړل شوي دي چې سر یې ورباندې پټ شي. ۱۶ که چېرې څوک وغواړي په دې هکله بحث وکړي، نو یوازېنی شی چې زه یې ورته وایم هغه دا دی چې مونږ او د خدای کلیساګانې له دې نه پرته کوم بل دود او دستور نه لرو.

د څښتن غوره ماښامی

۱۷ خو زه په دې لارښوونو کې ستاسو ستاینه نه کوم، ځکه کله چې تاسو سره راټولېږئ، نو دا ستاسو په ګټه نه دی بلکې ستاسو په زیان دی. ۱۸ ځکه لومړنی شی چې زه یې اورم دا دی کله چې تاسو په کلیسا کې سره راټولېږئ، نو په ډلو باندې وېشل کېږئ. په دې باندې زه تر یوې اندازې باور هم کوم، ۱۹ بې له شکه په تاسو کې باید ډلې جوړې شي، ترڅو دا وپېژندل شي چې په تاسو کې څوک رښتینی دی. ۲۰ کله چې تاسو سره راټولېږئ، نو په حقیقت کې تاسو د څښتن د ماښامي د خوړلو دپاره نه راټولېږئ. ۲۱ ځکه کله چې تاسو ډوډۍ خورئ، نو هرڅوک په بیړه خپله ډوډۍ خوري، نو ځینې وږي پاتې کیږي او نور نشه کیږي. ۲۲ ایا ستاسو خپل کور نشته چې په کې وخورئ او وڅښئ؟ ایا تاسو د خدای کلیسا سپکوئ او هغه خلک شرموئ چې هېڅ شی نه لري؟ زه تاسو ته څه ووایم؟ ایا په دې کار ستاسو ستاینه وکړم؟ هېڅکله نه! ۲۳ ځکه کوم تعلیم چې ما تاسو ته درکړ، هغه مې د څښتن نه تر‌لاسه کړی دی او هغه دا ؤ چې په هغه شپه چې د څښتن عیسی سره خیانت وشو، نو هغه ډوډۍ راواخیستله ۲۴ او شکر یې پرې وویست. هغه یې ماته کړه او ویې ویل: «دا زما بدن دی چې ستاسو دپاره ورکول کیږي. زما په یاد کې دا کار کوئ.» ۲۵ په همدې ډول هغه د ماښام ډوډۍ نه وروسته پیاله راواخیستله او ویې ویل: «دا پیاله د خدای او انسانانو ترمنځ یو نوی لوظ دی چې زما په وینه کې جوړیږي. هرکله چې هغه څښئ، نو زما په یاد کې یې وڅښئ.»

۲۶ نو هرکله چې تاسو دا ډوډۍ خورئ او دا پیاله څښئ، نو تاسو به خلکو ته د څښتن د مرګ په هکله اعلان کوئ، تر هغې پورې چې هغه بېرته راشي. ۲۷ که چېرې څوک په داسې طریقې سره د څښتن ډوډۍ خوري او یا د هغه پیاله څښي چې د هغه بې‌عزتي ورباندې کیږي، نو هغه د څښتن د بدن او وینې په وړاندې ګناه کوي. ۲۸ نو هرڅوک دې لومړی خپل ځان وازمایي او له هغې وروسته دې هغه ډوډۍ وخوري او هغه پیاله دې وڅښي. ۲۹ ځکه که چېرې څوک د مسیح د بدن په معنی باندې پوه نه شي او هغه ډوډۍ وخوري او هغه پیاله وڅښي، نو د هغو په خوړلو او څښلو سره خپل ځان محکوموي. ۳۰ له همدې امله په تاسو کې ډېر کمزوري او ناروغه دي او ځینې مړه شوي دي. ۳۱ که چېرې مونږ خپل ځان ازمایلی وای، نو د قضاوت لاندې به نه راتللو. ۳۲ خو کله چې څښتن زمونږ په هکله قضاوت کوي، نو زمونږ د اصلاح کولو دپاره یې کوي، ترڅو مونږ د نړۍ د خلکو سره محکوم نه شو.

۳۳ نو ای خویندو او ورونو! کله چې تاسو د څښتن د غوره ماښامي د خوړلو دپاره سره راټولېږئ، نو د یو بل انتظار کوئ. ۳۴ که چېرې څوک وږی وي، نو هغه دې په خپل کور کې ډوډۍ وخوري، ترڅو ستاسو راټولېدل ستاسو د محکوم کېدلو سبب نه شي. خو کله چې زه درشم، نو د نورو شیانو په هکله به تاسو ته لارښوونې وکړم.