۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

پنځم فصل

د کلیسا څخه جنسي بد‌اخلاقي لېرې کړئ

۱ په رښتیا زه خبر شوی یم چې ستاسو په منځ کې جنسي بد‌اخلاقي کیږي او داسې بد‌اخلاقي چې حتی په بې‌ایمانانو کې هم نه لیدل کیږي. ما اورېدلي دي چې په تاسو کې یو سړی دی چې د خپلې مېرنۍ مور سره څملي. ۲ او تاسو ورباندې ویاړ کوئ! ایا تاسو ته لازمه نه ده چې غمجن شئ او هغه چا چې دا کار کړی دی هغه د خپلو ملګرو د ډلې نه وشړئ؟ ۳ که څه هم زه په جسماني توګه ستاسو سره نه یم، خو په روحاني توګه ستاسو سره یم. که چېرې زه ستاسو سره وای، نو ما به د هغه کس په هکله چې داسې کار یې کړی دی، له مخکې نه دا قضاوت کړی وای. ۴ کله چې تاسو د څښتن عیسی په نوم سره راټول شئ او زه درسره په روحاني توګه موجود یم، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په قدرت سره، ۵ تاسو باید هغه سړی شیطان ته وسپارئ چې د هغه جسماني فطرت له منځه لاړ شي، ترڅو روح یې د څښتن تر ورځې پورې وژغورل شي.

۶ په دې هکله ستاسو ویاړ ښه نه دی. ایا تاسو نه پوهېږئ چې لږه خمیره ټول اوړه خمیره کوي؟ ۷ نو که چېرې تاسو غواړئ چې د فطیرو اوړو په شان تازه شئ، لکه څنګه چې په رښتیا یئ، نو هغه زړه خمیره چې جسماني فطرت دی د ځان نه لېرې کړئ. ځکه چې زمونږ د فسحې د اختر وری چې مسیح دی، زمونږ دپاره قرباني شوی دی. ۸ نو راځئ چې دا اختر ولمانځو، خو د کینې او بدۍ د زړې خمیره شوې ډوډۍ سره نه، بلکې د اخلاص او رښتینولۍ د فطیرې ډوډۍ سره.

۹ ما تاسو ته په خپل لیک کې لیکلي وو چې د هغو خلکو سره ملګرتیا مه کوئ چې په جنسي لحاظ بد‌اخلاقه وي. ۱۰ خو زما مقصد بلکل دا نه ؤ چې تاسو د دې نړۍ د بد‌اخلاقه خلکو، حریصانو، چلبازانو او بت‌پرستانو سره کار مه لرئ. ځکه په دې صورت کې به تاسو مجبور وای چې دا نړۍ پرېږدئ. ۱۱ خو زما مقصد دا ؤ چې د هغه چا سره ملګرتیا مه کوئ چې ځان ته ایماندار وایي او په داسې حال کې چې هغه په جنسي لحاظ بد‌اخلاقه، حریص، بت‌پرست، نورو ته ښکنځلې ویونکی، شرابي یا چلباز وي. د داسې کس سره حتی ډوډۍ هم مه خورئ. ۱۲ ځکه چې زه د غیر‌ایماندارانو سره څه کار لرم چې د هغوی په هکله قضاوت وکړم؟ ایا دا ستاسو دنده نه ده چې د کلیسا د غړو په هکله قضاوت وکړئ؟ ۱۳ خدای به د هغو خلکو په هکله قضاوت کوي چې د کلیسا نه دباندې دي، خو لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي تاسو باید داسې وکړئ:

بد سړی د خپل منځ نه وشړئ.