۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

درېم فصل

د خدای خدمتګاران

۱ای خویندو او ورونو! ما تاسو سره لکه د روحاني خلکو په شان خبرې ونه کړای شوې، بلکې تاسو سره مې داسې خبرې وکړې لکه د دې نړۍ د خلکو سره چې مې وکړې یعنې لکه د هغو کسانو په شان چې په مسیح باندې په ایمان کې لا تر‌اوسه ماشومان دي. ۲ما تاسو په شیدو باندې ماړه کړئ، نه په سختو او کلکو خوړو باندې، ځکه چې تیار نه وئ چې سخت خواړه وخورئ. اوس هم ورته تیار نه یئ، ۳ځکه چې تاسو لا تر‌اوسه هم د انساني فطرت د غوښتنو په اختیار کې یئ. په تاسو کې اوس هم کینه او شخړې شته، ایا دا د دې څرګندوونکې نه ده چې تاسو اوس هم نفساني یئ؟ ایا ستاسو چلند لکه د دې نړۍ د خلکو په شان نه دی؟ ۴ځکه کله چې یو وایي: «زه د پولوس پیروي کوم.» او بل وایي: «زه د اپولوس پیروي کوم.» نو ایا تاسو لکه د دې نړۍ د خلکو په شان عمل نه کوئ؟

۵نو بیا اپولوس څوک دی؟ پولوس څوک دی؟ مونږ یوازې خدمتګاران یو چې څښتن هر یو ته ځانګړې دنده ورسپارلې ده، ترڅو تاسو د هغوی په وسیله ایمان راوړئ. ۶ما وکرل، اپولوس اوبه ورکړې، خو خدای راشنه کړل. ۷نو بیا نه هغه څوک مهم دی چې کري یې، نه هغه څوک چې اوبه ورکوي، بلکې یوازې خدای دی چې شنه کوي یې. ۸څوک چې کرنه کوي او څوک چې اوبه ورکوي، دواړه یو برابر دي، خو هر یو به د خپل کار له مخې خپل اجر تر‌لاسه کوي. ۹ځکه چې مونږ خدای ته په خدمت کولو کې سره همکاران یو. تاسو د خدای د کروندې ځمکه او هغه ودانۍ یئ چې خدای ورباندې کار کوي.

۱۰د هغه فضل له مخې چې خدای ماته راکړ، ما لکه د یو ماهر ګلکار په شان بنیاد کېښود او کوم بل څوک ورباندې ودانۍ جوړوي. خو هر یو دې پام وکړې چې څنګه یې جوړ کړي. ۱۱ځکه چې هېڅوک نه شي کولای چې بل بنیاد کېږدي، پرته له هغه بنیاد نه چې ایښودل شوی دی او هغه بنیاد عیسی مسیح دی. ۱۲که چېرې څوک په هغه بنیاد باندې د سرو زرو، سپینو زرو، قیمتي تیږو، لرګیو، واښو او بوسو څخه کار واخلي، ۱۳د هرچا کار به ښکاره شي، ځکه چې د قضاوت ورځ به هغه وښایي. هغه به د اور په وسیله ښکاره شي او اور به هغه وازمایي چې څه ډول کار یې کړی دی. ۱۴که چېرې هغه کار چې چا په دې بنیاد باندې کړی دی پاتې شي، نو هغه کس به اجر تر‌لاسه کړي. ۱۵خو که چېرې هغه کار په اور له منځه لاړ شي، نو هغه ته به تاوان ورسیږي، خو په خپله به وژغورل شي لکه څوک چې د اور د لمبو نه خلاص شي.

۱۶ایا په دې نه پوهېږئ چې تاسو د خدای کور یئ او د خدای روح په تاسو کې اوسیږي؟ ۱۷که څوک د خدای کور خرابوي، نو خدای به هغه تباه کړي، ځکه چې د خدای کور سپېڅلی دی او هغه کور په خپله تاسو یئ.

۱۸خپل ځان مه غولوئ. که چېرې په تاسو کې څوک خپل ځان په دې نړۍ کې هوښیار ګڼي، نو لومړی باید خپل ځان کم‌عقل وګڼي، ترڅو په رښتیا هوښیار شي. ۱۹ځکه چې د دې نړۍ حکمت د خدای په نظر کې بې‌معنی دی. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

خدای هوښیاران په خپلې چالاکۍ کې راګېروي.

۲۰او بیا لیکل شوي دي:

څښتن پوهیږي چې د هوښیارانو خیالونه باطل او پوچ دي.

۲۱نو بیا تاسو په هغو کارونو باندې چې انسان یې کوي، ویاړ مه کوئ. ځکه چې هرڅه ستاسو دي، ۲۲که پولوس وي یا اپولوس یا پطروس وي، که نړۍ وي، که ژوند یا مرګ، که اوسنی وخت وي او یا راتلونکی وخت وي، دا ټول ستاسو دي ۲۳او تاسو د مسیح یئ او مسیح د خدای دی.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include() #1 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166