۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

څلورم فصل

د مسیح رسولان

۱ تاسو باید مونږ د مسیح خدمتګاران او د خدای د پټو رازونو ناظران او ساتونکي وګڼئ. ۲ تر ټولو مهمه دا چې ناظران باید وفادار وي. ۳ دا زما دپاره دومره مهمه خبره نه ده چې تاسو یا کومه انساني محکمه زما په هکله قضاوت وکړي. زه حتی د خپل ځان په هکله هم قضاوت نه کوم. ۴ که څه هم زه په خپل ځان کې کومه غلطي نه وینم، خو دا په دې معنی نه دی چې زه بې‌ګناه یم. دا څښتن دی چې زما په هکله قضاوت کوي. ۵ نو له دې امله د وخت نه مخکې د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، بلکې د څښتن د راتللو تر وخته انتظار وکړئ. ځکه چې څښتن به هغه څه چې په تیاره کې پټ دي، په رڼا کې ښکاره کړي او د انسان د زړه مقصدونه به راڅرګند کړي. په هغه وخت کې څوک چې د ستاینې وړ دی، نو خدای به د هغه ستاینه وکړي.

۶ ای خویندو او ورونو! ما د دې مثالونو څخه د خپل ځان او اپولوس په هکله ستاسو د ګټې دپاره کار واخیست، ترڅو تاسو زمونږ په وسیله د دې خبرو په معنی پوه شئ: «څه چې لیکل شوي دي د هغې نه زیات څه مه وایئ» ترڅو تاسو د یو کس صفت ونه کړئ او بل ته په سپکه سترګه ونه ګورئ. ۷ ته چا د نورو نه لوړ ګڼلی یې؟ ایا ته چې هرڅه لرې هغه خدای درکړي نه دي؟ بیا دا هرڅه چې خدای درکړي دي، نو بیا ولې په دې ویاړ کوې چې ګوندې تا په خپله لاسته راوړي دي؟

۸ ایا تاسو فکر کوئ هرڅه چې تاسو غوښتل هغه مو له مخکې نه تر‌لاسه کړي دي؟ ایا فکر کوئ چې له مخکې نه شتمن شوي یئ؟ ایا فکر کوئ چې زمونږ نه پرته پاچاهان شوي یئ؟ کاشکې تاسو د پخوا نه پاچاهي کولای، ترڅو مونږ هم ستاسو سره په پاچاهۍ کې شریک وای. ۹ خو د هغې په ځای ماته داسې ښکاري چې خدای مونږ رسولان لکه د جنګي بندیانو په شان چې په مرګ باندې محکوم شوي وي او د قطار په اخر سر کې ولاړ وي، نندارې ته وړاندې کړي یو، چې ټوله نړۍ د فرښتو او انسانانو سره زمونږ سیل وکړي.

۱۰ مونږ د مسیح په خاطر کم‌عقل ګڼل کېږو، خو تاسو په مسیح کې ډېر هوښیار یئ! مونږ کمزوري یو، خو تاسو غښتلي یئ! ستاسو عزت کیږي، خو مونږ ته په سپکه سترګه کتل کیږي. ۱۱ تر‌اوسه هم مونږ وږي او تږي یو، مونږ زاړه او شلېدلي کالي اغوستي دي، مونږ وهل کېږو او بې‌کوره یو. ۱۲ مونږ په خپلو لاسونو باندې کار کوو او زحمت وباسو. کله چې خلک مونږ ته ښکنځلې کوي، نو مونږ ورته برکت غواړو. کله چې مونږ ځوروي، نو مونږ یې زغمو. ۱۳ کله چې مونږ بدناموي، نو ورته په مهربانۍ ځواب ورکوو. مونږ اوس هم لکه د نړۍ د چټلیو او د ټولو شیانو د پاتې شونو په شان یو.

۱۴ زه دا شیان د دې دپاره نه لیکم چې تاسو وشرمېږئ، بلکې تاسو ته د خپلو ګرانو اولادونو په شان نصیحت کوم. ۱۵ که څه هم تاسو په مسیح کې بې‌شمېره استاذان لرئ، خو تاسو یو روحاني پلار لرئ. ځکه چې په عیسی مسیح کې زه تاسو ته د زیري رسولو په وسیله ستاسو پلار شوم. ۱۶ نو زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې زما د مثال نه پیروي وکړئ. ۱۷ له همدې امله ما تاسو ته تیموتاوس درولېږه. هغه په څښتن کې زما ګران او وفادار زوی دی. هغه به تاسو ته در په یاد کړي چې زه څنګه د عیسی مسیح پیروي کوم، لکه څنګه چې زه په هرځای کې او په هره کلیسا کې تعلیم ورکوم.

۱۸ خو په تاسو کې ځینې مغروره شول او فکر کوي چې ګوندې زه تاسو ته نه درځم. ۱۹ خو که د څښتن رضا وي، نو زه به زر تاسو ته درشم او نه یوازې دا چې د هغو مغرورو خلکو خبرې واورم، بلکې د هغوی قدرت هم ووینم. ۲۰ ځکه چې د خدای پاچاهي یوازې په خبرو کې نه، بلکې په قدرت کې ده. ۲۱ نو تاسو څه غواړئ؟ ایا د کوتک سره درشم یا په مینه او نرمۍ سره؟